چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeکلتورسینماسري دیوې سکته نه وه کړې

سري دیوې سکته نه وه کړې

تاند- د عدلي طب معاینې وښوده چې د هند د سینما غوره ستورې یا سپور سټار سري دیوې د زړه سکته نه ده کړې بلکې په اوبو کې د ‌ډوبېدو په وجه مړه شوې ده.

د شنبې په ورځ ناوخته د سري دیوي کپور د مړینې خبر خپور شو او وویل شو چې نوموړې د خپلوانو په یوه واده کې د ګډون لپاره دوبۍ ته تللې وه چې د زړه حمله پرې راغله.

ګلف نیوز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د عدلي طب معاینو وښوده چې سري دیوي په اوبو کې د ډوبېدو له کبله سا پرې کړې او پولیسو په دې اړه د هغې کورنۍ ته د خپلو تحقیقاتو په باب معلومات ورکړي دي.

د سري دیوې د مړینې په اړه د پولیسو لومړنی راپور- په دې راپور کې د هغې مړینه په اوبو کې تصادفي ډوبېدا ښودل شوې ده

تراوسه پورې د سري دیوي مړی هند ته نه دی وړل شوی او لا هم د عدلي طب معاینې دوام لري.

د دوبۍ پولیس وايي چې سري دیوي د هوټل په تشناب کې بې هوشه شوې او په ټب کې، چې له اوبو ډک و، لوېدلې او همالته یې سا ورکړې ده.

په دې اړه څه تراوسه څه نه دي ویل شوي چې ولې په پیل کې د هغې د مړینې علت د زړه درېدا ښودل شوې وه.

سري دیوې له څلور کلنۍ څخه د فلم له دنیا سره بلده شوه او په هندي، تامیلي، تلګو، کالایلام او څو نورو ژبو یې په ۳۰۰ فلمونو کې کار کړی دی.

دا د شنبې په ماښام د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه.

د هند د صدراعظم په ګډون ګڼو شخصیتونو د سري دیوې پر مړینه خواشیني ښکاره کړې ده.

د سري دیوي د مړینې خبر د نړۍ په رسنیو کې په پراخه پیمانه خپور شو.

سري دیوې د ۱۹۶۳ م کال د اګست په ۱۳ مه په تامیل ناډو ایالت کې زېږېدلې او لومړنی فلم، چې دې پکې کار وکړ (سولهوان ساون) نومېده چې په ۱۹۷۸ م کال راووت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب