جمعه, مې 17, 2024
Homeمیرمند ښځې لپاره ذهني او فزيکي زندان | هارون وردګ‌

د ښځې لپاره ذهني او فزيکي زندان | هارون وردګ‌

لا تر اوسه هم ښځه په پښتنه کورنۍ کې له هر ډول آزادۍ محرومه ساتل شوې هغه که د زده کړو آزادي یا د ژوند او يا هم د خپل ژوند د ملګري د خوښولو آزادي ده.

که زمونږ د ټولنې ښځې د نارینوو په څېر بازار او يا هم د خپل محرم سره قدم وهلو ته زړه ښه کړي او له کوره بېرون ووځي نو زمونږ نارينوو ماغزه د تش غیرت او اسلام په تمثيلوو وخوټيږي او فکر کوو چې زمونږ غیرت او اسلام په خطر کې شو او د غرب ډیموکراسي پلې شوه، خو که همدا ښځه له کوره ځمکو ته د کار او په اصطلاح د مال پېولو او شوتلې راوړلو لپاره  ووته چې زمونږ له اوږو بار سپک کړي هېڅ باک نلري لا هم د غیرت بریتونه تاوو او یو یو متر تسبیح په مسجد شریف کې اړوو راړوو. دلته هېڅ انصاف نه کوو او هېڅ شی د اسلام په تله نه تلل کيږي که د ښځې په وس پوره وي یا نه وي له شنه سهاره تر ماښامه مو لکه غلام په خدمت کې ولاړه وي او يو څو سپکې سپورې له دې سربېره ورته کوو که له کوم چا څخه وپوښتل شي چې دا هم په اسلام کې شته چې ښځه دې داسې وکارول شي لکه روبوت ؟ نو یو عالم ټاپې به دې په تندي ولګوي وايي ته سيکولر یې پلان یې بیستان يې او د قرآن کريم دا آيت به درته مخکې کېږدي:
وَقَرْنَ فِي بِيُوتِكُنَّ
خو دا يې نه وي لوستي چې د دې آیت د نزول شان څه دی او کوم شرایط یې په خپله مانا کې رانغښتي.
وايي به ښځه یا د کور وي یا د ګور ،د کور کارونه او خپله پرده دې کوي. مطلب په اسلام کې له پردې د حجاب مراعاتول دي خو دوی به دومره افراط کوي چې ښځه به اوه خونې د ننه کېنوي تور او شنه جلدونه به ورته کوي.  بېچاره به د مېړه د يوې مړۍ ټکلې (ډوډی) په بدل کې ټوله ورځ مزدوري کوي. وايي که بېرون ته ووځي فساد کوي، په داسې حال کې چې هغه به سترګې له ځمکې نه جیګوي . فساد خو اصلا ستا په سترګو کې دی چې نه د خدای مني نه د رسول لکه مرمۍ د ښځو تر غوښو او هډوکو به تیریږي خدای که هر څو فرمایلي چې د نامحرمو ښځو په لیدو مو سترګې ښکته کړی. په دغه صحنه کې به دې هېڅ خدای سترګو ته نه دريږي.
يو پښتون فېسبوک چلوونکی د ښځو لپاره په جوړشوي سپورت کلب چې په کندهار کې جوړ شوی نیوکه کړې وايي که ښځې کلب ته پرېږدو نو بیا به سبا قدم وهلو ته هم ځي څه شو زمونږ پښتو او زمونږ غیرت؟
بل پښتون فېسبوک چلوونکی پرې تبصره کوي وايي زمونږ نبی ص مسجد ته د تګ اجازه نه ده ورکړې دوی یې راباندې کلب ته ليږي بل ښځينه فېسبوک چلوونکي وايي دا کلب بايد بند شي ځکه ښځې داسې فکر کوي چې دوی ته همداسې ذهنیت ورکړل شوی او له همدې ژوند سره يې توافق کړی نورو فېسبوک چلونکو په دې کار لانت ویلی او د غرب دسیسه يې بللې.
خو که ښځه په کور کې په مرضونو خوسا هم شوه فرق نکړي د کلي د ملا شنه او سره تعويذونه دې واچوي جوړه به شي.
که همدې پښتون یو ځل لس ورځې د ښځې په وجود کې ژوند کړی وی ټول قوانين به يې سرچپه کړي وو ما لس ورځې په کور کې تېرې کړې د پښتنې ښځې حوصلې او عزم ته تسلیم شوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب