دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند دوو مساپرو اختر | استاد سعدالدین شپون

د دوو مساپرو اختر | استاد سعدالدین شپون

خلک وايی چې را غلی بیا اختر دی

دا چې چا باندې اختر دی خدای خبر دی.

پښتانه  «دا چې» نه وايي، فارسۍ کې چې «اینکه» وايي هم ما ته سم نه ښکاري. مګر خبره یې پخه کړې.

 خو تر ده ملنګجان ښه وینا کړې چې:

یو پلو مېلې دي اخترونه دي        بل خوا مې ورېرې سر تورسرونه دي

 زه له دې اختره لاس په سر ولاړم     دې اختر ته وخاندم که و ژاړم

بې هغې هم د حاجي په وینا اختر تکراري شو. بیا هم دواړه لاړو ، یوه اوزه (اوز) مو په شریکه واخیسته. بلکه نرکښ و، د وردګو په وینا،  دره دره  ښکرونه لکه د پکتیاوال شمله ، دره دره اوږدوړي شګنکي ورپورې ټالۍ وهه. اول کې خو د اوغان مارکېټ اورته بولاقي قصاب  د ځانه ملا جوړ کړ چې په اوزه کې دوه کسه نشي شرکېدلی، نو دوه واخلئ، خو چې حاجي ځان ورته خوارنجوکی او سرطان وهلی وښود  نو یې د یوه  وزرا سره ومنله. غاښونه یې را ته وشمېرل چې کنډو نه دي، ږیره یې کش کړه چې بغارې یې ووتلې. حاجي په رضایت وویل، دیګه بزریش نېست، په موټي کې یې ونیوله، ملای تره خېل است .دا اورته بولاقیان، په شمالي ولایاتو کې مشهورقصابان دي. چاړه یا خوله کې نیسي، یا یې د مال په خېټه منډي. خو تا ته هم په ګواښ ګوري، هسې نه چې نه و نو وکړې . حاجي ورته ویل چې هماغلته یې حلال او ونډی کړي. چاپېره نور خریداران هم وو، هغوی حاجي ملامتاوه چې  وضیحه  د اختر تر لمانځه وروسته کېږي، یا ور سره غبرګ. په اول ځل مې حاجي په غوسه ولېد. څه وینه چې لا ورکې پاتې وه ټوله یې پوزې ته راغله، سره شوه لکه د سپي ژبه. ویل یې «دلم ! پیسې خو دم، مال خو دم، شما برېن از ملای مسجد تان برې خود فتوا بګیرېن» قصاب چې دا صحنه ولېده نوخدای ورکړه، مستکی شو، دوه نیم سوه ډالره یې وغوښتل. حاجي هم ګیر شوی و. لنډه دا چې وز یې حلال او د پوسته کړ. چې شګنکي یې ترې غوڅول، حاجي پرې نه ښود،«مه خودم مېخورمش».

له هغې اوه ورځې تېرېږي اوغوښه لا فریزر کې پرته ده.

نو دا شوه د تکراري اختر کیسه. البته د بچیانو له کبله ما هم څکه نه ده پر کړې که نه ډېر لېواله یم چې خپله برخه پښتورګی کباب کړم. ځانته وایم چې صورته، تیږه شه! په شنبه به سزا ورکړم، که څه هم چې ورځ یې په اګر مګر کې ده، لکه د نورو دیني مراسمو نېټه چې زموږ او پاکستان پرې اختلاف وي.

حج خود پارلمان وکیلانو راباندې ابته کړ. ویزه یې را نه کړه، ویل یې چې د افغانانو کوټا  یا ونډه ډکه ده. نوحاجي به د سرطان په حملو کې د مبوره وهي، زه به د شکرې او زېړي د ازمیېښت له پاره خپل ځان پېچکاري کوم. لږ تر لږه دې په نورو وطنوالو بختور شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب