پخوا چې د اوس په پرتله په کې اسانتیاوې په ځلونو کمې وې، کتاب د لویانو او کوچنیانو لپاره د وخت تېرولو تر ټولو ښه وسیله وه خو دې کچې د بېلابېلو کسانو په منځ کې توپیر درلود؛ نوو ځوانانو به د مینې داستانونه لوستل، مشرانو به نوي کتابونه اخیستل او یا به یې هم له نورو خپلوانو د امانت په ډول راوړل، خو په ټوله کې د کتاب لوستل، د اوسني وخت په پرتله ډېر عام و.
اوس مهال په نوې ټکنالوجۍ کې بوختېدل، د فلمونو او یا سریالونو کتل د دې لامل شوي چې د کتاب لوستل او مطالعهه کمرنګه شي. هغه کسان چې د پوهنتون محصلین دي او موخه یې یوازې د زده کړو ترلاسه کول دي، هغوی هم ډېر کله د خپل سمسټر له معلومو کتابونو پرته ازاده مطالعه نه کوي، په داسې حال کې چې ازاده مطالعه د معلوماتو په زیاتولو کې په بې ساري ډول مرسته کوي او په هره برخه کې یې د معلوماتو زېرمه زیاتېږي. دا هم مه هېروئ چې کتاب د انسان تر ټولو ښه ملګری دی.
د دې لپاره چې اولادونه مو د کتاب له لوستلو سره روږدي کړئ، له لاندې تګلارو ګټه واخلئ:
۱- له لوستلو او لیکلو مخکې کیسې ورته ولولئ
د اولادونو لپاره مو خوږې او په زړه پورې لنډې کیسې غوره کړئ او د ویده کېدو په وخت کې یې ورته و وایاست، دد کیسو لپاره ورته داسې کتابونه وټاکئ چې ښکلي او زړه راښکونکي انځورونه ولري او له کیسې سره بشپړ تړلي وي، څو دوی په اسانۍ سره وکولای شي له کیسې سره اړیکه ورکړي.
وخت ورکړئ چې د کتاب له لومړۍ پاڼې پوره معنا واخلئ وروسته ورته دویمه پاڼه واړوئ.
د ماشومانو سن ته په کتو کتابونه غوره کړئ، هماغه یوه کیسه ورته له یو ځل زیاته ولولئ، ماشومان د لویانو په څېر نهه دي چې له یو ځل کیسې لوستلو ستړي شي، بلکې دوی غواړي یوه کیسه بیا بیا ورته ولوستل شي تر څو یې په یاد زده کړي. که مو احساس کړه چې موشومان مو هغه کتاب ته چې تاسو یې ورته لولئ، خاص خوند نه ورکوي، مه نا هيلې کېږئ، د وخت په تېرېدو سره هغه د کتاب لوستلو له کلتور سره اشنا کېږي.
۲- د کتاب غوره کولو لپاره مو ماشومان خپلې خوښې ته پرېږدئ
ماشومان مو خپلې خوښې ته پرېږدئ چې د خپل ذوق اړوند کتاب د ځان لپاره غوره کړي. تاسو پرې په زور د کوم خاصص کتاب لوستلو فشار مه اچوئ، کېدای شي هغوی له داسې کتابونو سره مینه ولري چې انځورونه په کې زیات وي یا هم داسې کتابونه چې په پرله پسې توګه کیسې ولري او یا هم بل ډول چې د دوی خوښ وي. تاسو ورته یوازې د دوی د خوښې کتاب رواړئ او د ذوق احترام یې وکړئ، ډاډه و اوسئ هغه څه چې دوی یې د ځان لپاره خپله ټاکي د دې لامل ګرځي چې له کتاب لوستلو سره مینه پیدا کړي، خو یوه څه ته مو باید پام وي، داسې کتاب وي چې اړوند موضوع او منځپانګه یې د هغوی له سن سره برابر او ګټور وي. داسې څه په کې نه وي چې پر دوی باندې منفي اثر پرېباسي، که یې بیا هم غوښتنه وه، دغه چاره داسې مديریت کړئ چې ماشومان مو د کتاب له لوستلو زړه توري نه شي او په پایله کې د بل کتاب د اخیستو غوښتنه وکړئ.
۳- اولادونه مو د عامه کتاب خونو غړي کړئ
ډېر کله ماشومان غواړي چې یو کتاب یې په خپل نوم وي او دا احساس کړي چې ګواکې دغه کتاب د ده خپل مال دی اوو ډېره کله له هماغه یوه کتاب سره مصروف وي، خو دا کافي نه ده، کېدای شي له کیسو نور ستړي شوي وي، کتاب خونه له دوی سره مرسته کوي چې د خپلې خوښې هر ډول کتاب په کې ومومي، بې له دې چې پیسې پرې ورکړي. کتاب خونو ته د ماشومانو بيول د دې لامل ګرځي چې ماشومان له کتاب خونو سره مینه پیدا کړي.
۴- ماشومان مو د کتاب لوستلو سیالیو ته وهڅوئ
د کتاب لوستول سیالۍ تر ډېره په ښوونځیو کې ترسره کېږي. خپل ماشومان مو وهڅوئ چې په دې ډول سیالیو کې برخهه واخلي. که مو یو ځل ماشوم د کتاب لوستلو په سیالۍ کې د بریالیتوب خوند ولید، هېڅکله به هم په دې ډول سیالیو کې د ګډون چانس له لاسه ورنه کړي او که په کې بریالی نه شو هم تاسو باید خپل ماشوم وهڅوئ تر څو د دویم ځل لپاره په کې برخه واخلي. کله کله تاسو خپله هم ورته وړې ډالۍ واخلئ تر څو نور هم د کتاب لوستلو ته وهڅېږي.
۵- ماشومان مو لیکل کولو ته هم تشویق کړئ
د ماشوم په خټه کې د فکر کولو او کیسې ویلو غوټۍ موجودې وي؛ تاسو هڅه وکړئ هغه وغوړوئ. ماشومان مو وهڅوئئ چې کیسه جوړه کړي، هغوی کولای شي په خپله کتابچه کې کیسه ولیکي او انځورونه ورته وباسي، کتابچه چې یې ورته د یوه ارزښت ناک یادګار په توګه وساتئ او دوی ته دا وښیئ چې لیکل شوي شیان یې تاسو ته ډېر ارزښت لري.