شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeټولنیزشهید محمد هاشم میوندوال

شهید محمد هاشم میوندوال

ډیپلوم انجنیر عنایت الله اسحق زی   

محمد هاشم میوندوال د ملا عبدالحلیم زوی دی چې په  ۱۲۹۸ هجری شمسی کال (۱۹۱۹م) د کابل په عاشقان و عارفان کې زیړیدلی دې. پلار یی د غزني له مقر ولسوالی څخه کابل ته کډه شوی او د عاشقان و عارفان د مسجد خطیب وه.

میوندوال هغه وخت له اقتصادی ستونزو سره سره لومړی په غازي لیسه کې تر ۸ ټولګي پورې درس ووایه او بیا له حبیبې لیسې څخه فارغ التحصیل شو چې وروسته په مختلفو دندو وګمارل شو. څرنګه چې محمد هاشم میوندوال

د خارق العاده استعداد څښتن و او ډیرو خلکو به بې ږیرې  سید جمال الدین افغان باله.

په ۱۹۴۲ م  کال د هرات د اتفاق اسلام د ورځباڼی مدیر وټاکل شو چې دغه دنده یې ۳ کاله په غاړه وه او په دې موده کې یې د مطبوعاتو، پوهنی او فرهنګ لپاره ستر خدمت وکړ. په دې وخت کې محمد هاشم میوندوال د پردیس تخلص کاوه.

په ۱۹۴۴ م  کال میوندوال د آریانا د دایرةالمعارف د مدیر په توګه وټاکل شو.

په ۱۹۴۵ م  کال د انیس ور ځپاڼی مسؤل مدیر،

‎ په ۱۹۵۱ م، ۱۹۵۳ م او ۱۹۶۳کلونو کې درې واري د مطبوعاتو د مستقل رییس په توګه دنده ترسره کړې او د دې تر خوا دوه واري په کراچۍ کې د افغانستان استازی پاتې شوی دی.

 په ۱۹۶۲ م کال یې په واشنګټن کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه دنده سر ته رسولې. د باندنینو چارو د وزارت معین او د یو څه وخت لپاره د ظاهرشاه مطبوعاتی مشاور هم و.

په ۱۹۶۳ م کال کې د هغه وخت د پاچا لخوا د افغانستان د صدراعظم په حیث وټاکل شو. درې ورځې وروسته میوندوال خپله کابینه ولسي جرګې ته وړاندې کړه او د اعتماد رایه یې واخیسته. دا چې د عقرب د دریمې نیټې حادثه پیښه شوې وه، محمد هاشم میوندوال پخپله د ولسی جرګی له یو شمیر وکیلانو سره کابل پوهنتون ته لاړ او د پوهنتون په ادیتوریم کې د وژل شویو وطنوالو په فاتحې کې یې برخه واخیسته او د هغوی روح ته یې دوعا وکړه. د پوهنتون محصلینو ته یې وعده ورکړه چې د دې پیښې عاملینو ته به سزا ورکړي. محصلینو د دې خبرې په اوریدو په چکچکو شروع کړه او میوندوال یی په اوږو اوچت کړ.

د میوندوال د حکومت دوره د افغانستان د آبادۍ او ترقۍ لپاره په سیاسی، اقتصادی، اجتماعی عدالت، ملي حاکمیت او د مترقي دیموکراسۍ په اصولو ولاړ وه چې د دغه اساسی تهداب د پیاوړي کولو لپاره یې ډیرې هلې ځلې وکړې.

محمد هاشم میوندوال په ۱۹۶۷م کال د اکتوبر په میاشت کې له صدارت څخه تر استعفا وروسته سیاسی ډګر ته راووت او د مترقي دیموکرات ګوند له لارې يې، چې په ۱۹۶۶ م کال یې جوړ کړی وه، کلکه مبارزه شروع وکړه او د ګوند اخبار د مساوات په نامه یادیده .

محمد هاشم میوندوال د روسانو لپاره د سترګو اغزی وه نو ځکه  د کې، جي، بي د جاسوسانو (پرچمیانو) لخوا چې جنرال عظیمي پکې لوی لاس درلود، میوندوال په ۱۹۷۳ م کال د دسیمبر په ۲۲مه د کودتا کولو په تور ونیول شو او بې له کومې قانوني محکمې بندي او ډېر ژر په دهمزنګ زندان کې د یوه تالی څټي پرچمی صمد اظهر لخوا د شکنجې په وخت کې په لغتو وهلو د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ ورځ په شهادت ورسید. روح دې یې ښاد وي.

د افغانستان په تاریخ کې محمد هاشم میوندوال یوازینی کس دی چې د خپل صدارت په وخت کې خپله ټوله شتمني د پوهنې وزارت ته ورکړه. ده د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې دا ثابته کړه چې د خپل ملي موقف څخه په هیڅ ډول نه په شا کېږي او د شهادت تر مرحلې پورې په خپله عقیده او مبارزه ثابت پاتې شو لکه چې ویل یې:

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم * که خزان را باندې راشي که بهار

این سر که نشان سرپرستی است * امروز جدا از قید هستی است

با دیدهً عبرتش ببینید * این عاقبت وطن پرستی است

11 COMMENTS

  1. شهید میوندوال د سیپټمبر په ۲۲مه دکودتا په تور ونیول شو نه د دسیمبر په۲۲مه. دټایپ د غلطی په وجه د تاند د درنو لوستونکو څخه بخښنه غواړم

    اسحق زی

  2. از کارمندان واداره تتند سپاس ګذارم که مضمون جالب راجع به شهادت ميوندوال مرحوم نشر نموديد روحش شادباد

    کاکر

  3. سلام
    دغی لیکنہی ماتہ د شھید میوندوال ھغہ غوندہ را پہ یاد کرہ چی د پارک زر نکار پہ سیمہ کی پہ سونو خلکوورتہ غوز نیولی وہ کلہ چی موز لہ مکتب نہ را غلو د اخوان المسلمین دلہ د ارین ھوتل تہ نڑدی ولار ول شعلہ پو لہ او پیاوہ پلہ سرہ وہ د مارکسیزم وطن پلورونکی داطلاعاتو او کلتور وزارت سرہ ولار ول افغان ملت ھم پہ ھمدی سیمہ وہ خو د تولو دلو شمیرہ دیرہ محدود وہ چی خینی یی پنخوسو تہ ھم نرسیدہ
    ما د لومری خل لپارہ د شھید میوندوال خبری لہ نڑدی واوریدی د لیدو نکو شمیرہ، شور او خوگ پہ ستر گو ولید نوموری یو خطیب عالم، سیاست وال، او د بشپر شخصیت وزیر اعظم وہ
    کوردی د وطن فروشانو وران شی چی آفت یی لا دوام لری رشتیا ھم د شھید میوندوال سرہ ، ماما زر غون شا عارف رکشا او خان محمد پہ دسیسہ کی ھمدغو کمونستانو لاس درلود او دوی دغہ کار قصدو وکر خکہ د مساوات لہ حرکت نہ یی ویرہ درلودہ د شھید میوندوال شخصیت او پوھی تہ دا کاسہ اوکپری ھیخ شی نہ د
    روح دی شاد او جنت آل فردوس دی نصیب شی زموز ھیواد او ولس ور باندی ویاری

  4. Merhom Meiwandwal yau mili aw benulmilali shakhseat woh. Ke chere hagha ous ghdwandai wai no Afghanistan ba peh die ghamize akhta newai. Khodai tala de Ferdous Janat warte peh nazib kree. Amin ya Rabulalamin

  5. د انجنیر عنایت اسحق زی څخه یوه نړۍ مننه چه د شهید میوندوال په هکله داسی په زړه پوری لیکنه ئی دلته خپره کړله او د مرحوم میوندوال د ژوندانه او بالاخره شهادت په هکله لوستونکو ته ئی معلومات ورکړل.

  6. شهید میوند وال کله چه دمساوات ګوند مشر وو او دپارک زرنګار دپوهنتون داستادګاه سره یی خپلو پلویانو ته بیانه ورکوله زه په هغه وخت کی دپولی تخنیک محصل ووم دده مساوات ګوند نوی په فعالیت شروع کړی وه یعنی نوتاسیسه وو په سبا کله چه درسونو ته لاړو زموږ استاد (سعید افغانی) چه په اسلامی فلسفه کی یی دمصرنه دوکتورا راوړی وه دده دصدراعظمی دوری له کړو یی یاداوری وکړه خو په تاً سف حقیقت خلک پټوی دچا په وخت کی او ولی په شهادت ورسید هغه نفر چه میوندوال یی په شهادت ورساوه هغه نه غوښتل چه له ځانه لوړ اوپورته شخص په افغانستان کی وجود ولری (هغه خود خواه انسان وو) ولی یی په شهادت ورساوو ځکه میوندوال عالم وو تنها میوندوال نه بلکه داخوان المسلمین دګوند نه هم محیب الرحمان چه دپولی تخنیک محصل وو په شهادت ورسول سره له موسی شفیقه چه هغه هم یو وخت دافغانستان صدراعظم وواو دوه ماستری یی درلودی

  7. زه د یوی افغانی میرمنی په توګه ستاسی د ټولو په تیره بیا د تاند د ویپباڼی او د مضمون د لیکونکی څخه مننه
    کوم چه د دی لوی شخصیت په تاریخ مو رڼا واچوله. که داؤد خان د پرچمیانو په دام کښی نه وی نښتی او اواښاد میوندوال یی نوای شهید کړی اوس به افغانستان په اور کښی پروت نه وای او دا غمیزه به د افغانستان د تبهاهی سبب نه وای. دا چې صمد اظهر په بیرحمی سره میوندوال په شهادت رسولی لوی خدای دی ورته جزا ورکړی

  8. ما د لومری خل لپارہ د شھید میوندوال خبری لہ نڑدی واوریدی د لیدو نکو شمیرہ، شور او خوگ پہ ستر گو ولید نوموری یو خطیب عالم، سیاست وال، او د بشپر شخصیت وزیر اعظم وہ

  9. ارواښاد میوند وال رشتیا هم یو پوه او ملی شخص ؤ چي د داوود خان د جهالت او شورویانو د توطئې ښکار سو
    امّا د محترمی خور برېښنا جانی د پاکو احساساتو په اړه غواړم ووایم چي
    دا بد او رنځور حالت چي نن موږ ور سره مخ یو د ذهنی هندسې د ترسیم په چوکاټ کی د تعریف وړ ندی بلکه دا حالت یو اجتناب ناپذیر حالت دی د بده مرغه
    دا حالت د لویو قدرتونو د لوبو د سیسټم د فعالیت یوه منطقی نتیجه ده
    نو ځکه په روانه یوه پېړۍ کی د سیاسی رهبرانو رول یو اجباری رول ؤ نه یو اختیاری منتهی د ملامتۍ ګوزارونه ځکه دې رهبرانو ته توجیه کېدای شی چي هغوی د ټولنی سره هغه څه نکړه شریک کوم چي د شپې په تاریکه کی او یا حتی د ورځی په رُڼا کی ئې د سترو لوبو په ژوندیو ویډیو ګانو کی لیدل

  10. د ځینو سرچینو له مخي میوندوال د غزني په مقر کي زېږېدلی دي، نه د کابل په عاشقان و عارفان کي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب