يوه ورځ شتمن پلار خپل زوی له ښار څخه کلی ته په چکر بوته.
هغه غوښتل چې زوی ته وښایي چې غريب خلک څومره په ستونزو کې ژوند کوي، دوی د دې هدف لپاره ټوله ورځ د غربيې کورنۍ په کرونده کې تيره کړه.
کله چې دوی له چکر څخه راوګرځيدل پلار له زوی څخه پوښتنه ورکړه.
– زويه! څنګه چکر خوند درکړ؟
زوي: هو پلاره! ډېر خوندور وو.
پلار: ايا! تا وليدل چې غریب خلک څنګه ژوند کوي؟
زوی: هو پلاره!
پلار د ډېر تاکيد لپاره بیا له زوی څخه وپوښتل چې ښه راته ووايه ؛ چې تا له دې چکر څخه څه زده کړل؟
زوی ځواب ورکړ؛ مونږ يو سپی لرو، دوی څلور سپي لري. مونږ د لامبو لپاره حوض لرو، دوی سيند لري. مونږ د شپې له خوا د تياره روښانه کولو لپاره ګروپ لرو، دوی ستوري لري. مونږ خوارکي توکي بازار کې اخلو ، دوی يې دلته کري، مونږ د دفاع لپاره له ځانه ديوالونه تاو کړي، دوی د دفاع لپاره ملګري لري. مونږ د ساعت تيري لپاره ټلویزون لرو، دوی له خپلې کورنۍ سره وخت تیروی.
د هلک پلاره هک پک حيران شو، د خبرو لپاره يې څه نه لرل.
زوی يې زياته کړه:
مننه پلاره! چې پوه دې کړم؛ مونږ څومره غريب يو.
د کيسې پند: شتمن کيدل ډېر ساده دی؛ مينه، زړه سوی، ملګرتيا، يو بل ته ارزښت ورکول او کورنۍ دغه شيان زمونږ ژوند را شتمن کوي.
مطلب: شتمن کيدل روپيو پورې اړه نه لري.