جمعه, فبروري 6, 2026
Homeداسې هم شتهساینسد جنوبي قطب د کنګلونو ویلي کېدا چټکه شوې

د جنوبي قطب د کنګلونو ویلي کېدا چټکه شوې

تاند- نوي څېړنې ښيي چې په وروستۍ یوه لسیزه کې په جنوبي قطب کې د کنګلونو ویلي کېدا چټکه شوې ده.

د ټیلګراف ورځپاڼې له راپور سره سم، په نړۍ کې د هوا تودوالی سبب شوی چې په درسته نړۍ کې د اوبو سطحه تر ۲۵ کلونو مخکې درې برابره چټکه زیاته شي.

په تازه څېړنو کې ویل شوي چې د جنوبي قطب د کنګلونو د ویلي کېدو له کبله د سمندر د اوبو سطحه یا اندازه له ۱۹۹۲ م کال څخه  را په دې خوا تر اوسه پورې ۸ میلي متره لوړه شوې ده.

تر ټولو زیات تغییر په وروستیو ۵ کلونو کې راغلی دی.

څېړنه وايي چې د سمندرونو په غاړه اوسېدونکي خلک له زیات خطر سره مخامخ دي.

دا څېړنه ۸۴ څېړونکو د ۲۴ سپوږمکیو په مرسته کړې ده.

د څېړنې یوه لیکونکی اندروی شپارد وايي، له کلونو راهیسې دوی اټکل کاوه چې د مځکې په اقلیم یا هوا کې بدلون د جنوبي قطب پر کنګلونو اغېز لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...