شنبه, جون 29, 2024
Homeروغتیاپه تودو اوبو کې پرېوتل د نیم ساعت پلي تګ هومره کالوري...

په تودو اوبو کې پرېوتل د نیم ساعت پلي تګ هومره کالوري سوځوي

تاند- په نړۍ کې ورځ په ورځ د هغو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی چې له زیات وزن یا چاغښته شکایت لري. د چاغښت د مخنیوي لپاره ډېر کسان په ځان ډېرې سختۍ راوړي، رژیم نیسي، سپورت کوي او حتي درمل استعمالوي.

د بریتانیا ټراول لیژر خپرونې په یوه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ /مارچ۱۱/ یې خپور کړ، ویلي چې د (Loughborough) پوهنتون د څېړونکو یوه ډله د خپلو تحقیقاتو په لړ کې دې پایلې ته رسېدلې چې په تودو اوبو کې ارام پرېوتل دومره ګټه لري لکه څوک چې ۳۰ دقیقې پلی تګ وکړي.

څېړونکي وايي چې دا څېړنه یې پر ۱۴ تنو کړې ده.

دوی وايي، پر دغو کسانو یې دوه ازمېښتونه کړي؛ د یو ساعت لپاره بایسکل ځغلول او بله د سانتي ګراد په ۴۰ درجې اوبو کې حمام کول.

دوی وايي چې په یو ساعت بایسکل ځغلولو کې زیاته کالوري وسوځېده خو په ۳۰ دقیقې ارام یا ریلکس حمام کې یې ۱۳۰ کالوري وسوځوله.

دومره کالوري په تیم ساعت پلي تګ کې سوځي.

څېړونکو په دې ازمېښت کې د ټولو برخوالو د وینې قند هم وکوت او ورته جوته شوه چې په تودو اوبو کې د حمام په لړ کې د دوی د وینې قند په سلو کې شاوخوا ۱۰ ټیټ شوی وو.

په تودو اوبو کې حمام د بایسکل ځغلولو یا پلي تګ په شان هم د وینې د قند له کمولو او هم د کالوریو له سوځولو سره مرسته کوي.

دا لومړی ځل دی چې د انسان پر بدن د تودو اوبو د ارام پرېوتلو د اغېز په اړه څېړنه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب