دا جشنګوټی د روان کال د اکتوبر په نولسم، د (فردا) ټولنې په نوښت او زیار، د اسټرالیا په دوو ښارونو (ادیلاید) او (ملبورن) کې پېل او د اکتوبر په دوه وېشتم په بري سره پایته ورسید.
د (فردا) ټولنې چلوونکو په دې جشنګوټي (ګان) نوم ایښی چې په کال 2016 کې پېل شوی او لنډو فلمونو ته ځانګړی دی. د دې جشنګوټي سږنۍ ننداره په داسې حال کې د هېواد دسینما نامتو لوبغاړي سلام سنګي پرانستله چې په اسټرالیا کې مېشتو په سلګونو افغانانو او نورو مینه والو پکې برخه اخیستې وه.
(ګان) جشنګوټی غواړي چې د اسټرالیا خلکو او د سینما مینه والو ته، د افغانستان اصلي انځور وړاندې کړي.
دا حقیقت د (بامیان، د وړانګو مېنه) فلم کې ډېر روښانه لیدل کېدای شي. هغه انځور چې په ډېرو نړیوالو رسنیو کې لږ لیدل کېږي. (ګان) همداراز غواړي چې په اسټرالیا کې دافغاني فلم جوړونکو فلمونه او زیار نندارې ته کېږدي.
د )ګان) په درېیم جشنګوټي کې په افغاني فلمونو سربېره د نورو هېوادونو دري څلوېښت فلمونه هم وښودل شول چې ډېر یې د خلکو د ستاینې وړ وګرځېدل او لاسونه ورتهوپړکېدل.
دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې د (ګان) جشنګوټي په اسټرالیا کې میشت افغان ځوانان دې ته هڅولي چې په تیرو دریو کلونو کې خپل دېرش لنډ هنري فلمونه نندارې ته وړاندېکړي.
تیر کال د افغانستان د سینما ځوانه او بریالۍ لوبغاړې لینا علم، دې جشنګوټي ته د ژوري میلمنې په توګه غوره شوې وه چې دا خپله د افغانانو او افغانستان له پاره یو بری بللکېږي.
د (ګان) په سږني جشنګوټي کې ژوري پلاوې لاندې نه فلمونه د غوره فلمونو په توګه اعلان کړل چې ټول په خپل وار د (ملبورن) او (ادیلاید) ښارونو په سینماګانو کې وښودلشول:
1 – لومړنۍ ورځ، امریکایي فلم، د کال 2016 د اسکار ګټونکی،
2 – بامیان، د وړانګو مېنه، افغاني فلم، رفیع بهروزیان،
3 – څوارلسم ساعت، افغاني فلم، حسن موسوي،
4 – وروستنۍ شیبې، افغاني فلم، ذبیح الله صیفي عسکري،
5 – هیلو، اسټرالیایي فلم، اروین اروین،
6 – هوسۍ، افغاني فلم، عبدالحمید ماندګار،
7 – بنده څېره، افغاني – برتانوي ګډ فلم، رحمان عالمي،
8 – له کیسو څخه، افغاني – ترکي فلم، فرید احمد طاهري،
9 – بختي، افغاني فلم، حسن ناطقي.
د (ګان) جشنګوټي په پرانستونکې غونډه کې وویل شول چې هڅه کوي په دې لویه وچه کې د افغانانو په ویاړلي تاریخ ډېر کار وکړي. په عوض کې د (ادیلاید فلم) رییس وویلچې دوی خوشاله دي چې د دې فلمونو له لارې د افغانانو او افغانستان رښتینې څېره لیدلای شي، هغه څېره چې روان خونړي جنګ بدرنګه کړې ده!
دې جشنګوټي وښوده چې د اسټرالیا د (ادیلاید) او (ملبورن) ښارونو ځینې اوسېدونکي د لومړي ځل له پاره د اوږدو هنري فلمونو په ځای د لنډو فلمونو نندارې ته لاړل او خوشالهبېرته کورونو ته ستانه شول. دوی هیله څرګندوله چې بل کال بیا داسې لنډ ښایسته هنري فلمونه وویني!
لیکنه: شهباز