پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپوهان وايي، وروستي ۲ ژمي تر ټولو تاوده ژمي ول

ساینسپوهان وايي، وروستي ۲ ژمي تر ټولو تاوده ژمي ول

تاند- امریکايي او روسي ساینسپوهانو په دوو جلا څېړنو کې ویلي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ژمي له هغه وخته چې د هوا د تودوخې درجې ثبت کېږي، تر ټولو تاوده ژمي وو.

د امریکا د امریکا د واورې او کنګل ملي مرکز د دوشنبې په ورځ وویل چې د دسمبر، جنورۍ او فبرورۍ په لړ کې د ارکټیک ژمی په متوسط ډول تر عادي ژمو د سانتي ګراد ۸ اعشاریه ۸ درجې تود و.

امریکايي متخصصان وايي، د هوا د فوق العاده تودوالي په نتیجه کې د ارکټیک سمندر او نورو سمندرګیو کنګل، چې د مځکې د کُرې تودوښه پوښي، تر نورو ټولو کلونو زیات ویلي شوی دی.

د امریکا د واورې او کنګل د مرکز د متخصصانو په وینا، په فبرورۍ کې د اکټیک کنګل ۱۳ ملیونه او ۰ سوه زره کیلومتر مربع ساحه پوښلې وه چې تر تېر کال لږ ساحه ده.

د روسیې د هوا پېژندنې فدرالي ادارې هم په خپله ویبپاڼه کې اعلان وکړ چې په ارکټیک سیمه کې د سانتي ګراد له ۴ تر ۷ درجو پورې لوړه شوې ده.

روسي متخصصان وايي د سږني ژمي هوا یې تر اوسه پورې دوه ځلې نور هم تجربه کړې ده.

امریکايي متخصصان بیا وايي چې په ځانګړي ډ‌ول په شمالي قطب کې د هوا تودوخه غیر عادي وه.

د امریکا د واورو او کنګل د مرکز متخصص والټ مییر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د هوا تودېدو سبب شوې چې د سمندرګیو کنګلونه ویلي شي او اقلیمي تغییر رامنځته شي او دا حالت له کنټروله وتلی دی.

ده خبرداری ورکړ چې د هوا له تودېدو سره به نور کنګلونه ویلي شي.

ډېر ساینسپوهان باور لري چې له راز راز ګازونو او چاپېریال ککړوونکو موادو کار اخیستل د دې سبب کېږي چې د مځکې هوا توده شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب