چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeټولنیزولې فیمنیزم؟ | لیکوال: کېسي کاوناګ

ولې فیمنیزم؟ | لیکوال: کېسي کاوناګ

ژباړه: عبدالله ریحان  

دا نا سمې انګیرنې دي، چې د فیمنیزم په واړندې یې خلک لري، دا ډله خلک په ټولنیزو رسنیو کې له انځورونو سره داسې لیکي: “زه فیمنیزم ته اړتیا نه لرم، ځکه چې د نر پر ستونزو سترګې پټول دي یا زه فیمنیزم ته ځکه اړتیا نه لرم، چې موږ برابر حقونه تر لاسه کړي دي”.

داسې نظرونو زیاتې ستونزې رامنځ ته کړي دي او د نا سمو لارښوونو له امله زیات خلک اوس هم د فیمنیزم په حقیقي مانا نه پوهیږي. لکه څنګه، چې لینا ډولهن وایي: “فیمنیزم د خطر پیښولو خبره نه ده. هغه ډله خلک چې فیمنسټان دي، دوی په دې اند نه دي چې نړۍ دې د ښځو په لاس ورکړي یا دې د نرانو انځور له نړۍ ورک کړي”

فمینسټان هیڅ د انسان ظاهري شکل سره کار نه لري او نه د هغه  جنسیت په نظر کې نیسي. فمنیسټان هیڅ نه غواړي چې ښځو ته د نر په نسبت زیات حقونه ورکړل شي؛ بلکه دوی د مساواتو رامنځته کوونکي دي. په داسې حال کې، چې د فیمنسټانو لومړنۍ موخه د ښځو پیاوړي کول دي. دا هر څه په دې مانا نه دي، چې فمینسټان ښځو ته په کمزورې توګه ګوري یا ښځې پیاوړې کوي. دوی پوهیږي، چې ښځې لا د مخه پیاوړې دي.

د دوی یوازینۍ موخه دا ده، چې ښځه هیڅکله هم په ټولنه کې د ناوړه ستونزو ښکار نه شي.

د ښځو پیاوړتیا په ټولنه کې په دې مانه نه ده، چې نارینه دې کمزوري وګڼل شي یا دې مجازات شي؛ بلکه نارینه هم د جنډر په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. فیمینسټان په دې هڅه کې دي، چې د ژوند د لا ښه والي لپاره بېلابېلې لارې ولټوي.

ښځه پوهان په دې نظر دي، چې هر انسان باید د انفرادي وړتیاوو له مخې د انسان په توګه وګڼل شي او وړتیاوې په جنسیت پورې نه دي تړلي.

دوی باور لري، چې د انسانانو تر منځ مساوات اړین دي او د جنسیت له امله باید ونه زورول شي.  

ولې لا هم فیمنیزم ته اړتیا لیدل کیږي؟

ځینې خلک په دې باور دي، چې فیمنیزم پخوانی دی؛ نو اوس وخت کې فیمنیزم ته هیڅ اړتیا نشته؛ ځکه چې پخوانی سیستم اوس شتون نه لري.

لیکوال د امریکا کانګرس د نمونې په توګه یاد کړی:

کله چې ټاکنې کیږي د نارینه وو په نسبت ښځې زیاتې رایې ورکوي په داسې حال کې، چې تر نیمایي زیات نفوس ښځې جوړوي، خو بیا هم په کانګرس کې شل سلنه چوکۍ لري.

دا ډېره ښه ده، چې نن ورځ ډیری ښځې  نارینه وو ته ورته مساوي حقونه، او فرصتونه لري.

دا د فینیزم پخوانی حرکت دی، چې نن ورځ یې پایله ښه ګورو، که داسې نه وای نن به مو څه حال وو؟

موږ تر هغې فینېزم ته اړتیا لرو، چې په نړۍ کې ښځه د برابرو حقونو د لرلو احساس وکړي.

موږ ځکه فیمنیزم ته اړتیا لرو، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول ظلم مخه ونیسو، او خلکو ته باید دا وښایو، چې ښځه د ژوند کولو پوره حق لري.

فیمنیزم ته ځکه اړتیا لیدل کیږي، چې اوس هم له 120 څخه په زیاتو هیوادونو کې د واده کولو قوانین نشته او په 29 هیوادونو کې عملآ انجونې په 6 کلنۍ کې کوژده او واده کیږي او ورته نورې زیاتې ستونزې.

فیمنیزم ته ځکه اړتیا ده، چې په منځنۍ اسیا کې د زیږون پر وخت د ماشومانو مړه کیدل د نارینه وو په نسبت میلیونونو میرمنو ته منسوبیږي، چې دا خپله غټه ستونزه ده.

په افغانستان کې لا هم د انجونو د زده کړو په برخه کې شته ستونزې نه دي له منځه تللي.

فیمنیزم دا مانا نه، چې ښځې د خپل حق د غوښتلو لپاره غږ نه شي پورته کولی، خو اوس هم لا شته چې نه دې توانیدلې.

دا د جنډر موضوع نه ده – د انسانیت مسله ده

داسې نه ده، چې ښځو ته وویل شي، چې هر څه مو خوښ وي ویې کړئ؛ بلکه له دوی ملاتړ کول، د ټولنې د پرمختګ او لا ښه والي لپاره ازادي ورکول او دوی ته په خصوصي یا دولتي سکتور کې د کارکولو د انتخاب موقع ورکول.

موخه د مساواتو رامنځ ته کول او د ښځو پر وړاندې د شته محدودیتونو له منځه وړل دي.

فمینسټان په د باور نه دي، چې ښځې دې په ځانګړې لار حرکت وکړي؛ بلکه د معذرت پرته د ازادۍ او د دوی غوښتنو ته مناسبه لار لټول دي.

په داسې حال کې، چې ځینې ښځې د فیمنیزم خلاف خبرې کوي، لکه ” زه اړتیا نه وینم ځکه زه له مخکې د مساوي حقونو برخمنه یم” یا ” د فیمنیزم ملاتړ نه کوم”.

نو دا خبره باید واضح شي، چې دا غوښتنې د فیمنسټانو د شخصي ګټو په خاطر نه دي بلکې په ټولنه کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي راکمول دي.

فمینیسټان داسې نظر لري، چې ښځینه او نارینه باید په ټولنه کې له یو شان حقونو برخمن شي، ځکه چې ښځه هم انسان ده او نر هم.

جوزپ ګورډن زیاتوي: “زه باور لرم، چې که په ټولنه کې هر څوک مناسب فرصت ولري او څه چې و غواړي د ټولنې د پرمختګ لپاره یې تر سره کړي په ټوله کې به د ټولنې بنیادي ستونزې راکمې شي.

دغه مفکوره چې اوس هم خلک په ویاړ سره د فیمنیزم څخه کرکه لري او وایي، چې موږ نور فیمنیزم ته اړتیا نه وینو، دا خبرې په حقیقت کې د ویرې او اندیښنې وړ دي؛ ځکه چې اوس هم خلک په پټو سترګو دا مني چې ښځه د نارینه په نسبت بیخي کمزورې ده او د کار کولو توان نه لري او له بې وزلۍ او نا انصافۍ سره یې ښځه په ژوند کې منلې ده.

او په پای کې د فیمنیسټ لپاره تر هر څه اړین دا ښکاري، چې موږ ټول انسانان یو، ښځینه او نارینه باید مساوي سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونه و لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب