که هره دنده او مسلک لرئ له بدبینۍ ځان ساتئ، او اجازه مه ورکوئ چې ځینې خواشینوونکې شېبې چې هر ملت ورسره مخامخ کېږي، تاسي نهیلي او مایوسه کړي.
کتاب ولولئ، کتابتون ته لاړ شئ، لابراتوار وګورئ.
لومړی له ځانه وپوښتئ چې د ځان د پوهولو او زده کړې لپاره مو څه کړي دي.
بیا هر څومره چې وړاندې ځئ، له ځانه وپوښتئ چې د خپل هیواد لپاره مې څه کړي دي او دا پوښتنه دومره تکرار کړئ چې داسې خوندور احساس ته ورسېږئ چې له ځان سره ووایاست چې د بشریت په پرمختګ او ښېګڼه کې مې کوچنۍ ونډه لرلې ده.
که ژوند زموږ د خواریو عوض راکوي یا نه راکوي، کله چې د هڅو اخر ته نژدې کېږو هر یو باید دا حق ولرو چې په لوړ ږغ ووایو، ما هومره څه کړي چې په وس مې پوره و.