۳
د ماشومانو او کوچنیانو له پاره نوې ډیوه
د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت
شپږ دیرشمه برخه
د «ټال» په باب لومړنۍ لیکنه چې زما له نظره تیره شوه «ټال مهالنۍ چاپ شوه!» نومیده. لومړی سر سري ور نه تیر شوم ما ویل چې کومه سیاسي یا طنزیه مهالنۍ به وي، بیا مې وې چې راځه یو وار خو ور باندې تیر شه، چې لږ مې ګزارش ولوست، پو شوم چې د کار څه دي.
دا ګزارش د «ټال» د امتیاز خاوند او مسؤل مدیر ښاغلي نجیب پاڅون لیکلی دی. د دې ر پوټ په یوه برخه کې د ټال د خپریدو د موخې، مسؤل مدیر، د امتیاز خاوند او محتویاتو په باب په داسې راغلي دي:
«ټال له بلخ ولایت څخه د ماشومانو لپاره ښوونیزه، روزنیزه، معلوماتي او تفریحي مهالنۍ خپرونه ده، چې په لومړي ځل له دې ولایت څخه په پښتو ژبه خپره شوه، د دې خپرونې د امتیاز څښتن او مسؤل چلوونکی نجیب الله پاڅون دی.
د ټال په مهالنۍ کې د ماشومانو لپاره ګڼ مطالب خپاره شوي، چې له هغې جملې نه شعرونه، کیسې، ټوکې، روغتیايي معلومات، ساینسي معلومات، د ماشومانو فولکلوریک شعرونه او هر اړخیز ګټور معلومات چاپ شوي، د ټال په لومړنۍ ګڼه کې لاندې مطالب خپاره شوي، چې دلته یې صرف نومونه اخلو:
۱ـ ټال څه دی؟
۲ـ د ماشوم حقوق
۳ـ د پښتو ژبې توري
۴ـ آیا پوهېدئ؟
۵ـ ولې باید ډېرې اوبه وڅښو؟
۶ـ غرونه څنګه پیدا شول؟
۷ـ لمر له ځمکې څومره لرې دی؟
۸ـ ولې ترکارۍ ګټورې دي؟
۹ـ ښځه د پوهانو د فکر په هنداره کې( د لویانو خبرې)
۱۰ـ خندا مینه ده (ټوکې)
۱۱ـ د هیواد ملي شخصیتونو پېژندنه ( پېژندګلوي)
۱۲ـ د هیلو ټال (شعرونه) لکه خورکۍ ته، سهار، ټولګی، جګړه او…
۱۳ـ لنډه کیسه( واوره)
۱۴ـ د ماشومانو کانکور( پوښتنې)
۱۵ـ د نن غوټۍ د سبا ګلان( د استعداد لرونکو ماشومانو پېژندنه)
۱۶ـ د بلخ چهاربولک ولسوالۍ د ادبي او فرهنګي مرکزونو پېژندنه
۱۷ـ د کوچنیانو فولکلوریکي سندرې
او…
ټال مهالنۍ د مزارشریف ښار په شمول د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې هم وېشل کېږي دغه خپرونه څلور مخونو کې خپرېږي…»
د «ټال» د خپورولو د موخې په باب او په بلخ ولایت کې د ماشومانو د بد حالت په هکله د «ټال» مسؤل مدیر داسې په ویلي دي:
«… زموږ موخه له دې خپرونې څخه دا ده، چې پښتانه ماشومان تعلیم او مطالعې ته وهڅېږي او دوی په خپله ژبه لیک او لوست وکړي، موږ په دې خپرونه کې ډېره هڅه کړې، چې د ماشومانو لپاره او یا هم د ماشوم په ژبه خواږه مطالب خپاره کړو تر څو دوی په آسانۍ سره دغه مطالب ولوستلی شي،
په بلخ کې پښتانه ماشومان په ډېر ناوړه حالت کې ژوند لري خصوصا د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې پښتانه ماشومان اکثره مزدوري او پردي مالونه څروي دوی ټوله ورځ په دښته کې له خپلو پلرونو سره په درنو کارونو بوخت وي…
دلته پښتانه پلرونه خپل ماشوم ته د کتاب پر ځای پلاستیکي وسلې او تفنګچې اخلي…
زموږ غوښتنه له هغو پښتنو پلرونو څخه دا ده چې نور دې خپل ماشوم ته د تفنګچې پر ځای کتاب او اخبار په لاس کې ورکړي د دې پر ځای، چې په خپل ماشوم د کور او بهر درانه کارونه وکړي هغه دې ښوونځي ته واستوي او تعلیم دې پرې وکړي،
… د ټال خپرونه به د ماشومانو ادبیاتو ته کار کوي او د دوی په ژبه به خواږه مطالب خپروي،
د ماشوم ایجادي ادبیات د وینا او لیکلو له مخې پوهان په دوو برخو وېشي یو هغه ادبیات دي چې هغه پخپله د ماشوم له خوا رامینځ ته شوي او یو هغه دي چې ماشوم ته یا د ماشوم په ژبه لیکل شوي دي. دا دواړه د ماشومانو د ذهني ودې د دوی تر مینځ د سیالیو او ذوق په خړوبولو کې ډېر اغېزمن تمامېږي. پښتو کې د ماشوم ادب په برخه کې د ګوتو په شمېر خپرونې شته، چې دغه برخه لا تراوسه هم خواره ده.
اوس، اوس د دغې تشې د ډکولو لپاره یو شمېر لیکوالانو هڅه کړې او ماشومانو ته یې د دوی په ژبه ځینې خپرونې پیل کړي، چې موږ د دغه کار راتلونکي ته هیله مند یو، ټال به خپل ژورنالېستیک رسالت په پوره ایماندارۍ سره سر ته رسوي او د ماشومانو د حقونو لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي…»
د «ټال» د چاپیدو په غبرګون کې د اوسني نسل د روزنې او د دوی د ښې راتلونکو پلویانو د مبارکيو تر څنګ، خپل نظریات هم څرګند کړي دي چې په دې برخه کې به د ځینو نظریات را واخستل شي:
ښاغلي ذبیح الله احساس د «ټال» د لومړۍ ګڼې د خپریدو په باب داسې لیکلي دي:
«چا ويل چې په درياب کې ګوهر نشته.
ټال:
ټال؛ له بلخه چاپېدونکې اوومه پښتو خپرونه ده، خو له نورو سره توپير لري.
ټال د ماشومانو لپاره خپرېږي، هغه تشه، چې په دغه ولايت کې د تېرو ديارلسو کلونو د روانو ادبي او رسنيزو هڅو په لړ کې ورته چا پام نه و کړی.
دغه خپرونه د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي، ملګري Najib Pasoon نجيب پاڅون په امتياز او مسووليت چاپېږي. په خپل ملګري وياړو او ورته مبارکي وايم.
لومړۍ ګڼه يې نن زما تر ميزه ورسېده.
د ماشومانو لپاره جالب مواد پکې راټول شوي دي.
د ټال ټالۍ دې روانې وي او زموږ ماشومان دې ورسره خوښ».
میرویس درمان د یوه کامت په ترڅ کې خپل نظر داسې څرګند کړی دی:
«د ماشوم په دنیا کې بل پرمختګ؛ هغه کار چی په تیرو ۱۳ کلونو کې ور ته د چا پام نه وه؛ ټال خپرونه د بلخ ادبي خوځښت له ځوان ملګري نجیب پاڅون څخه ډیره مننه چې ماشومانو ته يي په خپله مورنۍ ژبه خپرونه جوړه کړی»
دا چې د «ټال» مسولین ټال څه ډول د بلخ ولایت، او شاو خوا ولایتونو ته او لا د ټول افغانستان ولایتونو ماشومانو او کوچنیانو ته ور ورسوي، دا هم یوه پوښتنه او مخکې پرته ستونزه ده. داسې نه شي چې چاپ یې کړي یا په ګدامونو کې پاتې شي او یا یې دکانداران د سودا خرڅولو له پاره وکاروي.
د «ټال» د مسؤلینو هیله دا ده چې «ټال» هر څوک ولولي، په تیره ماشومان او کوچنیان، د همدې هیلې پر بنا یې د «ټال» د لومړۍ ګڼې په لومړي مخکې ماشومانو ته په خطاب کې داسې لیکلي دي:
«ګرانو کوچنیانو! دا ستاسو خپله خپرونه ده، دا به لولئ، زده کوئ به یې او د خپلې خوښې لیکل به موږ ته را لیږئ!
د ټال په دې ګڼه کې ستاسو له پاره ډیر ښایسته شعرونه، کیسې ټوکې، روغتیايی او هر اړخیز معلومات لیکل شوي، هیله ده چې وې لولئ او خوند ترې واخلئ!» (ټال، لومړل کال، لومړۍ ګڼه، ۱۳۹۵ لمریز کال د لړم ۲۴ مه، لومړی مخ)
د اوس له پاره «ټال» ما ته داسې دی لکه نوی زیږیدلی ماشوم. د همدې له پاره یې باید لاس ونیول شي او د پل اوچتولو چل ور وښودل شي. که یې د ځینو نیګړتیاو نه د اوس له پاره ور تیر شو، نو ویلای شم چې د ماشومانو او کوچنیانو د لوستلو له پاره د قدر وړ شیان هم لري، زه یې بیا په تکرار او ټینګار سره وایم چې باید د ماشومانو او کوچنیانو دا خپرونه د دوی تر نازکو لاسونو پورې ور ورسول شي.
د ټال مسؤلین دې، دې ته نه خوشاله کیږي چې د ټال لومړۍ ګڼه را وو ته او په څو ویبپاڼو کې یې د چاپیدو خبر خپور شو؛ دوی باید لرې وګوري او او دې ته پام وکړي چې دا ډیوه مړه نه شي او پر دې باندې جدي فکر وکړي چې له خپلو امکاناتو نه په استفادې سره څه ډول، تر څه وخته او په څه ډول محتویاتو دا ډیوه بله ساتلی شي، دا په دوی پورې اړه لري.
اصلی خبره دا ده چې د «ټال» مسؤلین ماشومان او کوچنیان په «ټال» کې په مینې او پام سره کینوي، وې زنګوي او د «ټال» په شمال کې د نوي عصر نوي علوم او د راتلونکې له پاره دوی ته داسې څه ور زده کړي چې د دوی د لارې د ډیوې حیثیت ولري، ماشومان او کوچنیانو ته داسې توومنه ورکړي چې په راتلونکو درسونو یعنې ښوونځي او پوهنځي کې ور ته د تومنې حیثیت ولري.
زه، د افغانستان په بلخ کې «ټال» خپرونه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره یوه ډیوه ګڼم، که مسولین او همکار قلموال یې د پیل همدې جدیت ته دوام ورکړي او د تیارې کومه خوله دا ډیوه د وژلو په نیت پوف او مړه نه کړي، هیله ده چې ټال به د نوي نسل د نوي ژوند له پاره ښه وزنګیږي او د ماشومانو او کوچنیانو د نوي ژوند لارې به دا ډیوه په علمي او عصري ډول رڼا کاندي.
د شپږ دیرشمې برخې پای