په افغانستان او په تېره بیا په افغاني ټولنه کې دماشومانو دحقونو په برخه کې بنسټيز پرمختګ نه دی شوی .
ځکه ډېر ماشومان د نالوستۍ کړېږي، نه زده کړې لري او نه دزده کړو په اړه کوم تصميم، که څه هم په لرې پرتو سېمو کې ځينې تعليم يافته يادېږي، خو په ټېټه کچه تعليم یافته دي.
زموږ دټولنې او ځوان قشر په باسواده کولو کې مدني ټولنې، ځوانان، علماء کرام او قومي سپين ږېري رغنده رول او ونډه لري تر څو هغه خلک چې دکوچنیو هلکانو او انجونو دزده کړو سره مخالفت کوي پوهه شي او په لوړه کچه عامه پوهاوی ورته وشي تر څو ددوی په باسواده کېدو سره دټولنې راتلونکی روښانه شي ځکه دیو هېواد د پرمختګ پلمه يواځې تعلیم يافته هلکان نشې کېدای ښځې هم کولای شي چې دهېواد دابادۍ او پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.
تعليم یواځې دنارينه وو کار نه دی ښځې هم دتعليم حق لري.
الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايلي دي: هَلْ يَسْتَوِي الَّذِيْنَ يَعْلَمُوْنَ وَ الَّذِيْنَ لَا يَعْلَمُوْنَ [الزمر 9]
ژباړه: ایا برابردي هغه كسان چې علم یاپوهه لري له هغه كسانوسره چې علم ياپوهه نه لري.
نو که موږ په ټولنه کې پوهه له ناپوهه جلا کوو توپير یې یواځې دعلم او پوهې پواسطه کولای شو.
لوستې او تعلیم يافته وګړي کولای شي يوه سالمه کورنۍ وروزي کله چې دماشومانو تربيه سالمه او داسلامي شريعت په رڼا کې وشوه په ټولنه کې دهرې بداخلاقۍ او جرم مخه نيول کېږي.
زموږ ټولنه يوه افغاني او اسلامي ټولنه ده، په دې کې باید دزده کړو په وړاندې کلتوري محدویتونه له منځه يوړل شي او داسلامي شريعت په رڼا کې بایدهر چاته که نارينه وي او که زنانه دزده کړو حق ور کړل شي.
په اوسني وخت کې دافغان ماشومانوهلکانو او نجونو داندېښنو يوه هم داده چې زده کړو ته په کاپي اندازه لاسرسی نه لري.
ځينې خلک چې کوچني ماشومان (انجونې او هلکان) زده ګړو ته نه پرېږدي او دهغوي دزده کړو په وړاندې خنډونه را ايجادوي که دوي ته پوهاوی ورکړل شي لرې نده ښايي ډېر زر خپل دريځ ته تغیر ورکړي.
هغه چې په اوسنۍ پېړۍ کې نالوستي پاتې کېږي دنالوستۍ ټپونه او ترخې خاطرې له عمره له ځان سره لري .
دلته زياتوماشومانو دنالوستۍ له امله خپل راتلونکی ندی روښانه کړی.
دلته بېشماره وګړي دنالوستۍ په ژوند کې زېږيدلي اولوی شوې دي، دوی همېشه خپل روښانه راتلونکی دبېسوادۍ له امله تياره کړی.
وخت لږ ندی تېر شوی چې افغاني ټولنه دنالوستۍ کړيږي، که وګورو پخوا هم ددغه تولنې پر وړاندې کلتوري محدويتونه موجود وو.
پخوا هم زموږ په ټولنه کې زده کړو ته حق اوليت نه و ورکړل شوی.
او نه په ټولنيز ژوند کې خلک تعلیم او زده کړو ته په احترام او درناوي قايل وو .
همدا علت وو چې جګړه دوامداره شوه، او وخشت بوي ټوله فضا ونیوله اند ددغه وخشت بد بوی دهرچا تر پزې ورسېده.
د زده کړو په برخه کې د ښځو حقوق هم تلف شوي وو.
چې د اکثریت ګوته يې د دولت مخالفو وسلوالو ته نیول کېده.
ټول بايدپه دې اړه مبارزه وکړو چې د ماشومانو پر وړاندې د بېسوادۍ څلي ړنګ کړو ځکه زموږ ټولنه لوستو او تعليم يافته قشر ته تر نورو ټولنو اړتيا ډېره لري .
زده کړو سيستم بايد په لوړه کچه پياوړی شي تر څو د ماشومانو دوړتيا او ځواکمنولو په برخه کې کار وشي.
دزده کړو لپاره بايد داسې محيط برابر شي چې ماشومان د اسلامي او ټولنيزو ارزښتونوپه پام کې نيولو سره هم زده کړې وکړي او هم له زده کړو خوند واخلي.