یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهساینسسامسونګ د لمریزې انرژۍ ۴۲ زره پینلونه نصبوي

سامسونګ د لمریزې انرژۍ ۴۲ زره پینلونه نصبوي

تاند- سامسونګ کمپنۍ ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۰ پورې به د لمریزې انرژۍ په برخه کې خپل فعالیت زیات کړي.

دا کمپنۍ غواړي چې ۴۲ زره لمریز پینلونه یا شیشې نصب کړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، سامسونګ، چې په نړۍ کې د موبایل ټېلفونونو تر ټولو ستر شرکت دی، وايي چې تر ۲۰۲۰ پورې په امریکا، اروپا او چین کې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې فعالیت زیاتوي.

تر دې وړاندې د امریکا په سیلکان ویلي کې د ټکنالوژۍ ځینو نورو شرکتونو په تېره بیا اپل کمپنۍ ویلي و چې د لمریزې او تجدید کېدونکې انرژۍ په برخه کې پانګونه کوي.

سامسونګ په جنوبي کوریا کې سږ کال په ۲۴ زره مترمربع ساحه کې د لمریزې انرژۍ شیشې نصبوي.

حاضردمه د جنوبي کوریا په سلو کې یوازې ۶ انرژي تجدید کېدونکې انرژي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب