ژباړن : جاويد اوربل –
يو مياشتي ماشوم :
د ماشومانو سره مو نژدې وخت تير كړئ ، دا په دې چې دوى هغه شيان ښه ويني چې له دوى څخه يوازې اته تر پنځلسو انچو لرې وي يعنې دوى نژدې شيان ښه ويني . څومره چې يې سترګې انكشاف كوي ، همدومره دوى مينه لري چې پر مخونو تمركز زيات وكړي نو چې كله ويده نه وي ، ور نژدې شئ . مخ مو ور نژدې كړئ او بيا سندرې ورته وواياست ، داسې سندرې لكه مرغۍ چې ېې وايي .
دوه مياشتينى ماشوم :
د خپل ماشوم سره مو مرسته وكړئ چې د لاسونو حركتونه او د سترګو حركتونه سره منظم كړي ، داسې چې د دواړو لاسونو چمبې يې سره يو ځاى كړئ او سندرې ورته وواياست . د وخت په تيريدو سره به ستاسو د حركتونو او اواز تقليد وكړي چې د لاس ، غږ او د ژبې تر منځ به هماهنګي راولي . چې څه نور وخت تير شي نو ماشوم به د هغو عبارتونو كاپي شروع كړي چې تاسو يې ورته واياست. نو خپل ماشوم ځانته نژدې كړئ او ژبه ورته وښوروئ ، خپل خوله ورته وازه كړئ يا دا چې داسې ورته وخاندئ چې غاښونه مو ورته ښكاره شي ، له دې سره به په څو مياشتو كې ماشوم ستاسو تقليد شروع كړي .
درې مياشتينى ماشوم :
ستاسو ماشوم ممكن د لاسونو سره لوبې شروع كړي او په شيانو پسې وڅخيږي . د دې له پاره چې د لاس او سترګو د حركتونو تر منځ يې هماهنګي پيدا شي نو رنګه شرنګاني ورته پورته ونيسئ څو دوى يې د را نيولو هڅه وكړي . دوى له دې سره د سر د پورته كولو كوښښ هم كوي او له دې كاره به خوند اخلي . دا كار هغه وخت وكړئ چې دوى ستوني ستغ پراته وي . يوه پاكه اينه ورته پيدا كړئ چې دوى په كې وليدل شي . دوى به په دې سره ډير كوښښ وكړي چې سر نور هم پورته كړي چې هغه چا ته وګوري چى د ده مخته دى د اينې دننه ښكاري چې ده ته يې سترګې نيولي دي .
څلور مياشتنى ماشوم :
ماشومان اجتماعي كيږي ، د لاسي حركتونو او ژبې وړتيا يې په دې وخت كې غوړيږي . ماشوم خپل احساسات د خوشالۍ په هغ هغ سره ښكاره كوي چې يو روښانه شى ورته ښكاره شي يا هم په غوصه غوم غوم كوي يا ژاړي چې دا شى ورنه پټ كړل شي . تاسو فكر وكړئ چې ماشوم ته څنګه ناراموونكي احساسات پيدا كيږي . دا په څوارلس هفتني ماشوم كې ليدل كيداى شي چې د بل ماشوم يا شي په ليدو سره نارامه شي .
پنځه مياشتينى ماشوم :
په دې وخت كې د ماشوم غوږونه او سترګې داسې كار كوي لكه ستاسو هغه چې يې كوي . په دې وخت كې ماشومان كوښښ كوي چې د ځانه سره وبنګيږي يعنى اممم اممم يا دې ته ورته لګيا وي . خپل خبرې بيا ورته وكړئ او ځينې توري او كليمې ورته تكرار كړئ چې وپوهيږي څنګه مفاهمه وكړي . چې كله ورته كليمې تكراروئ په دې وخت كې ماشوم كوښښ كوي چې ستاسو تقليد وكړي نو مرسته ور سره وكړئ . د كتاب لوستلو څخه شروع وكړئ او د هغه څه چې نوم اخلئ ، په ګوتې اشاره هم ورته وكړئ .
شپږ مياشتينى ماشوم :
په دې وخت كې ماشوم ژر كښيني او شاوخوا خاړپوسي كوي نو پر ځمكه يې څملوئ چې خاړپوسي وكړلى شي . داسې چې د لوبو يوه وسيله يې مخته لږ لرې كښيږدئ چې دوى ورته ور وخوځيږي او را وا يې خلي خو پام مو وي چې دا د لوبو وسيله بايد نسبتا لويه وي ځكه ماشومان كوښښ كوي چې هر شى خولې ته يوسي او مځكه يا د كوټې غولى هم بايد داسې وي چې ماشوم ته جوړ وي چې نور شيان پرې نه وي پراته چې ماشوم يې خولې ته يوسي يا ځان پرې خوږ كړي .
اوه مياشتينى ماشوم :
د ماشوم د لاسونو وړتيا زياتيږي او په څو مياشتو كې به يې په لاس كې د يو شي د نيولو وړتيا نوره هم زياته شي . د لاسونو د ساده حركتونو له پاره هغوى ته واړه شيان ور كړئ چې له ځمكې يې راپورته كړي او لوبې پرې وكړي .
د كاچوغو اندازه كوونكي پلاستيكي سركولونه او وړې پيالې په دې برخې كې ښه مرسته كولى شي . يا يې په چمن كې كښينوئ چې چمن وشوكوي . په اول كې به كوښښ وكړي چې يو موټ ډك له وښو را وشوكوي خو وروسته كوښښ كوي چې يو يو تار واښه را وشكوي .
اته مياشتينى ماشوم :
دا هغه عمر دى چې ماشوم ته د ځاى او كليمې په اړه زده كړه ور كړئ . په لومړي سر كې ماشومانو ته داسې د لوبو شيان ور كړئ چې په نورو كې ځايږي لكه كاسې او نعلبكيان چې يو په بل كې ځايږي . كوښښ وكړئ چې د ماشوم څخه پوښتنه وكړئ چې پوزه دې چيرې ده ؟ بيا د هغه پوزې ته اشاره وكړئ . لكه تاسو چې دا لوبه اوږدوئ داسې د هغه د نورو غړو نومونه ورته اخلئ او بيا اشاره ورته كوئ ، دا كار ماشومانو ته دا ور زده كوي چې د كليمو په مانا پوه شي .
نهه مياشتينى ماشوم :
ماشوم ممكن د هغو شيانو سره ډيره علاقه ولري چې ځړول شوي وي او دوى ورته حيران وي چې دوى څنګه كاركوي يا ولې ځړيږي . د ماشومانو خوښي وګورئ چې دوى د هغو كتابونو د پاڼو اړولو سره مينه لري چې لږ قوي وي او د اړولو په وخت كې اواز وكړي ، دارنګه د دربچو له دروازو له خلاصولو او بندولو خوند اخلي يا هم د بكس زنځير خلاصوي او د دروازې د تړلو او خلاصولو څخه بيا بيا خوند اخلي ، دا كار په لسګونه ځله دوى كوي چې د دوى د لاس او سترګو د حركتونو د هماهنګۍ پيدا كيدو له پاره موثر كار دى .
لس مياشتينى ماشوم :
ماشومان په دې عمر كې پټو شيانو پيدا كولو سره مينه لري . دا لوبه ور سره كړئ چې زه چيرې يم ؟ او بيا ځان ور ښكاره كړئ . د دې له پاره چې د دوى ساده حركتونه زده شي او بل د شيانو د پيدا كيدو او وركيدو له مفكورې سره اشنا شي چې هر هغه شى لرې نه ځي چې دوى يې نه شي ليدلى . يو روښانه سامان تر نورو شيانو لاندې كړئ يا يې بكس ته واچوئ او بيا د ماشوم لاس هلته يوسئ چې دا شى په كې پټ دى . دوى به ژر پخپله هڅه وكړ چې پټ شيان را پيدا
كړي .
يوولس مياشتينى ماشوم :
د ماشومانو سره ډير كار وكړئ چې ژبه يې زده شي او دا كار په ډيرو لوبو او سندرو وكړئ . ماشومان د ژبې مهارت د خبرو اترو له لارې زده كوي نه د ماشومانو د تلويزونونو او ډي وي ډي ګانو په واسطه نو د خپلو ماشومانو سره چې څومره كولى شئ ډيرې خبرې وكړئ . د هغه نه وپوښتئ چې څه كار كوئ ؟ په ډراماټيك ډول يعنې په ناز او خوږې لهجې سره ترې سوالونه وكړئ ، دوى تاسو ته ګوري او ستاسو د وجود مهارتونو انكشاف ته پام كوي چې بيا به خپله هم
دا كار وكړي .
دوولس مياشتينى ماشوم:
ځينې ماشومان ډير وختي خبرې شروع كوي خو ځينې نور بيا څو مياشتې تر مخه تر خبرو خاړپوسې شروع كوي . هر ماشوم د خپل وجود مطابق رشد كوي . د مختلفو پرمختګونو يعنې ودې او نمو نه را منځ ته كيدل د ماشوم روغتيا د خرابوالى له پاره يو بد زګنال دى . كه چيرې په دې برخې كې ويرې لرئ نو له ډاكټر سره مو مشوره وكړئ . د ماشومانو په خپل منځ كې د رشد او نمو توپير په نورمال ډول موجود وي نو له دې دركه خاطرجمه اوسئ او د خپل ماشوم د
لويېدلو د بهير سره په ارامۍ او خوشالۍ مخته لاړ شئ