سه شنبه, مې 7, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه ساعت کې ۱۷۷۰ کیلو متره چټکه الوتکه

په ساعت کې ۱۷۷۰ کیلو متره چټکه الوتکه

تاند- ناسا د یوې داسې تر ږغ چټکې الوتکې په جوړولو بوخته ده چې ږغ یې ټیټ وي خو سرعت یې په هر ساعت کې نژدې ۱۱۰۰ مایله یا ۱۷۷۰ کیلو متره وي.

د انډیپنډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره یا ناسا د دې الوتکې، چې په کوایټ سوپرسونیک (Quiet Supersonic) ټکنالوژۍ سمباله ده، ازمېښت پیل کړی دی.

د دې الوتکې سرعت به د کانکورد الوتکې دوه برابره وي. کانکورد هغه تر ږغ چټکې الوتکې وې چې د لندن، نیویارک او پاریس نیویارک ترمنځ یې تګ راتګ کاوه خو ږغ یې ډېر لوړ و.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم د بودجې په وروستۍ مسوده کې تر ږغ د چټکې مسافروړونکې الوتکې د جوړېدو طرحه تایید کړې ده.

دا الوتکه به په ۲۰۲۱ م کال الوتنې پیل کړي.


دا ویدیو هم ووینئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب