شنبه, اپریل 27, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه سویډن کې لومړني بې چلوونکي بسونه کار پیلوي

په سویډن کې لومړني بې چلوونکي بسونه کار پیلوي

تاند- سویډن غواړي چې په ۶ میاشتو کې په پلازمېنې ستاکهلم کې بې چلوونکي یا اتومات برقي یا الیکتریکي بسونه فعال کړي.

اریکسن مخابراتي کمپنۍ د سویډن د یوې ترانسپورتي کمپنۍ په همکارۍ دا پروژه اجرا کوي.

برقي موټر اوس په ډېرو هیوادونو کې عام شوي خو سویډن به یو له هغو لومړنیو هیوادونو څخه وي چې بې چلوونکي بسونه د عامه ښاري ترانسپورت لپاره کاروي.

تر سویډن وړاندې په هالنډ کې دا ډول بسونه ازمویل شوي او نتیجه یې بریالۍ وه.

تر دې پخوا ګوګل او ځینو نورو کمپنیو بې چلوونکي موټر ازمویلي دي.

د ستاکهلم بې چلوونکي کوچنی بس به ۱۱ تنه سپرلۍ وړیا لېږدوي.

د دغو بسونو سرعت به په هر ساعت کې ۲۴ کیلومتره وي.

دا بسونه به د ښار په واټونو کې د پلیو، بایسکل ځغلوونکو او نورو موټرو ترڅنګ بې خطره فعالیت کوي.

د دغو بسونو اتومات وسایل او سینسرونه اریکسن شرکت چمتو کړي خو باډۍ او نور وسایل یې د ستاکهلم یوه ترانسپورتي کمپنۍ مهیا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب