یکشنبه, مې 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسخورا سپک قاتېدونکی بایسکل

خورا سپک قاتېدونکی بایسکل

تاند- له ډېره وخته په دې فکر کېږي چې سپک او په عین حال کې قاتېدونکي بایسکل جوړ شي چې خلک یې د تفریح او سفر په وخت له ځان سره یووړلی شي.

د بایسکل د مینه والو دا هیله پروډرایف (Prodrive) کمپنۍ پوره کړه.

دې کمپنۍ د همینګ بریډ (Hummingbird Electric) په نوم سپک او قاتېدونکی بایسکل جوړ کړی او وايي چې په نړۍ کې تر دې سپک بایسکلونه نشته.

بې له شکه قاتېدونکي بایسکلونه تر دې وړاندې هم جوړ شوي او خلک ورڅخه کار اخلي خو د پروډرایف کمپنۍ د بایسکلونو لویه ځانګړتیا دا ده چې سپک دي او په اسانه یې څوک په لاس کې وړلی شي.

د دې بایسکل وزن څه باندې شپږ نیم کیلو دی.

د دغه بایسکل په باډۍ کې له کاربون څخه کار اخیستل شوی، انجن یې ۲۵۰ واټه او د لیټیم بېټرۍ یې په ساعت کې ۱۶۰ واټه ده.

بله ښېګڼه یې دا ده چې بلوتوت پکې کار کوي چې له دې لارې له ځیرک یا سمارټ هیډفون او کمپیوټر سره وصل کېږي.

د دې بایسکل هیډفون د لارښود یا نیفي ګېټر کار هم ورکوي.

د سرعت په اړه یې ویل شوي چې په پیل کې یې سرعت په ساعت کې ۸ کیلومترو ته رسېږي خو وروسته وروسته په ساعت کې ۲۵ کیلومترو ته زیاتېدای شي.

بېټرۍ یې په دوه نیم ساعته کې چارجېږي او اوس یې بیه ۶ زره ډالره ټاکل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب