چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeټولنیزپر ښځینه مدیرانو د سینګار اغېز  

پر ښځینه مدیرانو د سینګار اغېز  

ژباړن: خالد سمیر

هغه ښځې چې د رهبرۍ او مدیریت لیواله دي باید له ډېر سینګاره ډډه وکړي.

د سکاټلینډ د ابیرتای پوهنتون د څېړنو یو راپور ټلګراف ورځپاڼې خپور کړی او لیکلي یې دي چې ښځینه رییسانې باید لږ سینګار وکړي، ځکه زیات سینګار د هغوی مدیریت ته زیان رسوي.

د ابیرتای پوهنتون له هغه عکسونو په ګټه اخېستنې چې د کمپیوټري پروګرامونو په وسیله یې د لږ او زیات سینګار کچه مشخص کېدلای شوه، له پوښتنو وروسته موندلې چې زیات سینګار کونکې ښځې د هغو ښځو پر پرتله د رهبریت لږ مهارتونه لري چې کم سینګار کوي.

په دغه څیړنه کې د شپاړس بېلابېلو انځورونو په اړه نظرونه ورکړل شوي دي؛ دواړو (ښځینه و او نارینه و) زیات سینګار د ښځو د رهبرۍ لپاره منفي بللې ده.

خو د دغو تحقیقاتو پر بنسټ د خدماتي کارونو په برخو کې د پیرودونکو د جذب په موخه زیات سینګار کونکې ښځې ښه رول لوبولای شي.

د دغه پوهنتون د ارواپوهنې څانګې د ډاکټر (کرسټوفر واتکنز) په باور، دغه برداشت ښايي داسې وي، کومې ښځې چې ډېری وخت د کار په ځای کې سینګار کوي، شاید همکارانو ته یې دوکه ورکونکې ښکاره شي، ځکه د دغه پوهنتون په تېرو تحقیقاتو کې هغه ښځې پر خپلو دندو لاس برې وې چې د دندې په مهال یې زیات سینګار کړی دی.

دغه اراوپوه ټلګراف ته وویل: ‘’تېرو تحقیقاتو ښودلې چې موږ د ښځو د ښه مالومېدو لپاره ځینو ښکاره تغییراتو ته علاقه مند یو، خو تازه څیړنو ښودلې چې زیات سینګار د ښځو د مدیریت او رهبر جوړېدو په برخه کې هېڅ مرسته نه شي کولای.”

دا په داسې حال کې ده چې د (۲۰۱۶) کال هاروارډ پوهنتون په دې تړاو تحقیقات کړي وو او دا په کې په ډاګه شوې وه چې هغه ښځې چې کم سینګار کوي، د کمو وړتیاوو لرونکې وي او هغه ښځې چې مناسب سینګار کوي د پرمختګ په حال کې وي.

په دغو تحقیقاتو کې مسلکیتوب د ‘’جذابیت’’ او بې سینګاره د ‘’باور وړ” په مانا وې.

د دغه تحقیق پر بنسټ هغه ښځې چې غلیظ او دوکه ورکونکی سینګار کوي د باور وړ نه دي او که د سینګار اندازه له حده زیات شي، کولای شي په مسلکي او کاري برخه کې ښځو ته زیان ورسوي.

په پنځو کلونو پخوانیو څیړنو کې ښودل شوې چې هغه ښځې چې سینګار نه کوي د انټرویو په مهال د کمپنیو له لوري په لږه کچه دندو ته جذبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب