صفي الله بهار
خپل ماشوم ته مه وایه: لمونځ وکړه، بلکې ورته ووایه: له ما سره لمونځ وکړه چې دواړه جنت ته لاړ شو.
خپل ماشوم ته مه وایه: چې په دیوال رسم مه کوه! بلکې ورته ووایه: په ورقه رسم وکړه چې بیايې پر دیوال را وځړوم.
خپل ماشوم ته مه وایه: خونه دې پاکه او سمه کړه چې ډیران دې ترې جوړ کړی دی! بلکې ورته ووایه: زه درسره د خونې په ترتیب او پاکوالي کې مرسته وکړم، ځکه چې ته نظافت ډیر خوښوې.
خپل ماشوم ته مه وایه: پاڅه سبق ووایه او لوبې پریږده، ځکه چې درس ډیر مهم دی! بلکې ورته ووایه: که دې درسونه خپل وختې خلاص کړل، نو زه هم له تا سره بیا لوبې کوم.
خپل ماشوم ته مه وایه: پاڅه غاښونه دې پرې وینځه، چې ترڅو زه درته ونه وایم ته غاښونه نه وینځې! بلکې ورته ووایه: زه په دې خوشحاله یم چې ته پرته له دې چې ره درته ووایم، خپل غاښونه برس کوې.
خپل ماشوم ته مه وایه: چې پر چپ اړخ مه ویده کیږه! بلکې ورته ووایه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې پر ښي اړخ ویده شئ.
نو خپل اولاد ته ډیر نصیحتونه مه کوه، بلکې هڅه وکړه چې په عملي ډول یې د خپلو ښو اعمالو په واسطه اصلاح کړې.
هو! هره خبره او کړنه چې ته یې تر سره کوي، ستا په ماشوم ډیر غټ تاثیر لري، او پوهه شه چې ستا ماشوم ستا د کړنو انځور دی.