زمری پاچا The Lion King کارتون لومړی ځل په ۱۹۹۴م کال کې د والټ ډيزني انيمشن له خوا جوړ شو. دا د والټ ډيزني ۳۲م کارتوني فيچر فيلم دی. د دې کارتون کيسه په افريقا کې د زمريانو په يوه پاچاهي کې جوړه شوې ده. د دېې کيسې سرچينه د ويليم شکسپيېر له افسانې هامليټ Hamlet څخه اخيستل شوې ده. د دې فيلم اصلي سندرې مشهور موسيقار ايلټن جان Elton John ليکلي دي. د دغه فیلم د کرکټرانو ږغونه د انګلیسي ژبې د مشهورو فلمي ستورو دي.
د زمري پاچا کيسه د يوه کوچني زمري ده چې سيمبا نوميږي. د ده پلار مفاسا نوميږي چې د وياړلو مځکو په نوم د يوه ځنګل پاچا دی. خو کله چې د سيبما کاکا، سکار، مفاسا ووژني، سيمبا فکر کوي دی د خپل پلار د مرګ مسئول دی نو لهه ډېره غمه له خپله کوره تښتي.
سيمبا دوه ملګري پيدا کړي او وروسته په سکار پسې خپل کور ته بيرته ځي.
دغه کارتون د نړۍ یو ډېر مشهور کارتوني فلم دی، په ډېرو ژبو ژباړل شوی او هر څوک يې ډېر په خوند ګوري. په پښتو کې د دې کارتون نورې برخې به له تانده وخت په وخت خپريږي.