دوشنبه, مې 6, 2024
Homeداسې هم شتهساینسله شمسي نظامه دباندې کاربون لرونکې سیاره

له شمسي نظامه دباندې کاربون لرونکې سیاره

تاند- د فضايي علومو څېړونکي وايي چې له شمسي نظامه دباندې یې یوه کوچنۍ سیاره موندلې چې زیات کاربون لري.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهانو دا سیاره ګۍ د هابل ټیلسکوپ په وسیله کشف کړې ده.

دوی وايي، تراوسه نه پوهېږي چې دا سیاره ولې له شمسي نظامه بهر ده.

څېړونکي وايي، دا کوچنۍ سیاره یا عجیب اسمانی شی (Kuiper Belt Object) له کاربون څخه ډکه ده.

دا له شمسي نظامه دباندې لومړنۍ سیاره ده چې کاربون پکې لیدل کېږي.

ساینسپوهان وايي چې دا سیاره د مریخ او مشتري د وړو سیارو په کمربند کې جوړه شوې خو د خلق کېدو له ځایه څو ملیارد کیلومتره لېرې یعني کوپییر بیلټ ته رسېدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب