یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد الیکترونیکي موټرو لپاره چټک چارجر جوړ شو

د الیکترونیکي موټرو لپاره چټک چارجر جوړ شو

تاند- په داسې حال کې چې برقي یا الیکترونکی موټرونه په ډېرېدو دي، هڅه کېږي چې د دغو موټرو د بېټریو قوت زیات شي او د چارج کېدو وخت یې رالنډ شي.

په جرمني کې د موټر جوړولو یوې کمپنۍ د الیکترونیکي موټرو لپاره یو چټک چارجر جوړ کړی دی.

د دې چارجر په مرسته د ۴۰۰ کیلو متر لارې لپاره چارج، چې اوس ۸۰ دقیقې وخت ته اړتیا لري، ۲۰ دقیقو ته رالنډوي.

پورش کمپنۍ په برلین کې د خپل دفتر مخته دا چارجر کېښود.

دا چارجر له برښنا سره وصل دی او دې ته تیار دی چې د خلکو د موټر بېټرۍ، چې تراوسه پورې په ۸۰ دقیقو کې چارحېږي، په ۲۰ دقیقو کې چارج کړي.

دې کمپنۍ ویلي چې په ۲۰ دقیقو کې د دوی چارجر الیکترونیک موټر ته د ۴۰۰ کیلومتر مزل کولو امکان یا انرژي برابروي.

اوس دا چارجر د پورش کمپنۍ مخته په ازمېښتي ډول ځای پر ځای شوی خو ژر به د جرمني په نورو برخو او امریکا کې هم نصب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب