سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیايو ګېلاس دغه اوبه وڅښئ او خېټه مو ويلي کړئ

يو ګېلاس دغه اوبه وڅښئ او خېټه مو ويلي کړئ

ډاکټر اجمل درمان || 

د غټې خېټي د کمولو لپاره بېلابېلې لارې شته خو ډيری يې هغه نتيجه نه ورکوي چې خلک یې غواړي. څوک د بدن ښکلا تمرين کوي چې وزن يې کم شي او ښکلی اندام ولري خو ځينې نور بيا د بوختياوو له امله د ورزش وخت هم نلري. نن درته داسې جادويي اوبه جوړوم چې په څښلو سره به يې په يوه اونۍ کې څلور کېلو وزن کم کړئ.

اړین مواد

اته ګېلاسه جوش اوبه

شل پاڼې نعناع (ويلنی)

دوه دانې ليمو

يو دانه بادرنګ

يوه ټوټه زنجفيل (ادرک)

جوړولو طريقه: لومړی اته ګيلاسه پاکې اوبه جوش کړئ، بيا يې پريږدئ چې سړې شي. بيا له بادرنګ څخه پوستکی وباسئ ، ټوټه ټوټه يې کړئ او بيا يې اوبو کې واچوئ. بيا ليموګان پاک ومينځئ ټوټه ټوټه يې کړئ او اوبو کې يې واچوئ. بيا د نعناع پاڼې هم په اوبو کې واچوئ. بيا له زنجفيل پوستکی لري کړئ او ټوټه ټوټه يې په اوبو کې واچوئ. اوبه په یخچال کې کيږدئ او يا يې د شپې لخوا يخې هوا ته کيږدئ.

استعمال: د دغو اوبو د څښلو لپاره کوم ځانګړی وخت نشته خو تاسو کولی شئ چې له جوړولو يوه شپه وروسته يې هر وخت په تشه خېټه په کافي اندازه وڅښئ. له هر خوراک نيم ساعت مخکې په نهاره څښل يې غوره پايله ورکوي. که په پرله پسې توګه يې وڅښئ نو په يوه اونۍ کې دننه به څلور کېلو وزن کم کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب