پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند اخځ موثفیت ..... اړین دی، د زیار سوغات

د اخځ موثفیت ….. اړین دی، د زیار سوغات

د پروتو لام کیسه را ته فهیم صیب کړې. رازمحمد ویښ زموږ اداری مامور و. موږ کابل رادیو کې د پښتونستان پروګرام جوړاوه. په هر پروګرام یې لمن روپۍ راکولې. ویښ صیب یې هم شوقي و، نو تل به ټېم بې ټېمه راغی او زموږ د ورځې بحثونه یې چې د یو بل او کله لا د چایو په وخت کې د یوه مېزه چارچاپیره کول اورېده. نو یوه ورځ مو وپتېیله چې معلومه کړو چې ویښ صیب زموږ له خبرو مقاله لیکي او که له ځانه. نو مو د پروتولام بحث شروع کړ. پوهېدو چې د دروازې شاته سړی موږ ته څک دی. پروتولام مو ښه وڅېړه چې پاکستانیان یې د پښتنو په ضد کاروي. (اصل کې دا لغت بې معنا و او موږ خپله په همدې نیت جوړ کړی و) په اوو بجو چې د پښتونستان پروګرام پیل شو نو اوله خو ترانه وه چې:

 مسته به دې خاوره کړم په وینې مستانې زما     ای زما و طنه د لالونو خزانې زما.

 بیا نو د ویښ صیب وار و چې ویل یې د پښتنو پروتولام ان د مارګلې ترغرونو ټول پاکستان او بیا په نړۍ کې د ده  د بادارانو په راج علاقه کې څرګند دی، مګر د انصاف خبره دا ده چې هر ملک ځانله پروتو لام لري او بل ملک ته نه ښايی چې خپل پرتولام چې ډډوزې یې خېژي هېر کړي او ګوته د بل هېواد پروتولام ته ونیسي. بیا پروتولام تر پروتولامه دی، د ځینو غټ د ځینو واړه………..

هغه پروګرا م په درز کې تېر شو او ویښ صیب ته یې د حروفو په شمېر حق الزحمه ورکړه. تر اوسه چا پوښتنه نه ده کړې چې دا (پرو تولام) څه ته وايي.  پرون مې تاند کې یوه مقاله کتله. دا جمله یې مهمه برخه وه:

« د اخځ موثقیت په میخانیکي مواردو کې اړین دی» د(ړ او ځ) نه یې پوه شوم چې خامخا پښتو دی، خو قسم مې دې نه وي چې د جملې په مانا مې سر نه شو خلاص.

دا موضوع ځکه ما ته مهمه ښکاره شوه چې ساعت دمخه په فېس بوک کې کوم ښاغلي ما ته لیکلي وو چې (و، نه و، یو شپون و) یې ځکه ونه لوست چې توري یې ده ته نا آشنا وو، نو ما ورته ولیکل چې که د هغو لست راواستوي هم به یې معنا کړم او هم به خپله لیکنه اصلاح کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب