جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد پستې له دې ګټو خبر ياست؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

د پستې له دې ګټو خبر ياست؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

علمي څېړنو ثابته کړې چې پسته کولی شي سټرېس له منځه یوسي. د دې مېوې بله ښېګڼه دا ده چې د غاښونو دردونه هم له منځه وړي. دغه مېوه د ګټورو غوړو اسیدونو سرچینه ده او په زیاته کچه پولیفنولونه، غذایي فیبرونه او انټي اکسیدان هم لري.

څېړونکي وایي، هغه کسان چې سټرېس لري، ښه ده چې پسته وخوري؛ ځکه پسته په خپل ترکیب کې قوي انټي اکسیدانونه لکه رسوراترول، لوتيین، کرستین او نارنژنین لري. دغه ترکیبات د سټرېس له منفي اثرونو سره مقابله کوي او په پایله کې سټرېس له منځه وړي. په ورځني ډول د څو دانو پستو خوړل کولی شي له سټرېس مو وژغوري.

پسته د پوتاشیم درلودونکې ده:

دغه معدني ماده مو د وینې فشار منظموي، چې په خپل ترکیب کې مګنيزیم هم لري؛ په هر ۳۰ ګرامه پسته کې ۸ سلنه مګنیزم شتون لري. مګنیزیم کولی شي د وینې فشار منظم کړي، چې د سټرېس د له منځه تلو لامل کېږي.

په ورځني ډول د نارینه و لپاره ۳۶ ګرامه او د ښځینه لپاره ۴۲ ګرامه پسته کفایت کوي.

پسته د زړه له ناروغیو سره مبارزه کوي

پسته په خپل ترکیب کې ۹۰ سلنه غیر مشبوع شوي غوړ لري چې په وینه کې د کلسټرولو د کمېدو سبب کېږي او د زړه له ناروغیو سره مبارزه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب