ژباړن: اسدالله غضنفر –
(د چين د تاوو كلچر يوه كيسه)
يو بوټبه سهار وختي له كوره په دې نيت راووت چې لرګي مات كړي. كه ګوري تبر يې ورك دى. ډېر پسې وګرځېد، خو پيدا يې نه كړ. دغه وخت يې د ګاونډي زوى ته پام شول چې د دۀ د لرګيو كوټې ته نژدې ولاړ دى. بوټبه ته په زړۀ كې ورتېر شول: دا كار به د همدې هلك وي.سترګې يې د غلۀ دي. ناكراره دى، لكه چا چې ګناه كړې وي. څېره يې د ګناهګارده…خو څنګه به يې ورباندې ثابتوم چې هلكه د تبر غل يې، مجبور يم پټه خوله پاته شم.
څو ورځې وروسته د بوټبه تبر د لرګو تر كوَټې لاندې پيدا شو او ورياد شول چې دلته له دۀ هېر شوى و.
د تبر له موندلو وروسته چې يې يوه ورځ د ګاونډي زوى وليد او ښه ورته ځير شو،له ځان سره يې وويل: عجبه ده اوس يې هغه د غلو غوندې كاتۀ هير كړي دي!