دوشنبه, مې 6, 2024
Homeداسې هم شتهساینسجاپاني ستوربېړۍ یوې سیاره ګۍ ته چې اوبه لري، رسېدلې

جاپاني ستوربېړۍ یوې سیاره ګۍ ته چې اوبه لري، رسېدلې

تاند- د جاپان یوه ستوربېړۍ له مځکې ۳۰۰ ملیون کیلومتره لېرې په فضا کې یوې سیارې یا سترې تیږې ته نژدې شوې ده.

د جاپان د فضايي تحقیقاتو ادارې (JAXA) نن /چهارشنبه/ وویل، که د دې سترې تیږې نمونې یا سیمپلونه واخیستل شي؛ ښايي د شمسي نظام د رامنځته کېدو او د ژوند د لومړنیو پړاوونو په اړه معلومات ترلاسه شي.

د جاپان کوچنۍ ستوربېړۍ، چې (هایویوسا – ۲) نومېږي، له ۳ کاله سفره وروسته د دې تیږې ۲۰ کیلومترۍ ته رسېدلې ده.

پر دې سیاره (ري یوګو) Ryugu نوم ایښودل شوی دی.

ري یوګو جاپاني کلمه ده چې معنا یې د ښامار ماڼۍ ده. د ښامار ماڼۍ په لرغونو جاپاني افسانو کې د سمندر په تل کې یوه ماڼۍ ده.

د معلوماتو پر اساس په ري یوګو ډبره کې زیاته اندازه اورګانیک یا عضوي مواد او اوبه شته چې د ژوند منبع ګڼل کېږي او ساینسپوهان هیله لري چې د دې ډبرې نمونې به زموږ په خپله مځکه کې د ژوند د پیل په اړه معلومات راکړي.

د هغې په تصویرونو کې ښودل کېږي چې لوړې ژورې لري.

دا سفینه، چې د یوه فریج یا یخچال هومره ده، د لمر په انرژۍ چلېږي او په راتلونکو میاشتو کې پر دې ډبرې کښېني څو داسې نمونې ورڅخه واخلي چې د ژوند د سرچینې او پیلامې په اړه معلومات ترلاسه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب