تاند- د جوراب جوړولو یوې کمپنۍ نیوروفبریک (Neurofabric) د دیابت یا شکر د ناروغانو لپاره یو ډول نوې جورابې جوړي کړي چې ځانګړي سینسرونه لري.
دا ځیرکې یا سمارټ جورابې د ناروغ په پښو کې د ټپ د رامنځته کېدو احتمال څاري.
د شکر ناروغان ژر ژوبلېږي او وینه یې عموماً په اسانه نه درېږي او له بلې خوا ناروغ پرې نه پوهېږي چې ټپي شوی او که نه دی ځکه چې یو ډول بې حسي ورته پیدا کېږي.
که ناروغ د پښې پر ټپ پوی نه شي او زخم عفونت پیدا کړي؛ نو ډېر ځلې یې یوازینۍ درملنه دا وي چې د پښې ټپي شوې برخه پرې کړل شي.
د نیوروفبریک (Neurofabric) کمپنۍ د سایرین ډابیټیک (SirenDiabetic) په نوم جورابې؛ سینسرونه لري او د شکر د نارغانو ټپ دې ته نه پرېږدي چې خراب شي.
سایرن دیابیټیک کمپنۍ په هرې جورابې کې سینسرونه نصب کړي. دا سینسرونه په منظم ډول د پښې حرارت په ۶۰ برخو کې څاري. که په یوه برخه کې د پښې تودوښه زیاته شي، معنا یې دا ده چې د پښې دا برخه ژوبله شوې ده.
جوړوونکې کمپنۍ وايي چې د دغو جورابو پښو کول اسانه دي او د کالو مینځلو په ماشین کې مینځل کېدای شي.