له اوو تر لس كلنو ماشومانو له پاره كيسه
(ژباړن : جاويد اوربل)
و نه و يو وخت يو شپونكى هلك و چې د ميږو رمه يې پووله . يوه ورځ يې ستومانتيا احساس كړه او پريكړه يې وكړه چې كليوالو ته چل جوړ كړي . هغه نارې كړې ، مرسته ! مرسته ! هلئ چى ليوه په رمه ګډ شو!
كليوالو چې د وړوكي شپونكي غږ واوريد نو له كلي را ووتل چې د شپونكي سره مرسته وكړي . كله چې شپونكي ته ور ورسيدل ، ويې پوښتل چې ليوه چيرې دى ؟ شپونكي ورته په لوړ اواز وويل : ها ها ها ! ما خو مسخرې كولې . څو ورځې وروسته شپونكي بيا خپله ټوكه وكړه : بيا يې چيغې كړې چې هله ليوه دى ټولې ميږې يې وخوړې ، د خداى له پاره مرسته را سره وكړئ !
خلك بيا ور ورځغاستل بيا يې وليدل چې شپونكى په موږ مسخرې كوي . دوى پر هلك سخت په غوسه شول چې ولې داسې شيطانت كوي . څه موده وروسته يو ليوه له يوې غونډۍ څخه را كښته شو او په رمې ګډ شو ، چې ور سره يې پر ميږو حمله وكړه .
شپونكي د كلي لار ونيوله ، په منډه يې ځان هلته ور ساوه ، نارې يې كړې ، هلى چې ليوه دى ، ميږې ېې ټولې را وخوړې ، مرسته را سره وكړئ ! مرسته !
كليوالو د هغه نارې واوريدې خو ويې خندل چې دا به د هغه بل چل وي نو ور سره لا نه ړل . شپونكي بل نږدې كلي ته منډه كړه ، كليوالو ته يې وويل : ليوه مې په رمه ګډ شوى ، ټولې ميږې به را وخوري ، مرسته را سره وكړئ ! ما پخوا دروغ ويل خو دا ځل رښتيا وايم ، هلئ مرسته ! په اخر كې كليوال ور سره شول ، كله چې رمې ته ورسيدل ، ګوري چې ليوه منډه واخيسته او شاوخوا ډيرې مړې ميږې په وښو كې پرتې دي.
(موږ بايد د هغه چا پر خبرو باور ونه كړو چې هميشه دروغ وايي كه څه هم دا ځل رښتيا ووايي. )