پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeفلسفهد ژوند حق | عصمت الله صالح‎

د ژوند حق | عصمت الله صالح‎

موږ د داسې خبرو وړتیا لرو، چې نه باید هغه ووایو او ډېری داسې تصورات هم راسره دي، چې که په سپړلو یې بې له ځنډه فکر وکړو؛ نو تر یوه حده به مو د ژوند حق پر ځای کړی وي.

دا خبره مې د حقیقت تر معلومولو وکړه؛ چې فلسفه پکې لوی لاس لري؛ خو نننی بشر یې یوازې تر مطالعې محدودوي او لا یې هم د یو ستر علم د تعریف په کالب کې اچوي.

د فلسفې په تعریف خو تقریباً اوس هر څوک پوهېږي، ځکه چې ساینس وده وکړه. فلسفه او ساینس که څه هم ځینې وخت یو یو بل ته کاږه- کاږه ګوري؛ خو له دې ټولو تضادونو سره- سره بیا هم د ژوند په کنډه- کپره لار، یو ځای د حقیقت په کاروان پسې منډې وهي.

لکه چې خبره رانه بلخوا لاړه، هو نو ماویل چې فلسفه علم ‌نه دی؛ خو علم کېدای شي، ځکه که موږ فلسفې ته علم ووایو؛ نو په دې صورت کې یوې ثابتې تیورۍ ته اړتیا پېښيږي، د افکارو منتشریت له پامه غورځوو او بلاخره داسې پردي څه وایو او لیکو، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول مو د ژوند ریښې غوڅوي.

پوښتنه کېږي؛ ښا نو چې فلسفه علم نه دی؛ نو څه شی ده؟

د دې پر ځای چې په مطلق ډول یې علم وګڼو، زما په اند ښه به دا وي، چې فلسفه یوازې د فردي تجربو عکس‌العمل وبولو؛ خو دلته ممکن بله پوښتنه دا وشي، چې د تجربو ټولګه پخپله علم نه‌ دی؟

هو، علم دی؛ خو دلته خبره ټوله د مطلقیت ده، چې فلیسوف نه، بلکې یوازې د فلسفې لوستونکی په غوږ وهي. اوس مهال ډېر کسان فلسفه لولي او غواړي چې ځان د خپل خلقت، ودې، عشق، تقدس، مرګ او… په ژورو رازونو پوه کړي او حقیقت ته د رسېدو په پار د خپلو افکارو انتها معلومه کړي، چې په پای کې ژوند ته د پردیو اذهانو له زاویو داسې ګوري، چې نه باید هغسې ورته وکتل شي.

دا ممکنات تر ډېره هغه وخت په عملي بڼه اوړي، چې له خپل فکره د شیندلو چانس واخیستل شي او پر پردۍ نظریې نقد د کفر په مانا شي، چې دلته نو بیا د اخلاقي عدم اضطراف هم ډېریږي او لوستونکی هغه څه وايي، چې نه باید ووایي.

خو که موږ د فلسفې مینه‌وال یې د لوستلو پر ځای، په علم جوړولو لاس په کار شو، خلکو ته یې د یو ستر علم په حیث ور وپېژنو، یانې ووایو چې ژوند لویه فلسفه ده، ځکه چې انساني ذات د نوښتونو تږی دی او دا نوښتونه تر ډېره په تجربو کې سا اخلي او د تجربو له راټولو لوی علم په لاس راځي؛ نو هغه وخت به د داسې تصوراتو په سپړلو بوخت وو، چې تر یوه حده به مو د ژوند حق پر ځای کړی وي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورور عصمت الله صاب! تاسو فلسفه له خپل آنده مطالعه کړې ده. زماداليکنه ستاتنقيد نه، بلکه یوڅه وضاحت ده۰
    ما یو وخت (۴۰ کاله مخکې) د جورج پولیتزر د( فلسفې مقدماتي اساسات) په نوم کتاب په تورکي ژبه لوستی و. او هلته ېې د ډیالکټیک میتود په کارولو آیدایالیزم او ماټریالیزم څیړلی و. البته د انسان د ژوند او مرګ مسایل ېې اساسي مساءله تشکیلوي.

    خو تر ډیرو مطالعو وروسته اوس چې انټرنیټې او نور معلومات هر څه پریمانه شوي دي؛ په دې آند یم چې هغه د ژوند حق چې الله تعالی ج. انسانانو ته ورکړی او د بیولوژي، طب او ديني علومو له لیارې ېې فرمایلي:” که چا یو نفس بیګناه قتل کړ لکه ټول انسانیت ېې چې وژلی وي او که چا یو نفس اِحیآء (تر وسې بیا ژوندی ) کړ لکه ټول خلک ېې ژوندی کړی وي!” صدق الله العظیم.
    او وايي چې علوم یا پوهنې په طبیعي او اجتماعي یا ټولنیزو ویشل شوي خو فلسفه ېې مور ده .
    او زما په نظر ریاضیات ېې پلار دی ،او زما په آند ديني علوم د پورتنیو طبیعي اواجتماعي پوهنو تر مینځ او د دواړو ګډه ده.په درنښت. پخوانی ډاکټر حمیدالله صافي، /فعلاََ بلجیم کې ۲۰اپریل=۴شعبان المعظم=۳۱ حمل یا وری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب