ژباړه حمیدالله حمیدي –
هغه مرستندویه غذا، چې ماشوم ته د مور پر شيدو سره بېره ورکول کېږي باید حجم یې کم، خو د پوره کالورۍ درلودونکې وي، داسې، چې پروټین او لازم وېټامینونه ولري.
غذا باید د ماشوم عمر ته په کتو تیاره شي او نرموالی یې باید داسې وي، چې ماشوم وکولای شي په خپلو اوریو باندې یې په اسانۍ سره میده کړای شي.
د مرستندویې غذا ډول باید داسې وي، چې د کورنۍ له عاداتو او د ماشوم له میل سره برابره وي. د ماشوم لپاره اضافي خواړه باید له داسې موادو برابر شي، چې کورنۍ ورته په اسانۍ سره لاس رسی ولري، خو پاکوالی په کې شرط دی.
مالګه، بوره او تندې دواګانې باید په کې وا نه چول شي.
هغه غذاګانې، چې په کور کې تیارېږي دهغو په نسبت غوره دي چې له مخکې جوړې شوې او پرېس شوې وي. د ماشوم لپاره د مور پر شيدو سر بېره هغه غذا بهتر او غوره ده، چې په کور کې په خپل لاس تیار او جوړه شي. که څه هم چې تیارې جوړې شوې غذاګانې چې تجارتي بڼه لري، او د مختلفو فورمولونو له مخې تیارې شوې وي، کېدای شي د ماشوم لپاره مضرې تمامې شي، ځکه دغه ډول غذا ګانې ډیری یې له بهرنیو هېوادونو څخه واردېږي، نو په هر هېواد کې د ماشوم لپاره غذایي رېژم توپیر کوي.
له بلې خوا که وکتل شي هغه غذا، چې تیارې جوړې شوې وي او تجارتي بڼه لري د هغه غذا په نسبت چې په کور، کې جوړېږي شپږ او یا هم لس برابره ګرانه تمامېږي.
د بهرنۍ غذا خوند د کورنۍ هغې په نسبت توپیر کوي او دا خوند د دې باعث ګرځي، چې ماشوم یې په خوړلو کې زړه نا زړه شي. دا چې په بهر کې جوړې شوې غذا ګانې او یا هم غذایي مواد په ډير نرم او له کورنیو غذایي موادو سره توپیر لري، کېدای شي په راتلونکې ماشوم مو پرې اموخته شي او کورنیو خوړو ته چندان تمایل ونه ښایي.
د دې لپاره، چې پېک شوې غذاګانې د ډېر وخت لپاره وساتل شي او خرابې نه شي، نو د پایښت لپاره یې ډول ډول مواد ور اضافه کېږي، چې خوړل یې د یوه ماشوم لپاره مناسب نه وي.
د دې غذا ګانو ډیری یې داسې دي، چې وچې شيدې ور سره ګډوي، چې باید له اوبو سره ګډې شي او یا شېدې ور سره ګډې شې، چې کله کله د اوبو او شيدو تر منځ تعادل په پام کې نه نیول کېږي او کېدای شي د ځینو حساسیتونو د را پورته کېدو سبب وګرځي.
ځکه د دې ډول مواد د مخلوطېدو لپاره باید تعادل په پام کې ونیول شي او هر څه په ټاکلې پیمانه ور اضافه شي، که یو یې هم کم او زیات شي خپل اصلي خاصیت له لاسه ورکوي او یا هم د ماشوم پر زیان تمامېږي.
ډیره کله کېدای شي خپله غذا هم ناپاکه وي.
کله، چې له بهرنیو هېوادونوڅخه دغه ډول غذایي مواد، چې ماشوم ته د مور د شېدو سر بېره ورکول کېږي، ناپاکې وي، ځکه له بهر د دې ډول غذاګانو راوړل وختونه نیسي او کېدای شي، چې په ګومرکونو او ساتنځایونو کې یې پاکوالي ته په سم ډول پام نه وي شوی.
په څنګ کې ډېری وخت دغه ډول غذا ګانې له تاریخه تېروي او پلورنکې یې تاریخ ته پام ونه کړي، چې له بده مرغه ناوړه تاثیرات یې پر ماشوم کې د ډول ډول ناروغیو سبب کېدای شي. که څه هم چې تاریخ یې نه وي تېر شوی، خو بیا هم تاریخ تېره مواد او یا ځنډونۍ غذا ورته ویل کېدای شي او هېڅ کله هم د کور تازه غذایي موادو ته نه شي رسېدای. ډیره کله په ځینو سیمو کې دغه ډول غذا ګانې د څښاک له ناپاکو اوبو سره یو ځای کېږي، چې د ماشوم پر هاضمې ناوړه اغېزه کوي.
پاملرنه: له شپږو میاشتو مخکې د ماشوم لپاره اضافي غذا ورکول ان که په ماشوم د وینې د کمښت په سبب هم ورکول کېږي مناسبه نه ده، ځکه له اصلي وخت مخکې ماشوم ته د اضافي غذا ورکول د ماشوم پر هاضمې سېستم ناوړه اغېز کوي او کېدای شي ماشوم له ډول ډول روغتیایي ستونزو سره مخ کړي.