سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeداسې هم شتهساینسولې سي ډرایف تلوال ډرایف دی په وینډوز کې؟

ولې سي ډرایف تلوال ډرایف دی په وینډوز کې؟

مجیب حلیمي  

دې پورته پوښتنې ته اکثره وخت زیات وګړي اندېښمن کېږي،نو زه غواړم دلته یې د یو څو نقطو په روښانه کولو سره ځواب کړم.

کمپیوټرونه مخکې د جذابیت یا د ډېکوریشن لپاره په کورنو کې ایښودل، اما اوس د ژوند یو ضرورت په سترګه ورته ټول وګړي ګوري،دا ځکه چې کمپیوټر د انسانانو په ژوند کې ډېرې اسانتیاوی راوستې دي.

وینډوز یوه مسلطه افریټینګ سیستم (چلیز غونډال) ده، نن سبا یې اکثره زیات وګړي د نړی استفاده کوي،په مختلفو دفترونو مسلکونو کې د استفادې وړ ده،اما تخنیکي استعمال لپاره بیا دومره ګټوره نده څومره چې لاینکس افریټینګ سیستم(چلیز غونډال) ده،پر دې به بیا بیله لیکنه وکړم اوس پوښتنه راڅخه پاتې نشي نو راځم ځواب ته.

که دحروفو ترتیبوار شکل باندې وه نو باید اول د ای (A) حرف تلوال وی په وینډوز کې، ځکه ذهن هم دا وایې چې د ای (A)حرف اول دی نو بیا ولې وینډوز د سي حرف همیش تلوال وي؟!.

البته ددې علت د څرګندولو لپاره باید مونږ ددې تاریخي پس منظر ته نظر واچو او پر ځواب یې ځان پوه کړو،ددې اړیکه د فلافي ډرایف سره ده،مخکې ددې چې هارډیسک رامنځ ته شي نو د فلافي ډرایف څخه استفاده کېدله او د هغې وخت(۱۹۸۰) میعاري حافظه ګڼل کېدله،د فلافي د ډیسکه په هغې وخت کې د کمپیوټر د پیلون لپاره استفاده کېدله چې په دوه مختلفو سایزونو کې وه چې د یوې سایز یا اندازه یې ۵ اینچه وه او د بلې ۳ اینچه وه.

دا پورته  دوه قسمه فلافي ډیسکونو ډرایف د ای (A)حرف په نامه پیژندل کېده او ځایې ډرایف یې د بي (B) حرف په نوم و،د هارډیسک د اختراع وروسته د فلافي ډيسک سایز ۸ اینچو ته لوړ شو او پر همدې حالت پاتې شوه.

د هارډیسک ډرایف یې په سي نوم ونوموو،کله چې هارډیسک میعاري حافظه وګڼل شوه، نو فلافي خپل مود د لاسه ورکړ،نو دوه قسمه فلافي ډرایفونو نومونه ای (A)او بي (B) وه ،چې زمونږ د سترګو هم چپ شول.

که نتیجې ته وګورو نو ای (A)حرف او بي (B)حرف له مینځه ووتل نو سي یې بیا تلوال کړ، مونږ کولائ شو چې نور حروف هم ورته وټاکو خو اما دا چې وینډوز یې ځان ته په خپله تلوال کوي نو علت یې پورته بیان شو،همدارنګه د یو ایس بي یا فلشونو حروف ایف(F) او جي(G) دي.

مونږ کولائ شو چې د تلوال ډرایف حرف بدل کړو،کومه ستونزه نه پیښه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب