دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeروغتیانارنج د وینې غوړ له منځه وړي

نارنج د وینې غوړ له منځه وړي

ژباړه: حمیدالله حمیدي
نارنج هغه مېوه ده چې د بدن په سلامتیا کې مهم رول لري. سربېره پردې د یو شمېر ناروغیو په له منځه وړولو کې هم ګټور تماميږي. نارنج په زیاته اندازه ویټامین سي لري چې د خوړو خوند ښه کوي. د نارنج پوستکی د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.
د نارنج صحي ګټې:
۱ـ د سرطان په مخنیوی کې مرسته کوي.
۲ـ د پښتورګو د ناروغيو مخینوی کوي.
۳ـ د وینې غوړ یا کلېسټرول کموي.
۴ـ د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري.
۵ـ قبضیت له منځه وړي.
۶ـ د فکر په سلامتیا کې مرسته کوي.
۷ـ د وینې فشار کنټرولوي
نارنج لرغونې مېوه ده، په انګلیسي کې يې اورنج بولي، چې د سانسکرېټ له نارنګ څخه اخيستل شوې کلمه ده. له ميلاد نه ۵۰۰ کاله مخکې هم له نارنجو ګټه اخيستل شوې ده، خو لومړني ډولونه يې ترخه وو، تر اصلاح وروسته، تريو، تریو بخن او خوږه لوړي پيوندونو ور پورې شوي دي.
د پیدایښت لومړنی ځای يې سوېل ختيځه اسيا ګڼل کېږي، ونې يې تل زرغونې وي او تر لسو مترو پورې جګېږي، په افغانستان کې هم نارنج کېږي.

1 COMMENT

  1. سلامونه اونيکي هيلي
    په ډيري بخښني سره ددي يادونه مو نه ده کړي چه پوستکي
    يا نارنج دپورته امراضو لپاره څرنګه تر استفاده وشي خام وخوړل شي او تري کومه دوا په شکل استفاده شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب