د كور مېرمن چې له دروازې د باندې وكتل، درې نابلده سپين ږيري يې وليدل چې پيتاوي ته ناست دي. دې ته په زړۀ كې ورتېره شوه چې دا خو مسافر دي، وږي به وي، راځه د ډوډۍ ست ورته وكړه، نو ور ووته، ورته ويې ويل: راځئ كور ته، وږي به ياست.
سپین ږیرو وپوښتله: مېړه دې په كور دى؟
د كور مېرمن ځواب وركړ: نه، هغه بازار ته تللى دى.
دوى ورته وويل: چې هغه نشته مونږ نه درځو.
وروسته چې د كور خاوند راغى، مېرمنې ته يې وويل: دا بوډاګان خو مسافر ښكاري، ست دې ورته كړى دى؟
مېرمن يې ورته وويل: ست مې ورته وكړ مګر ويل يې چې مېړه دې كور نشته، نه درځو.
مېړه يې وويل: ورشه، زما په راتلو یې خبر کړه.
ښـځه ور ووته د هغه د راتلو یې ورته وویل.
سپین ږیرو وويل: موږ درې سره يو ځاى نه درځو، په موږ كې به صرف يو غواړئ!
د كور مېرمن ورته وويل: عجبه ده، ولې؟
دا يوۀ بوډا بل ته اشاره وكړه، ويې ويل: دغه ثروت دى. ثروت هغه بل ته وكتل ويې ويل: دى برى دى او دريم كس ځان ته لاس ونيو، ويې ويل: زه محبت يم. ورشه له مېړه سره دې سلا وكړه چې په موږ دريو كې كوم يو غواړئ؟
د كور مېرمن چې دا كيسه خپل مېړه ته وكړه، هغه خورا خوشحاله شو، ويې ويل: ورشه ثروت راوبوله. خو مېرمن يې ورسره مخالفت وكړ، ويې ويل: برى به راوغواړو. د دوى خبرې د دوى نږور واورېدې، ورته راغله، ويې ويل: زه خو وايم چې محبت تر ګردو ښه دى. كه په كور كې مو محبت وي، ټول عمر به خوشحاله يو.
د نږور په خبره د خواښې او خسر سلا هم راغله. د كور مېرمن مېلمنو ته ورووته، محبت ته يې د راتلو بلنه وركړه.
خو په محبت پسې هغه نور دوه هم را روان شول. د كور مېرمن ورته وويل: موږ محبت ته بلنه وركړې ده. دوى ځواب وركړ: چېرته چې محبت ځي موږ ورسره خامخا ځو خو له ثروت يا بري سره بيا هغه نور دوه ملګرتيا نه كوي.