پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeداسې هم شتهساینسموبایلونه د مځکې په تودولو کې رول لري

موبایلونه د مځکې په تودولو کې رول لري

تاند- یوه تازه څېړنه ښيي چې موبایلونه او نور الیکحترونیک وسایل د مځکې په تودولو کې رول لري.

د دې څېړنې پر اساس، چې په جورنال اف کلینر پرودکشن (Journal of Cleaner Production) کې خپره شوې ده، موبایلونو تر ۲۰۱۰ پورې ۴ فیصده ګلتوني یا مضر ګازونه خپرول، خو تر ۲۰۲۰ پورې به په سلو کې ۱۱ ته زیات شي.

تراوسه پورې د ګلتوني ګازونو اصلي عامل د کاربون یا لوګیو، فوسیلي انرژۍ لکه تېل، د کانونو استخراج او د هغو وړل راوړل بلل کېدل خو ډېر لږ کمپیوټر او موبال ته ګوته نیول کېده حال دا چې دا دواړه د هوا په تودولو او د ګلتوني ګازونو په خپرولو کې رول لري.

د جوزنال اف کلینر پروډکشن په خپرونه کې خپره شوې څېړنه وايي چې کمپیوټرونه، لپ ټاپونه، مانیټرونه، موبایلونه او ټبلېټونه او دغه راز مخابراتي مرکزونه د نړۍ د هوا په تودولو کې ونډه لري.

څېړنه وايي چې د موبایلونو ګلتوني ګازونه به، چې اوس په کال کې ۱۷ ټنه دي، ۱۲۵ ټنو ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب