نقيب احمد عزيزي
ما خپلې مور ته وژړل، هغه دومره وځورېده چې تاب يې نه درلود، دستي مې زړه کلک کړ، ژړا مې وخوړه، ځکه زه نارينه وم، بايد د هغې په خاطر مې ځان زيندۍ کړی وای…
خپلې مېرمنې ته مې وژړل، هغې ته زما په ژړا ځان د نړۍ تر ګردو کمزورې ښځه ښکاره شوه. ما د دې په خاطر اوښکې يخې کړې، بايد د هغې په خاطر مې ځان تر ستوني نيولی وای، ځکه زه نارينه وم…
زه چې ورور وژلم، ما سترګې ورته اوښلنې نه کړې، خوله مې زاريو ته را ټوله نه کړه، ځکه ما ته مې د نارينهتوب طوق را پر غاړه و، دا مې بايد د بېغيرتي په داغونو نه وای ناولی کړای، زه يې مړ کړم، ما اه و نه کړ، اوښکه مې تله نه کړه، ځکه زه نارينه وم…
ما مې ږيره وخرېيله، خو په جومات کې ورټل شوم، چې پرې مې ښووه، پر ګودر ريشخند شوم او چې کمه مې کړه، راته وويل شول چې يا به دې پرېښوده، يا به دې خرېيله، نه خدای خوشاله، نه ښځه خوشاله، ځکه زه نارينه وم…
ما ته هم ظرافت خوند راکاوه، په ما کې هم د انسان زړه و، خو د سينګار ټول توکي ښځو پر دې را نه غصب کړي وو چې دوی ښځې دي، زه نارينه يم، زه يې بايد يوازې روپۍ تيارې کړم، ځکه چې زه خو ښځه نه يم…
ښځې ما ته پېغور راکړ چې تاسې قوي نه ياست، موږ تاسې کمزورې کړې يو، نرواکي حاکمه ده، که موږ ته فرصت برابر شي، تر تاسې به لويې تورې وکړو، خو ما دا نهشوای پوښتلای چې ولې دومره اوږده زمانه زموږ نارينهوو جبر برقرار پاتې شوی، ايا دا پخپله ستاسې ضعف نه ښيي، ځکه ما ته مې خپلو نارينهوو ويل چې نارينه يم، بايد وشرمېږم چې له ښځو سره دلايل وايم…
ښځو ودګلم چې قوانين مو نرمحوره جوړ کړي، خو هيڅکله يې زما د مورچو پر دېوالونو زما وينې و نه کتلې، تر ټايرونو زه لاندې شوم، برچې زما سينې سړې کړې، مرمۍ تر ما ووتې، نړيوالو جنګونو زه دل کړم او چريکې حملو زما کولمې ورېبلې، د ځواک ۹۹ فيصده برخه ما تشکيلوله، سرحدونه ما ساتل، د تاريخ د تورو شرنګی زما پر ککرۍ خاموش شوی، ځکه زه نارينه وم، زه بايد جنګېدلی وای، هغه ارزښتونه بايد زما په وينه خړوب شوي وای چې ښځې يې د ځان په زيان او زما په ګټه بولي…
هغه قانون چې څلور ښځې يې روا کړې، ښځې يې نه راسره مني، خو د نفقې د ګټلو په وخت کې په همدې قانون استدلال راسره کوي، ځکه زه نارينه يم…
مېړانه يو صفت دی، ښځې چې غوسه شي موږ ته يې د پېغور په شکل وايي، که مې پر ورور ور توشوي هم زه بايد د همدې صفت په اغېز د دې په اشاره ښه حمله وکړم، ځکه زه مېړه يم، مېړه مېړانه لري، مېړانه د نر خاصه ده او زه نارينه يم…
زه د خپل نارينهتوب او جنسيت په ډېرو لویو لويو ډبرو ويشتل کېږم، خو زما اه څوک نه راسره بدرګه کوي، ما تر اوسه څوک د واقعي مظلوم په حيث نه مني، ځکه زه نارينه يم…
د ناموسي حريم سرسپارلی سپاهی زه يم، ما ته که کومه نجلۍ په بد نظر ګوري يا تېری را باندې وکړي، ښځې يې نه وژني، يوازې د خپل شخصي حسد په اساس يې ممکن بده واېسوي چې ما ترې غصب نه کړي، مګر که زما د ناموس لور ته څوک کوږ وګوري، زه يې بايد سر پرې کړم، که يې پرې نه کړم دووس کېږم، بايد وطن پرېږدم، ځکه زه نارينه يم…
پ
ر ما چې کومه نجلۍ ميينه شي او کور ته راشي، زه يې بايد هم د خپل سر په بدل دفاع وکړم، هم يې ولور زه وګټم، ځکه زه نارينه يم…
زه بايد د خپل اولاد په بدو ياد شم، ځکه هغوی يوازې زما اولاد ګڼل کېږي، که مې لور وتښتي، زما تر مېرمن يې ما ته پېغور ډېر راکول کېږي، زما شمله پرې له ځمکې ويشته کېږي، که زه هر څومره شخصي حرمت ولرم، اولاد په تذکره کې په ما پسې ليکلی دی، ځکه زه نارينه يم…
خدای «ج» هم د پيغمبري غوندې ثقيل بار ما ته را له غاړې کړی، ځکه زه نارينه يم، خو که نعوذ بالله له دينه بل دين ته واوړم، په اکثره رواياتو مې وژل جايز کېږي، د ښځو غوندې مصؤنيت نه لرم چې اتداد يې هم ژوند په خطر کې نه اچوي، ځکه زه نارينه يم…
زه په صراحت له يوه ايته څه چې له يوه مشهوره تعبيره يې يوه ذره نهشم تېرېدای، خو کابو ټولې نجونې د څلورو ښځو د جواز له ايته صريح منکرانې دي، خو څوک يې کافرانې نه بولي، ځکه زه نارينه يم…
د «ناقص العقلي والديني» د نسبت په نفې کولو کې يې زما ګرېوان ته لاس را اچولي چې موږ د نبي دا خبره نه منو، ځکه موږ خو عاقلانې او پوره مسلمانانې يو، مګر دې ته يې پام نه دی چې د نبي خبره نه منې، يعنې نبي د نبي په حيث يې نه منې؛ نو چې نبي نه منې پوره مسلمانه څنګه يې؟ او که دې دغه تناقض ته پام نه وي، عاقله په څه شي يې؟ که دې ور پام وي او فکر کوې چې موږ تېرباسې، بيا خو نو بېخي عاقله نه يې، دا اوس ته نفې کوې، که يې لا په اثبات رسوې… خو زه له تا سره دا بحث نهشم کولای، تر ما ستا د حقوقو بدرګچيان ډېر دي، ځکه چې زه نارينه يم…
ممکن ووايې چې زما د نارې بدرګه خو هم بېرته همدا تاسې نارينه کوئ، خپل حقوق هم پخپله ياد کړئ، دلته زه پوښتنه کوم چې تاسې ولې هيڅ وخت له ښځو موږ ته د حقوقو د اخيستو ناره پورته نه کړه، زموږ نارينه لګيا دي زموږ له نورو نارينهوو ستاسې د حقوقو د حصول داعيه چلوي، جنسيتي اخلاق مو ولې زموږ غوندې باظرفيته نه دي؟ ځکه چې موږ نارينه يو، ها!؟
ممکن ته استدلال وکړې چې موږ يوې هم ستاسې حقوق نه دي غصب کړي، خو زه وايم چې که موږ ستاسې فطري دوښمنان وای، ولې مو ستاسې قتل عام ته ملا نه ده تړلې، اوس هم موږ تر ښځو نارينه ډېر وژلي، په نړيوالو جګړو بلکې د بشري تاريخ په ټولو جګړو کې د نارينهوو په نسبت د ښځو وژل په وړو کې د مالګې هومره هم نه دي، حتی پر ما ملامته ښځه زه يوه چاپېړه نهشم وهلای، خپل نارينه مې احمق بولي، مګر دا چېرې ويلای شم، ځکه زه نارينه يم…
زه نه په زوره چيغې وهلای شم، نه پر چا بداخلاقي تاوانولای شم، نه څوک دا راسره مني چې زه هم عزت او حريم لرم او زما پر عزت او حريم هم تېری کېدای شي، ځکه زه نارينه يم…
زه منم چې ستا ډېر حقوق زموږ نارينهوو تر پښو لاندې دي او موږ لاندې کړي، مګر ولې خواخوږي يوازې له تا سره کېږي او زه پر دې مجبور يم چې بايد يوازې خواخوږی پاتې شم او خوږ نهشم!؟ ولې؟ ايا ځکه چې نارينه يم!؟
زه ولې ستا مقام ته د ځان په رسولو کوښښ نه کوم چې ته تل کوښښ کوې د مساوات او جنسيتي برابري شعار چلوې او هدف دې دا وي چې ته زما غوندې شې، ولې دا فکر نه کوې چې ته شايد پر خپل ځای سمه ولاړه يې، دا به د نارينهوو ستونزه وي چې ځان يې د خپل ماهيت په دايره کې نه دی تنظيم کړی، دا زه ولې ډاډه او چوپ ناست، دا اطمينان څه معنی، ايا دا زه ځکه لرم يا يې بايد ولرم چې نارينه يم…؟