شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهروستار تره کیوسله وال مقاومت د یو پیچلې آزمون په درشل کې

وسله وال مقاومت د یو پیچلې آزمون په درشل کې

دوکتور م، عثمان تره کي

څو ورځې وړاندې په قطر کې د وسله وال مقاومت د سیاسي دفتر یو پلاوې پاکستان ته مسافرت وکړتر څو چه له طالب مشرانو، پاکستاني چارواکو او د امریکا ځانګړې استازې سره په افغانستان كې د سولې په اړه خبرې وکړي.

مذاکرات د جګړې د اړخونو له خوأ په یو حساس وخت كې تر سره کیږي. طالبان د یوې سختې آزموینې سره مخ دي. دوي باید سیاسي نبوغ ولري چه د متخاصمو اړخونو متضادې ګتې په یو واحد کانال کې ځاي په ځاي کړي او په تپه دریدلې سولې کاروان ته حرکت وروبښي.

* * *
په تیرو اولسو کلونو کې امریکا د افغانانو د مقاومت د ځپلو په موخه د وسله والو مخالفینو برخه لیک او ورسره په افغانستان کې د سولې او جګړې موضوع پاکستان سیمه ایزه ستراتژي سره تړلې وه. پاکستان د تروریزم پر ضد د امریکا جنګي مؤتلف، د خپل تول ظرفیت په ګته اخیستنې سره د دیورند په دواړو خواو کې په قتل او وراني لاس پورې کړ. د امریکا په پولي مرسته د پښتنو په زړه کې اغزن سیم وغزول، د پښتونخواه بر قبایلي متنازع فیه سیمو خپله قبضه ولګول او د افغانستان سهیلي سیمو د توغندیو تر ګوذارونو لاندې راوستل.

خو نن چه د سیمې په کچه د سولې وروستیو هلو ځلو حساس پلاو ته ورننوتې، باید د دواړو ګاوندیانو ترمنځ د ورورولي پر بنست حساب او کتاب ته هم پام واړول شي.

د اشغال ضد جګړې په حالت کې د افغانستان ملي ګتې له تولو هغو هیوادونو سره تړل کیږي چه د مقاومت په ملاتړ ولاړ وي . موږ افغاني مقاومت مجبوریتونو ته په پام سره دا منو چه هغوي د اشغال ضد جګړه ایزو عملیاتو د ترسره کولو په مقصد پاکستان ملاتړ ته اړ وو او تر هغه وخته پوري اړې پاتې شي چه جګړه دوام ومومي. خو کله چه د سولې خبرې مطرح کیږي افغانستان ځانته ځانګړې ګتې لري چه باید د مقاومت له خوآ تمثیل شي. دلته د طالبانو سیاسي خپلواک دریز د یوه حیاتي اړتیأ په توګه مطرح کیږي.

خو واقعیت دا دي چه د سولې په پروسه کې د پاکستان سیاست د طالبانو د خپلواک دریز سره په تقابل کې راځي.

د جګړې د دوام په موخه مقاومت په جنګې کمزورې حالت ساتل د پاکستان او امریکا ګده ناکامه پروژه وه. اوسمهال چه د سولې خبرې مطرح کیږي د افغانستان ملي ګتې چه باید د یو پیاوړې مقاومت له خوآ تمثیل شي د پاکستان له ګتو سره په تکر کې راځي.

یوازې یو پیاوړې خپلواک طالب غورځنګ، سولې ته لاره هواره او افغانستان آزادولي شي.

که مقاومت د پاکستان تر قیمومیت لاندې د سولې په خبرو کې د عجز او کمزور دریز نه ورداخله شي او د یو خپلواک غورځنګ په توګه د افغانستان د ملي ګتو نه دفاع ونکړي، د جینوأ تړون په څیر ( د افغانستان نه د شوروي پوځیانو د وتلو تړون ) افغانستان یو وار بیا د ګاوندي هیواد په « عمق ستراتژي » بدلیږي او جګړه دوام مومي :

داسې یو افغانستان چه په کې د پاکستان تحت الحمایه افغان طالب ملیشیې واکمن وي او د « آي ، اس ، آې » د کمیشن کارو ملایانو په فتوأ، دیني مقدسات د ککړ سیاست په موخو وکاروي، د سیمې د هیوادونو او په ځانګړې توګه د هندوستان له جګړه ایزو ګواښونو سره مخ کیږي.

په اتلس کلن جګړه کې ، پاکستان طالبانو ته د یو حقیر جګړه مار لاسوند په توګه کتلې او هیڅکله ندې منلې چه د سولې په بهیر کې د مستقل دریز پر بنیاد د افغانستان ملي ګتې د پاکستان د ګتې نه جلآ کړي.

خو اوسمهال چه امریکا د طالبانو سره مستقیمو خبرو ته کیني یعنې جنګي ستراتژي د سولې په پروسه بدلوي باید داسې لارې چارې ولټوي چه په ترڅ کې یې وسله وال مقاومت د پاکستان د قیمومیت نه ځان وږغوري او سولې پروسې ته د یو خپلواک ځواک په حیث ورګد شي.

امریکا او ورسره پاکستان باید پدې باندې ځان پوه کړي چه د یو اشغال ضد مقاومت دریز د جګړې په بهیر کې هرو مرو د میلمه پال هیواد تر اغیز لاندې د سولې د وخت د دریز سره توپیر لري. د همدغه واقعیت په نظر کې نیولو سره امریکا که واقعآ سوله غواړي باید مخکې لدی نه چه د طالبانو سره د سولې مذاکرات تاکونکې پړاو ته ورسیږي، هغوي ته زمینه برابره کړي چه د پاکستان د تحکم نه ځان وباسي. دغه خبره باید د پاکستان سره د دشمني په معنا تعبیر نشي. یو خپلواک افغانستان، د دواړو جنګ ځپلو هیوادونو تر منځ د سولې او امنیت ذمه واري کولي شي. برخلاف تجربه ښودلې چه تر بل واک لاندې افغانستان سیمه ایز ستراتژیک اندول له منځه وړي او نهایتاً سیمې ته د نا امني او جګړې د صدور په سرچینه بدلیږي. د جګړې تاوان زیاتره پاکستان ته رسیږي.

که پاکستان د افغان طالبانو مستقل سیاسي هویت ونپیږني د وسله وال مقاومت د آزاد او خپلواک دریز د ضمانت په موخه دوې لارې پاتې کیږي:

لمړي – د قطر د دفتر مرکزیت تینګول.

باید په پاکستان کې میشته طالبان د خپل مشرتابه نه نیولې تر دفتر او دیوان پورې قطر ته منتقل شي. پدې توګه په دوحه کې د ملأ هبت الله آخوند، حقاني شبکه او د کویتې شورأ په حضور د سولې په اړه د طالبانو پریکړې مرکزیت او پیاوړتیأ مومي . د طالبانو د رهبري جوړښتونو د دریزونو تر منځ جغرافیایي او سیاسي ثنویت او خداي مکړه د انشعاب خطر له منځه ځي.

دوهم – طالبانو ته د پاکستان د جغرافیأ نه لري، د افغانستان په شمال کې یو یا څو ولایتونه وسپارل شي. په شمال کې د طالبانو فزیکي او سیاسي حضور د هیواد د ځمکني بشپړتیأ ضمانت کوي او د طالب ملیشیې په منځ کې د پاکستان د نفوذو مخه نیسي. دوي هلته د خپلو کورنیو سره میښته کیږي. د طالبانو رهبري شورأ د همدغه ځاي نه د سولې او جګړې په اړه پریکړه کوي.

د دواړو وړاندیزونو نه هر یو که د واقعبیني او حسن نیت له مخې پلې شي د سولې، ثبات په لور لاره پرانیزي. د افغانستان د خپلواکي بنست تینګوي پدې شرط چه د یو انتقالي پړاو په رامنځته کیدو کې توافق او وروپسې لاندې تکې ته پام واړول شي :

– په تولو جبهاتو کې د اوربند اعلام

– د طالب بندیان خلاصون

– د طالبانو په مسافرتونو او پولي شتمنیو باندې محدودیتونه او بندیزونه الغأ

په انتقالي پړاو چه د مسلکیتوب په بنست باندې جوړیږي، وسله وال مخالفین د نظام یوه برخه تشکیلوي. طالب مسلکي کسانو ته د امنیتي چارې یوه لویه برخه سپارلې کیږي. طالب ملیشیې ملي اردو ته مدغم کیږي.

پدې حساب مقاومت چه مخکې د افغانستان په نیمیایي برخه کې کنترول لرل د نوې حکومت د شریک په توګه په ښه حالت کې واقع کیږي او د پیاوړې دریز په بنست د بهرنیو قوتونو برخه لیک تاکي.

که د طالبانو سره مذاکرات دومره پرمختک وکړل چه اړخونه یې د یوه انتقالي پړاو په اړه توافق ته ورسییږي، د جګړې د دوام 2018انګیزه له منځه ځي او مقاومت د جګړې په موخه د هیڅ لورې وسلې او لوژستیک مرستې ته اړتیا نلري. پاکستان د جګړه ایز قوت الظهر په توګه خپل رول له لاسه ورکوي.

د یادې شوې دوه وړاندیزونو نه یو وړاندیز باید د ناتو، روسیه او چین په ګدون یوه سیمه ایزه غوندې ته وړاندې شي. غونده د ملګرو ملتونو په سروالي جوړیږي او په کې طالب سیاسي مشرانو او ملیشېائې ځواکونو ته په ورسپارلو شویو ولایتونو کې جاني او مالي ضمانت ورکول کیږي. سر بیره پر دې غونده په دوحه کې د طالبانو پراخه شوې سیاسي دفتر مصئونیت تضمینیږي.

طالب ملیشیې د افغانستان په شمال کې د روسانو د نفوذي سیمو سره نږدې کیږي. خو په افغانستان کې د طالبانو په لمسونه د روسانو د مداخلې نګراني پدې دلیل نه مطرح کیږي چه د اوربند او سولې په پروسه کې د روسانو او طالبانو د جنګي اړیکې منطق له منځه ځي. کله چه مقاومت د نوې نظام په یوه برخه بدلون وموند، د سیمې هیوادونه او د هغې جملې څخه روسان جبراً د نوې حکومت سره چه وسله وال مقاومت په کې غړیتوب لري ، اړیکې برقراروي .

وسله وال مقاومت د یوه پیچلې آزموینې چه په کې خپل سیاسي راتلونکې او ورسره د سولې او جګړې برخه لیک تاکي په درشل کې قرار لري. هیله من یو چه د آزموینې پایله په وینو ککړ ملت ته سوله، امن او آزادي سوغات ور په برخه کړي. « پاي »

فرانسه

08/12/2018

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب