چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپاناسونیک لومېکس GX9 کامرې معرفي شوې ژباړه: حمیدالله حمیدي

پاناسونیک لومېکس GX9 کامرې معرفي شوې ژباړه: حمیدالله حمیدي

په داسې حال کې چې هر کال د موبایلونو او کامرو نوي وېرژنونه بازار ته راځي، تر اوسه هېڅ داسې موبایل او کامره بازار ته رانغله چې له کامپکټ DSLR کامرو سره د سیالۍ جوګه وي. اوس تازه پاناسونیک لومېکس او لومېکس ZS20 کامرې معرفي شوې دي چې په دې برخه کې یې رېکارډ جوړ کړی دی.

ډېر کسان د قوي او پر لوړې ټکنالوژۍ د سمبالو کامرو مینه وال دي، خو د DSLR کامرو دروندوالی یې له کامرو زړه ور توروي. اوس د پاناسونیک لومېکس او لومېکس ZS20 په معرفي کېدو سره دغه ستونزه هواره شوې ده.

که څه هم چې دغه دوه ډوله نوې کامرې د بېلا بېلو کسانو لپاره توصيه کېږي، خو هره یوه یې کولی شي د 4K رېزولېشن په کیفیت ويډیو واخلي.

لومېکس  GX9

د لومېکس GX9 کامره ۲۰.۳ مېګاپېکسله درلودونکی لېنز لري چې د Venus-IOS له موتور څخه پکې ګټه اخیستل شوې ده. د لومېکس  GX9 د فوکس کولو وخت یوازې ۰.۰۷ ثانیې ښودل شوی دی. مخ پاڼه یې ټچ، LCD او 3.0 انچه ده.

لومېکس ZS200

د دې شرکت بل محصول ZS200 کامرې دي. دغه کامرې د لایکا لېنز په درلودلو سره پنځلس چنده د زوم کولو توانایي لري. مرکزي لېنز یې ۳۵ ملي متره دی چې له ۲۶ تر ۳۶۰  ملي مترو پورې نور هم غځېدای شي. مخ پاڼه یې ۳ انچه ده. LCD او د ټچ توانایي هم لري.

د پاناسونیک لومېکس GX9 کامرې بیه ۹۹۹ ډالره او د لومېکس  ZS200 بیه بیا ۸۰۰ امریکایي ډالره ښودل شوې ده چې په مارچ میاشت کې به بازار ته وړاندې شي.

بلخوا بیا اپل او امازون شرکتونه د ځیرکو سپیکرونو په برخه کې له یو بل سره سیالي کوي.

ځیرکو سپیکرونو، چې د ټکنالوژۍ په نړۍ کې یوه نوې پدیده ده، ګڼ مینه وال پیدا کړي دي. امازون شرکت وایي بازار ته د خپلو نویو ځیرکو او ځانګړو سپیکرونو په را ایستلو سره به لویه برخه بازار خپل کړي. د امازون شرکت دغه نوی محصول د یوې مډرنې او ډیجیټلي نړۍ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کوي، همدا لامل دی چې ګڼ مینه وال هم لري. د دې سپیکرونو غږیز دستیار د دې جوګه دی چې کاروونکي یې خپلې ډېرې دندې د غږیز دستور په وسیله د هغه پر اوږو ور واچوي. دغه ډیجیټلي دستیار کولی شي موسیقي خپره کړي، بېلا بېلو پوښتنو ته ځواب ووایي، ګڼې نورې ښېګڼې لري او ډېرې دندې پر مخ بېولی شي. داسې ښکاري چې د دغه ډول نویو محصولاتو بازار به ډېر ګرم وي، نو له همدې کبله ګڼ شرکتونه هڅه کوي د دې بازار لویه برخه خپله کړي.

د امازون Echo Show او د اپل Home Pod نوي ځیرک سپیکرونه به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي. د ټکنالوژۍ د برخې کار پوهان په دې اند دي چې دغه نوي محصولات به د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شي، له همدې کبله د BI Intelligence بنسټ غواړي دغه څه له نږدې وڅاري او په اړه یې خپل معلومات له خلکو سره شریک کړي.

څېړونکي په دې باور دي چې دا نوی محصول په بازار کې د بریا لپاره ښه پوتانشیل لري. دوی وایي، د خلکو شوق، ګټه او لېوالتیا هغه څه دي چې د ځیرکو سپیکرونو له خرڅلاو سره به پوره مرسته وکړي. دغه څېړنې ښیي چې Echo Show ځیرک سپیکرونه به په دې برخه کې تر ټولو لوی او ځانګړی برنډ وي. ځکه د دې ځیرکو سپیکرونو جوړښت ته په کتو سره ویل کېدای شي چې د خلکو د خوښې وړ به وګرځي او په بازار کې به د تر ټولو ډېر پلورل شوي محصول ځای هم خپل کړي.

ډېری بیا په دې اند دي، دا چې د امازون شرکت د ځیرکو سپیکرونو په برخه کې لومړی محصول Echo Look ډېر د خلکو د خوښې وړ ونه ګرځېد؛ نو کېدای شي دویم محصول یې هم په دې ډول وي. دوی دا هم وایي چې د ځیرکو سپیکرونو په برخه کې د اپل شرکت لومړنی محصول  Home Podبه بیا د دې شرکت د نورو محصولاتو ایفون او ای پډ په څېر د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شي.

خو له دې ټولو سره سره خلک دې ته خوښ دي چې روان کال به پر نوې ټکنالوژۍ سمبال او متنوع محصولات بازار ته وړاندې شي. د امازون او اپل شرکتونو نوي ځیرک سپیکرونه به یوازېني نوي هغه څه نه وي، چې خلک به ور سره مخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب