یوه ظالم او بې رحمه زمري په ځنگل کې ژوند کولو. هغه به هره ورځ یو شمېر زیات حیوانات وژل او خوړل.
نورو حیواناتو له دې څخه وېره درلوده چې زمری به دوی ټول ووژني.
حیواناتو زمري ته وویل: راځه چې یوه معامله وکړو، که ته موږ ته وعده راکړې چې هره ورځ به یوازې یو حیوان خورې، نو هغه وخت به هره ورځ زموږ له منځه یو کس تاته درځي او په همدې اساس ته مجبوره نه یې چې موږ ښکار کړې او ووژنې.
دغه وړاندیز د زمري له نظره ښه وبرېښېد او هغوی سره یې موافقه وکړه او همدا راز زمري حیواناتو ته وويل: ((که هره ورځ تاسو رانه شی، نو وعده درکوم چې راتلونکې ورځ به تاسو ټول ووژنم))
وروسته له دې معاملې څخه هره ورځ به یو حیوان زمري ته ورتللو ترڅو زمری هغه وخوري.
په همدې اساس نور حیوانات به په امن کې وو.
بلاخره د سوی نوبت راورسېد ترڅو زمري ته ورشي. سوی په هغه ورځ ډېر په کراره ولاړ او کله چې زمري ته ورسېد نو زمری ډېر غوسه او په قهر و.
زمري په ډېره غوسه له سوی څخه پوښتنه وکړه: «ولې ناوخته راغلې؟»
سوی وویل: له هغه بل زمري څخه چې په ځنگل کې دی، وېرېدم. هغه زمري ماته وویل چې «زه د ځنگل پادشاه یم» او زه وېرېدم.
زمري، سوی ته وویل: زه یوازې ددې ځنگل پادشاه یم او ما ته د هغه بل زمري ځای وښایه ترڅو زه هغه ووژنم.
سوی ځواب ورکړ: خوشاله به شم چې تاسو ته وښایم چې هغه چېرته ژوند کوي.
سوی، زمري ته لارښوونه وکړه او هغه یې د یوه زوړ څاه په لوري بوتللو .
څاه ډېر ژور و او دننه پکې اوبه وې.
سوی زمري ته وویل: ((هلته (څاه) ته ووینه، هغه زمری دلته د څاه دننه ژوند کوي.))
کله چې زمري د څاه دننه ولیدل، نو خپله څېره یې ورته په اوبو کې ښکاره شوه او فکر یې وکړ چې هغه بل زمری همدا دی.
نو بې له کوم ځنډ څخه يې څاه ته ټوپ کړ، ترڅو هغه بل زمری ووژني، خو په اصل کې دا خپله ووژل شو او بیا هېڅکله هم له دې څاه څخه بېرته راپورته نه شو.
همدا و چې د ځنگل ټول حیوانات د ظالم او بې رحمه زمري څخه وژغورل شول او ټولو د هوښیاره او ځیرکه سوی څخه مننه وکړه.
(ځینې وخت د لویو کارونو د ترسره کولو لپاره یوازې پخه اراده او هوډ ضرور دی، چې ارداه مو پخه وي نو هر کار کېدونکی دی)