جمعه, مې 17, 2024
Homeمیرمند مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ | اسماعيل زاهد

د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ | اسماعيل زاهد

   د مارچ اتمه نيټه هر کال د ښځو د مسائلو , حقوقو او مشکلاتو د حل په خاطر لمانځل کيږي. يو سل او يولس 111 کاله وړاندې په همدې ورځ ښځو د خپلو حقونو لپاره بغاوت کړي وؤ. په 1907 ميلادي کال کښې د امريکا د جامو ګنډلو د يو سوداګريز مرکز ښځينه کارکوؤنکو د لس ساعته کار کولو په عوض د معاشاتو د زياتولو لپاره لاريون وکړ او د پوليسو لخوا د وهلو ټکولو سره مخ شوې .
يو کال وروسته  په 1908 ء کښې يو ځل بيا 1500 ښځو د رايې ورکولو او يو شمير نورو غوښتنو لپاره لاريون وکړ چې يو ځل بيا د حکومت او امنيتي ادارو لخوا د ډير سخت تاؤ تريخوالي سره مخ شوې خو دوی خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او په 1910 ميلادي کال کښې په کوپن هاګن  ښار کښې د ښځو لومړی نړيوال کانفرانس جوړ شو چې په هغې کښې د نړۍ د 17 هيوادونو څخه د سلو په شا وخوا کښې ښځو ګډون وکړ چې په هغې کښې د ښځو سره د کيدونکو ظلمونو خلاف د ښځو د نړيوالې ورځ د لمانځلو پريکړه هم وشوه.
د ښځو لخوا دغو ټولو هڅو او مبارزې رنګ راوړ او په اتم مارچ 1913 کښې  دغه ورځ په نړيواله کچه ولمانځل شوه او په لويديځو هيوادونو کښې ښځو ته د رايې د استعمالولو حق هم ورکړې شو.
که څه  هم د ښځو  نه پرته زموږ ژوند او کور نامکمل دي خو بيا هم په انساني ټولنه کښې ښځو ته سپک کتل کيږي . په امريکا کښې اوس هم په هرو شپږو دقيقو کښې په يوې ښځې جنسي تيری کيږي. په هند کښې هر شپږ ساعته وروسته يوه واده شوې ښه د زور زياتي له امله مري. په پاکستان کښې هره ورځ دوه ښځې او په افغانستان کښې په اونۍ کښې يوه ښځه د غيرت يا نورو رواجونو په نوم وژل کيږي.
که دا ووايم نو غلطه خبره به نه وي چې پرون هم  ښځې د غلام په سترګه او سپک کتل کيدل او د نارينه ؤ د هوس او د جذباتو د سکون لپاره استعماليده او نن هم د سړي د جنسي, جذباتي, نفسياتي او کاروباري هوس ښکار ده . د نن سبا د پرمختللو هيوادونو نارينه چې ځانونه د ښځو د حقوقو مدافع هم بولي د خپل کاروبارونو د مشهورتيا لپاره د ښځې جسم استعمالوي. په غربي نړۍ کښې ښځه د ازادئ په نوم د تشهير د يوې الې په حيث استعماليږي او تحقير يې کيږي . دغه راز په نړۍ کښې هر کال په زرګونو جينکئ د جنسي کاروبار لپاره خرڅيږي.
په افغانستان کښې هم د ښځو د اوسيدو وضعيت ډير بد دی او که ووايم چې د جاهليت د دورې د وختونو په څير د مشکلاتو سره مخ دي نو مبالغه به مې نه وي کړې. دلته ښځينه په بدو کښې ورکول کيږي , د پيسو په عوض د نيکه عمر سړيو , معذوره کسانو او نشيانو ته وديږي. بې اجازې او په ناخبرۍ کښې نامعلومه کسانو ته وديږي. اکثره انجونې په بدل ورکول کيږي چې بيا وروسته ناروا ظلمونه ورسره کيږي. ډيرې نجونې په وړوکوالي او کم عمرئ کښې هم وديږي او د ښځو تعليم خو په زياتره سيمو کښې ګناه ګڼل کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب