جمعه, اپریل 19, 2024
Homeکالمونهقرارطالب، پر سوله پسخند او سوله پال(!) ښاري یاران یې

طالب، پر سوله پسخند او سوله پال(!) ښاري یاران یې

طالبانو په اندونیزیا کې د علماوو د احتمالي جوړېدونکې غونډې د برخوالو لپاره یوه اعلامیه خپره کړې ده، او ښه ډېر سیاسي، دیني او ادبي جک یې پکې وهلي دي. اعلامیه له لویه سره په تناقضاتو پيلېږي. په پيل کې یې وایي چې علماوو ته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د امت رهبري ور لغاړې ده، او دوی د مذهبي چارو اولو الأمر دي. لومړی تناقض دا دی چې علماء اولوالأمر دي نو بیا ته څوک یې چې له دې ځایه په دومره ګستاخۍ، او سپین سترګۍ خپل قضاوتونه په داسې انداز ور اوروې لکه ته چې عالم یې، او هغوی چې جهال وي. بیا یې خپل امارت یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه مهال واک د علماوو په لاس کې و، او حدود حاکم و. لنډه پوښتنه دا ده چې د امیرالمومنین ملا عمر کومه خبره، کوم کردار، کوم فکر د عالم و؟ هغه خو یو مرکب جاهل، کلیوال اخوند و. چې ډېر مراعات یې وشي نو یو څوک به دا ووایي چې مخلص سړی و، خو د علم یې دوستان هم دعوه نشي کولای. تر ملا محمد عمر را دېخوا ته د ده په کابینه کې، په وزیرانو کې او په تنظیمه رئیسانو او قوماندانانو کې څو تنه ریښتینې جامع علماء و؟ خو ټول یا د منصور د ډلې متعصب اخوندان و، یا بیا لکه ملا دادالله، ملا فاضل، ملا بورجان، ملا مشر، ملا صدراعظم او ملا راکیټي غوندې نیمه لوستي او نالوستي وګړي و. البته که یو څه د افغانستان په اصطلاح عالمان موجود هم ول، د هغوی خبرې هر وخت دوهمي حیثیت درلود او اصلي واک د متعصبو، متزمتو، خشک ذهنه، نیمه لوستو کلیوالو اخوندانو و.
درېیمه دا چې وایي هغه وخت ټول کارونه د شریعت مطابق فیصله کېدل. دا خبره دروغ ده. هغه وخت شریعت یواځې د عوامو او غیر طالبي وګړیو لپاره و. کنه ټوله نړۍ شاهده ده چې د پښ د کندې د سلګونو انسانانو قاتل ملا ژوندی ګرځېده، د ننګرهار د پوهنتون د محصلینو قاتل ته چا چپ نشوای کتلای، بچه بازي عامه وه، او رشوت په وروستیو دوو دریو کلونو کې عادي دفتري مراوده وه. د غزني د تښتول شوې ډاکټرې چا پوښتنه هم ونکړه، او د شهزاده سرای څو څو ځله لوټ شو، او غله یې د ملایانو په چپنو کې پټ وساتل شول.
دا چې تاسې شریعت څه ته وایاست او شریعت څه دی، دا بیا بیل بحث دی چې دا لیکنه به یې ځای نه وي.
اعلامیه وړاندې غرب تورنوي چې د دوی پر خلاف یې د اسلام د دښمنۍ پر اساس لومړی تبلیغاتي، بیا اقتصادي او بیا نظامي جګړه وکړه.
دروغ.
د طالبانو له راتګ سره چې څومره تبلیغ د طالب لپاره امریکا غږ او بي بي سي راډیو ګانو وکړ، د شریعت غږ راډیو هم نه دی کړی. اصلا د ګلبدین حکمتیار دا خبره سمه وه چې طالب خپله د استخباراتو لوبه وه. کله چې طالب د پاکستان آی ایس آی او د بي نظیر بوټو خاصو سلاکارانو رامنځته کړی وي نو دا کړۍ خو هغه مهال په سیمه کې د غرب د ټولو توطیو پلي کوونکې کړۍ وې. بیا خو نو طالب خپله غرب رامنځته کړی. د طالب د تېلو څاګانې کومې وې چې هره ورځ به یې لږ تر لږه دوه زره ډاټسنو، په سلګونو ټانګونو او الوتکو ته تېل اچول؟ د طالب لپاره په یوه یوه ځل دری دری زره دوه سیټه ډاټسنې چا را استولې، او چا تر کابله را رسولې؟ کمپنۍ ته یې چا فرمایش ورکاوو؟ کمپنۍ یې د چا وې؟ چې د غرب امکانات، د غرب اجازه او د غرب خوښه نه وای دا دومره صفر کلومتر وسایط له اروپا، جاپان او امریکا څخه تر طالبه چا را رسول؟ د هغه د خطونو لګښتونه، د جنګ لګښتونه او نور له عشرونو او زکاتونو څخه پوره کېدل؟ آیا د راکیټ پنځه مرمۍ د لسو کلیو په عشر اخیستل کېدای شي؟
بیا د یونیکال او طالب، د بابر او طالب، د ګازو د کمپنیو او طالب او په سیمه کې د غرب د دریو تر ټولو مطرحو او اعتباري ملګرو، سعودي، پاکستان او اماراتو او طالب دوستانه آیا د غرب د دښمنۍ په معنا وه؟
حقیقت دا دی چې د طالبي پروژې ټول اړخونه که د غرب و یا نه و، خو له غرب سره بشپړ همغږي شوي و. مسعود چې له کابله کډه کوله، پر هماغې شپه د امریکا یو لوړپوړی پلاوی په کابل کې و.
اعلامیې بیا لیکلي چې غرب وروسته افغانستان اشغال کړ. ورپسې یې لیکلي چې خپل لاسپوڅي یې دلته واکمن کړل. دا دوه خبرې یو له بل سره په ټکر کې دي. اول خو دلته د ملګرو ملتونو تر چتر او فیصلې لاندې د یوې نسبتا لویې کتلې پوهو او مطرحو افغانانو په تایید د نړۍ تر څلوېښتو زیات ملکونه راغلل. ملکونه چې اشغالېږي، هلته بیا ټوله نړۍ نه ورځي، بلکې په تاریخ کې معمولاً یوه هېواد یو بل هېواد اشغال کړی دی. دلته تر رجب طیب اردوګان او امارتي عسکرو پورې، د ټولې نړۍ د سرتېرو حضور او له دې نظام سره د امریکا او غرب د ټولو سیالانو او دښمنانو ملاتړ خپله دا ثابتوي چې دا کیسه د اشغال کیسه نه وه. دا سمه ده چې طالب د نړۍ ګرېوان ته لاس اچولی و، د هر وطن مخروران یې ساتلي و، د سعودي له اسامه نیولې، د امریکا تر اتباعو او د پاکستان تر ریاض بسرا او د ایراني بلوڅو تر وژل شوي مشره پورې، د نړۍ ټول مجرمان او فراریان طالب ساتلي و، نو طبیعي ده چې په دې هرې ډلې او هر مجرم پسې پل راغلی و، او ګیله نه وه په کار. او بیا دوی وایي چې غرب دلته افغانان واکمن کړل. نو چې افغانستان یې اشغال کړی و، نو بیا یې بیرته افغانان ولې واکمن کړل؟ ته چې بل افغان ته لاسپوڅی وایې نو ستا تزکیه چا کړې ده؟ دا تورونه خو به هر څوک پر خپل دښمن لګوي، خو حقیقت دا دی چې په غرب مېشته افغانانو کې اوس هم د افغانستان تر اوسېدونکیو افغانانو د افغانستان لپاره ډېر زړه سوی موجود دی او لامل یې د خپل وطن په قدر پوهېدنه او د بې وطنۍ د درد زغمل دي.
اعلامیه بیا وایي چې امارت ته تر زرو زیاتو علماوو د جهاد فتوا ورکړه. لومړی ستر سوال خو دا دی چې د افغانستان د کلیو ملایان آیا په یوه نړیواله لانجه کې د فتوا ورکولو علمي صلاحیت لري؟ آیا د فتوا لپاره د سیاسي اوضاع پوهه اړینه ده؟ آیا نړیوال سیاست اوس دومره ساده او بسیط دی چې د کلیو اخوندان به یې په فتواوو پر مخ بیایي؟
دوهمه دا چې فتوا، او د غونډې پرېکړې خو هغه وخت اعتبار لري چې خلک د مخالف نظر حق ولري. ستا د امارت پر مهال آیا چا دا جرأت درلود چې ستا مخالفت یې کړی وای؟ که یې نه درلود نو بیا ستا فتوا او نه فتوا څه معنا درلوده؟
اعلامیه وایي چې تر دې وروسته جهاد پیل شو. لومړی خو دلته یوه تخنیکي غلطي ده. دغه جهاد، یا په شرعي حقیقي معنا فساد دلته تر دې وروسته نه دی پیل شوی. دا بدمرغه جګړه دلته د همدې افراطي ډلو لخوا دا څلوېښت کاله روانه وه. نه د اسلام پر خلاف درېدلې وه، نه د کفر پر خلاف، نه د نفاق پر خلاف. د دې جګړې او جهاد هیڅ اړیکه نه وه. دا د طالب د قدرت جګړه وه، یوه ورځ به یې جنرال مالک ملګری مجاهد و، بله ورځ به يې قاتل دښمن و. یوه ورځ به یې رباني دوست و، بله ورځ به یاغي و. دا فساد دلته په همدې شکل له کلونو روان و، نو دا خبره غلطه ده چې جهاد دغه وخت پیل شو.
اعلامیه وروسته د امارت لخوا د امریکایانو د سپېشل فورس په مقابل کې په تېښته باندې تله تېروي او وایي چې مجاهدینو ښارونه پرېښودل او چریکي جګړې ته یې مخه کړه. اول خو که امارت اسلامي احکام داسې بند په بند عملي کوي نو دا دې هم ووایي چې په جګړه کې د تېښتې مسأله په شریعت کې څنګه ده؟ بیا چې نه کېده، ژوند ګران و، نو د دوی چریکي جګړه خو داسې وه چې تر ډېره وخته پورې طالبانو ته خاص هدایت و چې پر امریکایانو ډېر غرض ونکړي او پر افغانانو زړونه یخ کړي. د دې خبرې حیثیت بیا څه و؟
تر دې ټولو مهم سوال دا وو چې امریکایي سرتېري او طالبان ولې دواړه له یوه لوري او یوه هېواده افغانستان ته راتلل؟ دا څنګه جهاد و چې مجاهد او کافر دواړه تر تورخم، او چمنه پورې په سوله او خوشالۍ سره را روان و، او چې تر کرښي به را واوښتل دلته به دواړو د یو بل د موجودیت په بهانه د افغانانو وژنې ته بنده کړه؟ د شمسي هوایي هډه هم په پاکستان کې وه، د ډرونو پروازونه هم له پاکستانه کېدل او طالب هم له پاکستانه را روان و. تاسې ته دې ټولو متناقضاتو هیڅ وخت دا چرت نه در واچاوه چې دا به جهاد نه وي، فساد او لعنتي پروژه به وي؟
بیا ته په کوم صلاحیت دې فساد ته جهاد وایې چې نه یې په جنګیالي کې شرعي شرایط و، نه یې په جګړه کې ش او رعي شرایط و، نه يې په هدف او دښمن کې د شرعي دښمن شرایط و. جنګیالی یې خپله غلام و، د آزادۍ توقع ورڅخه نه وه. خپله پاکستانی و، تر افغان په هر معیار ډېر کافر او ډېر مرتد او ډېر فاحش و. جګړه یې سراسر فساد، ویجاړی، او له ناروا وژنو او ناروا اعمالو ډکه وه، وسله د اسلام د دښمنانو وه، قومانده د اسلام د دښمنانو وه، ګټه د اسلام د پاکستاني دښمن تأمینېده او قرباني یې خوار افغان و. دښمن او هدف یې غریب افغان، افغان کدر او انجنیر، افغان سرتېری او افغان مسلمان او د هغه ملي ګټې او ملي پروژې وې. نو دا جهاد له کومې خوا جهاد و؟
وروسته اعلامیې حسب معمول، د قرآن کریم آیتونه له هر ډول سیاق او سباق پرته په مطلق ډول معنا کړي او له هغو څخه یې مستقیما فتوا را ایستلې ده، حال دا چې په دغسې مغلقو احوالو کې فتوا تأویلي او تحلیلي وي، او له نص څخه مستقیمه ژباړه هیڅ وخت په دغسې پېچلې مسأله کې فتوا نشي کېدای. که بیا فرضا د آیت په ظاهري معنا فتوا ورکول کېږي نو بیا خو هغه آیت شریف کې چې دوی لومړی کارولی، په صراحت سره مسلمانانو ته امر کوي چې د مسجد الحرام تر څنګ له کفارو سره جګړه مه کوئ. که د آیت ظاهر دغسې د مستقیمې افادې او فتوا سرچینه کېدای شي نو بیا دلته مسجد الحرام چېرته دی او د مسجد الحرام تر څنګ کفار او قتال چېرته دی؟ خو له همدې معلومېږي چې د آیتونو دغسې بې سیاقه او سباقه، له اصولي قواعدو پرته تفسیر او بیا له هغو څخه مستقیمه افاده د شیطاني خوارجو دنده او طریقه ده او بس.
بیا یې په اعلامیه کې یو آیت شریف داسې هم کارولی چې ګواکې له طالب سره ظلم شوی. ظلم خو په دې وطن کې په هر چا شوی او هر چا کړی، خو راځئ چې دا وګورو چې له طالب پرته بل چا د موچي په تار انسانان حلال کړي؟ چا د میندو ترمخ زامن حلال کړي؟ چا د جومات پر لاسه سپین ږیری په سینه کې ضربه کړی؟ چا د مړیو خښول او جنازې منع کړي؟ چا د مړیو په ګېډه کې موټر سایکل ور تېر کړي؟ چا په عمومي ځایونو کې عام او خاص ټول یو ځای قصابه کړي؟ چا پر یوه غیرتي ملت د هغه د بدترین پنجابي دښمن زړه یخ کړی؟ چا پر ژوندیو انسانانو د بېټریو تېزاب څښلي؟ څوک د سولې تږي ملت ته جګړه راوړي او جګړې ته د عبادت درجه ورکوي؟ ظلم لکۍ لري؟ له تاسې سره به دا ظلم شوی وي چې ستاسې د احمقانه او ناکامه سیاستونو سزا به درکړل شوي وي، ځکه چې په سیاست کې اشتباه نه بښل کېږي. تاسې له ټولې نړۍ سره د دښمنۍ حماقت کړی و. تاسې په نړۍ کې نه مسلمان، نه کافر، نه شیعه، نه سني، نه عیسوي، نه یهودي، نه سلفي، نه کمیونسټ او نه بودایي دښمن درلود. بودائیت چې نسبتاً عاجزه مذهب دی هم، تاسې یې بتان ونړول او په هندوانو او سیکهانو غوندې مظلومان مو ژېړې جامې واغوستلې. د دغسې حماقتونو سزا لیدل هم ظلم دی؟ او بیا که د ظلم خبره وای، ظلم خو له تاسې سره کرزي او افغان سرتېري نه و کړی. ظلم خو له تاسې سره پنجاب کړی و چې سفیر یې پر هوایي ډګرونو درته بربنډ کړ. ستاسې د ملګرو عربو ښځې یې په امریکایانو وپلورلې، ستاسې د امارت د بمبارولو لپاره یې له تاسې سره غد او له امریکا سره تړون وکړ. نو ستاسې په خوارو افغانانو زور ورسېد؟ ستاسې د یاسر د خولې خبره ده چې وایي افغان سرتېري د زندان په دروازه کې را ته ژاړي. اوس تاسې دا ووایاست چې دغه سرتېري چې ستاسې پر حال ژاړي له تاسې سره ظلم کړی که هغه چې ستاسې د ملاتړو شیخ الحدیثانو مخونه یې په قیر سړک را ښکل او سپینې ږیرې یې په وینو ور لړلې. کوم یو ظالم و؟
جک خو مو نور هم ډېر وهلي خو تر ټولو ستر جک مو دا وهلي چې د افغانستان ملت د سولې ارمان ته مو سخت سپکاوی کړی. بیا بیا مو سوله سپکه کړې. سوله مو ګمراه کوونکې ګڼلې، حال دا چې خدای پاک په خپل کتاب کې په صراحت ویلي او علماوو له هر ډول تأویل پرته همداسې تفسیر کړې چې والصلح خیر… د قرآن کریم په نزد خو سوله له کافر سره هم بهتره ده، دلته چې مسلمان تاسې ته د سولې ټول شرایط مخې ته کښېښودل. افغانستان د بهرنیو ترهګرو د شتون په شرط د امریکا د سرتېرو رخصتولو ته چمتو دي، او تاسې ته د جنګ بل هیڅ دلیل نه دی پاتې نو که له کافر سره صلحه خیر او بهتره وي، له مسلمان سره، چې د مسلمان د نجات سبب کېږي، سوله ولې ګمراه کوونکې ده؟
په اعلامیه کې بیا بیا د مشروعیت خبره شوې. خدایزده دا د پنجابي ګورم خره لا د مشروعیت په ابتدایئ مفهوم پوهېږي او که نه؟ له یوه پلوه د وسلي مشروعیت خبره کوي، له بل پلوه د ملت د سولې مشروعې هیلې ته سپکاوی کوي. کوم کم عقل به له دې منکر شي چې د افغانستان ملت په اجماع سره صلحه غواړي؟ او کله چې ملت ټول سوله غواړي او طالب سولې ته ګمراه کوونکې وایي نو دلته ولسي مشروعیت چا ته اهمیت لري؟
د افغانستان نظام تر دې دمه دری ځله ټاکنې کړي. په لومړي ځل ټاکنو کې خو آن طالبانو هم ګډون کړی و. آیا په ټاکنو کې پراخ ولسي ګډون د ولسي مشروعیت تر ټولو اغېزمنه بڼه نه ده؟ طالب په څو کاله حاکمیت کې یوه ورځ ولس ته دغه رنګ مراجعه وکړه؟
د مشروعیت لارې چارې خو ۱) یا ولس ته مراجعه، ټاکنې، بیعت او د خلکو رأیه ده، ۲) یا د مهمو او جامعو امصارو او ښارونو تسلط دی. ۳) یا د نړۍ او ګاونډیانو اعتراف او په رسمیت پېژندل دي. طالب دا کوم یو لري او نظام دا کوم یو نه لري؟
د اعلامیې د منافقت بل مخ دا دی چې دیني اړیکې او ملي اړیکې، دیني سیاست او ملي سیاست، دیني مناسبات او ملي مناسبات حسب معمول سره ګډوي. که خبره دین په دین وي، نو بیا طالب له افغانستانه د باندې له امریکا سره ولې ستونزه نه لري؟ آیا دین یواځې په افغانستان کې دی؟ په پاکستان کې ولې ستونزه نه ورسره لري؟ په سعودي کې یې ولې نه لري؟ که خبره دین په دین وي دې علماوو ته ولې توصیه نه کوي چې په خپلو هېوادونو کې د امریکا خلاف جهاد پیل کړي. هلته ولې سیاست کوي؟ دا څنګه دینداري ده چې کله د سیاسي ګټو خبره راشي نو له طالبه اخرص شیطان جوړ کړي او چې کله د افغان وژنې خبره شي نو د خالد ابن وليد اولاد شي.
دلته د طالب هغو ښاري ملاتړ ته هم یادونه اړینه ده چې تل د سولې په قضیه کې بار پر دولت او ولسمشر ور اچوي. نن دې سترګې وغړوي چې د دوی د پټو تارونو یار څنګه سوله ګمراه کوونکې ګڼي او په څومره سپین سترګۍ سره حتی د سولې په اړه بحث ناروا ګڼي.
په پای کې باید ووایم چې د طالب د فتحې او سوبې خوبونه هم د مجاهدینو د فتحې او سوبې تر خوب ډېر متفاوت نه دي چې د همدوی په ذلت، رسوایۍ، بدنامۍ، او تاریخي نابودۍ به تمامېږي. همداسې لکه نن چې پخواني ټوپکیان ذلیل دي، طالب به د سولې له ارمانه په انکار تر دوی لس برخې زیات ذلیل کېږي. هو، یوه خبره دا هم ده چې د ذلیل به څه ذلیل او د مردار به څه مردار وي.

5 COMMENTS

  1. زنده باد مجید قرار
    طالب، اخوانی او دی ته ورته نورو ته یی اینه خودلی ده

    دی ټولو بی شرمه بی حیاوو داوطن څو واره وران کړی
    او اوس هم دعرب، پنجاپی او ایرانی په خپوکښی پراته دی

    دقلم د قدر او عفت له وجی به نور څه نه لیکم
    الله دی حلاک کړی
    دغه په نوم مذهعبی ټیکه داران

  2. تاليبان سياسى فاحيشى دى تر څو چہ د تالب نتفہ پہ ا فغانستان لہ منځہ نہ وى وڔل شوى دلتہ صلح او ارامى بہ رانشى

  3. ښاغلي مجید قرار زمونږ د زړه خبرې په ډېر فصاحت او بلاغت سره کړي دي.
    ټالیب هېڅ منطق نه لري ، که دوي منطق درلودلاي نو د نړۍ دیني عالمانو ته به یې په اثبات رسولي وه چې دوي حق پرجانب دي. هلته به یې خپل دلایل وړاندې کړي و، اما ملاشیرمحمدعباس ستانیکزی او اسلامي منطق لکه مځکه او آسمان سره لرې دی. ملا عباس د ټالیبانو تیوریسن دی چې اعلامېې ورته ليکي. د ده د وزارت په وخت کې د نړۍ له 200 هېوادونو نه یواځې درې هېوادونه حاضر شول چې له ټالیبانو سره سیاسي اړیکې ولري او هغوي هم په آخرو ورځو کې په خپل دغه تصمیم پښېمانه شول.
    د ښاغلي قرار صیب لیکنه د اهل خبره لپاره پند او نصیحت خو جاهلان په ښو کله پوهیږي؟

  4. !ژوند ژوند د زړه قرار مجید جان قرار په قلم د برکت شه
    د پنجاب سپي چې د سولې طرحي ته ځواب نه لري له الله ج مو شمیدلی غوښتي
    زوندی د وي ګران وطن افغانستان او مړه دي وي د افغان ولس شرمیدلی دښمنان

  5. په قلم د برکت شه قرار صیب ، سم د نښې منځ د ویشتئ . ولسمشر هم پوهیدو چې د سولې په اړه پریکړه د پنجابک په لاس کې دی او داچې پنجابک ولی سوله نه غواړی ټول سره پوهیږو.
    د ولسمشر دا وړاندیز په معاصر تاریخ کی کمساری او یا هم بیساری دی او د سولی دی وړاندیز د هغو ښاری ټالیب پلوه او په اصطلاح سیاسی چارو شنونکو خوله هم ور وتړله چې کری ورځ به ګردی میزونو ته ناست ول د ټالیب پر مظلومیت به یی ژړل او د هغوی هری ناروا ته یی شرعی نصوص لټول. ټالیب هغه مردار ګند دی چی دوام یی اسلامیت ، افغانیت او انسانیت ته زښت مٌضر او ګټه یی یوازی پنجابک ته رسیږی ؛ هماغه پنجاب چی پرون یی ورته سفیر لوڅ لپړ ور وسپاره او که حالات بیا سره بدل را بدل شو اواړتیا پیښه شوه نو دا ځل به مشر ملا هم ورته له دی نه بدتر حالت کې سپاری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب