یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونجنګ بس دی | استاد سعدالدین شـــپون

جنګ بس دی | استاد سعدالدین شـــپون

لرغون به زموږ کورنۍ کې شامدام ایډیالوژیکې جنګ و، تر ما کشران له یوې مخې خلقیان، مشران اخوانیان. بیا په غم ښادۍ نه خلقی نه اخوانی. د آیډیالوژۍ دې خو نه ورانه شي، یو نقص یې دا دی چې یو وارې اختلاف ورکې راغی بیا پخلا کېدنګ نه لري. د کمونېزم د ړنګېدو سره سره بیا هم زموږ د کورنۍ مشران او کشران  یو بل ته لا هم خرپېږي. فېلسوف علامه محمد دین ژواک همدې ته کتل چې ویل یې ښوه به لرګی نشي، مرتجع به سړی. یو مثال به د حاجي راوړم قریبه نیمه پېړۍ مې یار پاتې شوی خولا مې هم په تعصب تورن کوي. کیسه یې دا ده.

یوه ماشوم مې د کور تلفون ته د ځواب مشین ورلګولی چې که څوک را ته تلفون وکړي او موږ نه یو نو چالانېږي:

نه شپون شته نه شپنه

چې دوی راشي په ستنه

تلفون به بیا در وکا

چې دا نه کا نور به څه کا؟

په دې کې د ټوکو یو عنصر هم پروت دی، وکا، نه کا، شپون، شپنه…. بله دا چې امریکا کې چې تلفون کې پښتو واورې لا خوند کا.

وړمه ورځ موږ نه وو، حاجيٍ تلفون کړی و. ماشین کې یې دا پیغام پرېښی و.

ګمشو، پشتو پشتو بازي ته بان عدل فارسي ګپ ده که کل مردم بفامن.

د حاجي دې خبرې په فکر کې واچولم. هر قسم ورخ مې چۍ ورخلاصاوه ژبني تعصب ته خلاصېده. دا مې پخوا هم د فارسیوانانو وروڼو نه اورېدلي خو داسې مې انګېرله چې دا به له بې سوادۍ کوي. مګر اوس دې نتیجې ته ورسېدم چې د دوی لوستی او اعلم د دوی اغلظ دی. ورسره دې نتیجې ته ورسېدم چې د یوې ټولنې ژبه هم لکه د کلچر نورې خواوې، ځان تر نورو ژبو بره ګڼي، د نورو سره یې جوړه نه ده او چې ډېر له زغم نه کار واخلي ایله متارکه ورسره وکړي. پام مې شو چې که ما د اسلام احکامو ته پام ساتلی وای نو تیار به پوه وای چې کل قوم بما لدیه فرحون. ټول یو مني دي، نیم منی مه غواړه. کلچر دوه سترګې لرې، چې بل پرې ویني هغه ړنده ده. دین  او نور عقا یدهم همداسې بو یه: د هغه بل لوري باطل دي. عوامو کې مشهوره ده چې د پیغمیر صیب په زمانه کې چا پښتو د دوزخ ژبه وبلله، نو د اسلام په لښکر کې پښتنو سپایانو اعتصاب او کوم مشهور جنګ ته یې له تلو انکار وکړ چې بې هغې هم موږ دوزخیان یو نو ولې هسې بېځایه ځانونه مړه کړو ! پیغمبر صیب پرې خبر شو نو ورته ودرېد او ویې فرمایل «سپرېږﺉ ځوانانو!» پښتنو ولېدل چې خپله مبارک پښتو وايي، هغه خو جنتي دی نو دې کې به ضرور حکمت وي. هماغه و چې خالد بابا د اسلام په لار کې ډېرې سوبې وکړې. د پښتنو د ایمان راوړو پورې هم همداسې روایتونه پرېمانه دي.

زه فکر نه کوم چې پارسي ژبي دې د سپکاوي په نمت داسې چټیات په ښاخۍ باد کړي، هسې خو په زړونو کې سره خواږه دي، یو له بله یې رغېدن هم نشته، خو لړم خواره کی هم چیچل له بدنیتۍ نه نه کوي، همدا یې طبیعت دی. وړمه ورځ، ډاکټر محب زغم  چې تازه له وطن نه راغلی، تلفون کې زما همدې پیغام ته کټ کټ خندل ځکه چې په مانا یې رسېدلی و. خبره مې په عقایدو او ایدیالوژۍ شروع کړې وه چې پخلا کېدل یې مشکل دي. زه خپله لا تر اوسه د ورېرونو او خور یو نو په نزد مرتجع یم، زما په نظر هم دوی لار ورکي دي. عجیبه لا دا چې زما یار، مولوی خالص هم زما او کمونستانو فرق نه کاوه. چې شکایت مې ورته وکړچې ولې نظر ما ته پلانکی ملحد ورباندې ګران دی، نو خندل یې چې هغه کمونست دی، زه اخوانی. د دواړو جوغې پر سر، له ورایه ښکارو. خو ته نه کمونست شوې نه اخواني. یو وخت عین همدا خبره افغان ملتي امین واکمن هم کوله: در مذهب ما بدنام، بهتر بود ازګمنام+ جبریل امین ګر نېست، شیطان لعین باشد. زه دا نه منم، همداسې ورک نومی ښه یم. پنځوس کاله پس به زه، خالص، واکمن ټول یو موټی هېرې شوې خاورې یو.او که خالص، داسې وګڼه چې څو ورځې تر موږ زیاتې یاد هم شي، انجام یې اېرې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب