د ماشومانو لپاره د پند څخه ډکه لنډه کیسه !!
بی بی هوا هندارې ته ودرېده، او خپلې شونډې یې ښکولولې، او هندارې هم همدا کار تر سره کړ.
بی بی هوا چې د هندارې دا کار ولید چې د دې پیښې کوي نو په غوسه شوه او وویل:<< اې اې بدې هندارې. ته زما پېښې کوې؟>>
هنداره هم په غوسه شوه: او همدغه خبرې یې بی بی هوا ته وکړې.
بی بی هوا وویل:<< زه بده یم. او ته هم بده یې>>. وروسته یې بیا وویل:<< که چیرې دې بیا ځلې زما پېښې وکړې، نو تا به وشکوم او لاندې به دې ختا کړم.>>
بی بی هوا بیا هندارې ته ودرېده او خپله ژبه یې له خولې څخه را وویسته، چې بیا هندارې همدا کار ترسره کړاو ژبه یې بیرون ته کړه .
بی بی هوا خپل لاسونه را پورته کړل غوښتل یې چې په هنداره ګزار وکړي او ووهي.
خو مور یې یو دم پرې غږ وکړ او ورته یې وویل: بی بی هوا ته څه کوې؟
بی بی هوا وویل: غواړم هنداره را ختا کړم، او ښه یې ټوټې ټوټې کړم، ما باندې مسخرې او ریشخند کوي.
مور یې د بی بی هوا مخې ته ورغله او د بی بی هوا لاسونه یې ونیول او ورته یې وویل:
<< ته په دې پوهیږې! که چیرې هنداره ماته کړې، نو ستاسې دواړه به پکې ډیر خوګیګي، خو ته نظر هغې ته ډيره خوګیګې.>>
بی بی هوا پوښتنه وکړه:<< هغه څنګه؟>>
مور یې ورته وویل:<< لومړی خو دا چې ستا لاس پرې غوڅیږي او بیا وینې ترې ځي. او بیا وروسته هینداره هم ماته ماته (ټوټې، ټوټې ) کیږي. چې بیا ستا انځور او شکل هم بد ښکاري.
بی بی هوا وویل:<< وای وای وای…..>>
موریې ورته وویل: اه او افسوس مه کوه، اوس هندارې ته ودریږه او ورته وخانده.
بی بی هوا چې ډیره په غوسه هم وه، اهسته اهسته یې خپلې شونډې په خندا خلاصې کړې او وخندل.
هندارې هم وخندل. نو مور یې هم وخندل او ورته یې وویل:<< ته وګوره ! دواړه څومره ښایسته ښکاریږئ.>>
هندارې هم وویل:<< ته ګوره ! دواړه څومره ښایسته ښکاریږو…>>