جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد مالګې ډېر استعمال کوم زیانونه لري؟

د مالګې ډېر استعمال کوم زیانونه لري؟

د مالګې لږ استعمال کولای شي د زړه د حملې له کبله د مړینو شمېر نیمايي ته را ټیټ کړي.

چنیايي څېړونکو دا پایله د چین په شاندونګ ولایت کې، چې اوسېدونکي یې لږ مالګه استعمالوي، له یولړ څېړونو وروسته اعلان کړه.

د څېړونکو موندنې ښيي چې ۲۰ سلنه هغه کسان چې په شاندونګ ولایت کې د زړه د نارغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، عامل یې په دوامداره توګه د مالګې استعمال او مالګین خواړه دي.

ډاکټرانو ویلي تر اندازې د زیاتې مالګې استعمال د زړه او د رګونو د نارغیو لامل کېږي او همداراز د وینې فشار لوړوي.

څېرونکو د خپلو موندونو لپاره له ۲۰۱۱ م کال را په دېخوا د ۲۵ تر ۶۹ کلنۍ پورې خلکو ۱۳۰۰۰ صحي معلومات را ټول کړي دي او تر څېړونو وروسته یې دا موندلې چې د چین په شاندونګ ولایت کې خلکو په ورځنیو خوړو کې ۱۲.۵ ګرامه مالګه استعمالوله، چې اوس مهال دا اندازه ۹ ګرامو ته را ټېټه شوې او ورسره هم مهاله په دې ولایت کې د زړه د نارغیو له کبله د مړینو په شمېر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

روح الله تلاش

د چین د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز له لوري د دې څېړنې پایله د امریکا متحده د زړه د نارغیو د ټولنې له لوري هم نشر شوې ده.

څېړونکې (شیوی لیو)، چې په دې څېړونو کې یې برخه اخیستې، ویلي، د مالګې د ډېر استعمال له کبله بې شمېره کسان د زړه په ناروغیو اخته شوي خو مخنیوی او درملنه یې ممکنه ده.

مېرمن لیو د چین په شمالي برخه کې د مالګې ډېرې استفادې ته په کتو په بېړني ډول د کمې مالګې وړاندیز کړی دی. نوموړې له صحي کارکوونکو غوښتي چې خپلو ناروغانو ته د ډېرې مالګې د استعمال د زیانونو په اړه معلومات ورکړي.

په چین کې د مالګې ورځینی مصرف ۱۱.۹ ګرامه دی، په داسې حال کې چې د روغتیا نړيوال سازمان وړاندیز کوي چې لویان دې په ورځ کې له ۵ ګرام څخه ډېره مالګه استعمال نکړي.

د دې څېړونو موندنې د دې لامل شوې چې چارواکي په شاندونګ ولایت کې، چې ۱۰۰ میلیونه وګړي لري، د مالګې د ډېر استعمال د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي څو خلک په ورځنیو خوړو کې کمه اندازه مالګه استعمال کړي.

ژباړه – روح الله تلاش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب