دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمیرمنښځه، نارینه | آصف بهاند

ښځه، نارینه | آصف بهاند

د کورنۍ دوې مټې او د ټولنې دوه وزرونه

(د یوې میرمنې له انتریو څخه څو ټکي)

د ښځو او نارینه وو په باب دا لاندې جملې چې تاسو به یې ولولئ، د هغې انتریو یوه برخه ده چې د بالیود د سینما یو سوپرستار عامر خان له یوې هندي میرمنې (Kamla Bhasin) سره ــ په ټولنه او کورنۍ کې د میرمنو د دریځ او کړو وړو په باب ــ تر سره کړې وه. څنگه چې دا انتریو زموږ د وطن د میرمنو له ژوند او شرایطو سره اړخ لگوي، ومې پتیله چې دا به پښتو ته راژباړم او په یوه ځانكړي وخت کې به یې درنو لوستونکو سره شریکوم.

ما ټوله انتریو نه ده ژباړلې او لا د پوښتنو متن مې هم نه دی ژباړلی، یوازې مې د ځواب ورکونکې میرمنې (Kamla Bhasin) د ځوابونو هغه برخې راژباړلې دي چې د نارینه وو د برلاسي او د ښځو د محکومیت حالت بیانوي.

کله مې چې یاده انتریو را وژباړله، ډیره موده زما د نورو نیم کاره کاغذونو په منځ کې را نه ورکه وه، بیا چې په مخه راغلله، نو د خپراوي له پاره یې مناسبه ورځ نه وه، بیا یې ټیـپـول او خپرول پاتې او هیر شول.

دا دی سږ مې د ۲۰۱۸ ام کال د مارچ د اتمې په پلمه هغه پاڼې را پیدا کړې، ټیپ مې کړې او اوس یې تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم.

ما ټوله انتریو نه ده ژباړلې، یوازې مې د هغې میرمنې (Kamla Bhasin) د ځوابونو هغه برخې چې زموږ د ټولنې او افغان میرمنو، په ځانگړي ډول پښتنې میرمنو له ژوند او عیني ستونزو سره اړخ لگوي، را ژباړلې دي:

یو نارینه په خپل آمر باندې لاس نه جگوي، لاس پر هغه چا جگیږي چې موږ هغه له ځانه ټیټ او کمزوری گڼو، یعنې ښخه،

د غیرت مسأله چې شی، نارینه (ورور، پلار، میړه، لیور…) ښځې ته وايي چې زه دې ساتنه کوم، خو دې ته یې پام نه وي چې هغې ښځې (مور) د همدې نارینه څومره او څنگه ساتنه کړې: په نس کې، په غیږ کې، لاس نیولی،

زموږ په کلچر کې کله چې ښځه او نارینه واده وکړي، نارینه ته خاوند وايي. نارینه د ښځې ټول واک په خپل لاس کې لري او زموږ په ژبه کې عام نوم همدا د میړه یا خاوند توری دی؛ نو چې داسې ده، هغه (میړه ــ خاوند) ښځه:

ــ وهلی شي،

ــ وژلی شي،

ــ خرڅولی شي،

ــ هر څه ورباندې کولای شي او…

نو دلته دی چې دا فکر رامنځ ته کیـږي چې باید فکر (د نارنه وو او ښځینه وو) بدل کړای شي.

لومړی باید د نارینه وو فکر بدل کړای شي، ځکه چې، د مثال له پاره:

ــ وهل څوک کوي؟

ــ وار څوک کوي؟

نارینه.

وهل او تاوتریخوالی داسې نه ده چې ذاتاً باید په نارینه کې لکه وینه موجود وي، او که کوم نارینه وهل نه کوي، یا کوم نارینه مثلاً د خپلې مور یا ښځې په مرگ وژاړي، نو دا نارینتوب نه دی.

نارینه حق لري چې د هر څه په باب وغږیږي، خو د خپلو نیمگړتیاوو او کمزورتیاوو په باب هیڅ کله څه نه وايي او لا په خوله یې هم نه راوړي. ځکه چې د نارینتوب یوه علامه دا ده چې باید نارینه کمزوری نه وي؛ چې همدا د نارینه وو لویه نقیصه ده.

کله چې یوه ښځه وهل کیږي، ولې یې هغه زغمي، په تیره بیا په وروسته پاتې ټولنو کې. له کومې کوهۍ یا ویالې یا تل نه چې نارینه اوبه څښي، له هغه ځای نه ښځې هم اوبه څښي؛ نو باید دواړه یوشی وي، مگر دا تحقیر او ټیټوالی ښځو ته ورپه برخه شوی چې ځان کمزوری او ټیټ گڼي او په ارامتیا سره دا ظلم، تیری او وهل پر ځان باندې زغمي.

په هره ټولنه کې برابرــ نابرابر، پرمختللي ــ وروسته پاتې، چې ولیدل شي؛ ښځې تر نارینه وو ډیر کار کوي. وگورئ په هر کور کې څوک ناوخته څملي او څوک تر ټولو مخکې پاڅیږي.

ځینې خلک او ځینې ټولنې یې داسې انگیري چې نارینه کار کوي، پیسې گټي او کورنۍ چلوي؛ ځکه حق لري چې وهل وکړي او په کورنۍ او ښځې واک ولري.
خبره داسې ده چې په متمدنه نړۍ کې داسې نه ده، که وي هم په وروسته پاتې ټولنو کې به وي.

چې نارینه پیسې گټي، نو دا پوښتنه رامنځ ته کیـږي چې ماشومان پیسې نه خوري، ډوډۍ خوري. پیسې نه خوړل کیږي، ډوډۍ خوړل کیږي. ډوډۍ څوک برابروي؟

د ماشومانو او کورنۍ خوب خو پر پـیسو د پاسه نه کیږي، پر بستره باندې کیـږي. دا څوک برابروي؟ څوک یې مینځي او…

همدا ښځه ده چې له پیسو نه ډوډۍ جوړوي، بستر جوړوي، کالي جوړوي، آرامتیا راولي.

نو دلته ده چې که دې حقیقت ته نظر وشي، ښخه او نارینه د کورنۍ دوې مټې دي، د ټولنې دوه وزرونه دي، فعاله ارابې یې گڼلای شو او کله چې دوی دواړه یو بل ته مټ ورکړي، نو له کورنۍ نه نیولې، بیا تر ټولنې او نړۍ پورې هر څه به ښه وي.

بله خبره دا ده چې د همدې ښځې هلې ځلې دي چې نارینه ته د بلې ورځې د کار کولو او پیسو گټلو ځواک وربښي.

ماښام نارینه ستړی کور ته راځي، د خپل کار ځای نه خوابدی، اعصاب خرابه او سپک شوی راځي، دا ښځه ده چې په خپل کار او ښه چلند سره هغه د سبا د کار جوگه کوي. ډوډۍ ورته برابروي، مینه ورکوي او سبا ته د تگ په وخت کې یې هر څه ورته برابر ایښي وي چې هغه په ډاډه زړه او له سمې انرژۍ سره بیا کار ته ځي.

اوس نو فکر وکړئ چې د ښځې له مرستې نه پرته یو نارینه:

ــ ناکام دی که نه؟

ــ کار کولای شي که نه؟

ــ ژوند کولای شي که نه؟

د نارینه او ښځې په منځ کې اصلاً کومه جگړه نه شته، جگړه د دوی د فکرونو په منځ کې ده، چې هر یو ځان ښه گڼي او ځان لوړ گڼي؛ نو دلته ده چې د دواړو په منځ کې باید برابري وي.

کله چې په کورنیو کې برابري نه وي، ریښتینې مینه امکان نه لري. نو د ریښتینې مینې د رامنځ ته کیدو له پاره باید داسې وشي چې:

نارینه کور نه راوستل شي او ښځې بهر ته ولیږل شي.

که د میندو او پلرونو په منځ کې ریښتینې مینه او برابري وي، بیا د هغوی دویم، دریم او بیا… نسلونه سم روزل کیږي او سمه برابري رامنځته کیږي.

1 COMMENT

  1. ډیره ښه فرهنګی مطلب مو ژباړلی. الله دی اجر درکړی. کاشکی دغه مطلب د افغانسان وروسته پاتی ټولنی چی زیاتره یی په کلو که اوسیږی رسیدی شوی.

    بهاند صاحب ستاسو دلا کټورو ترجمو پّ هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب