که مضطرب ياست، نو د آرامو ماشومانو د لرلو توقع مه لرئ. که موږ خپله بې پلانه، بې نظمه او بې پروا و اوسو نو د منظم ماشوم د لرلو آرزو مو عاقلانه نده، که په کور کې ترش او تند ناست وو، جر و بحث او پوچ و سپک وايو خامخا به بې تربيه ماشومان ولرو.
د ماشوم په روزنه کې بايد پوره پام وشي، د ماشوم کورنۍ لکه د مېوې ونه ده، که دغه ونه په هر آفت اخته کيږي يا اخته وي تاثيرات يې په مېوه کې هرو مرو احساسېدای شي.
يو هوښيار کروندګر د دې لپاره چې روغ حاصلات تر لاسه کړي، ورته پکار ده چې ړومبی په ونه خواري وکړي د ناروغيو درملنه، کوډونه او سرې ورکاندي، کله چې ونه له آفاتو پاک شوه بيا کروندګر د روغې مېوې توقع کولی شي. کورنۍ هم همداسې دي، کټ مټ لکه مېوه لرونکې ونې که مشکل ولري د سالم ماشوم د لرلو تمه نشي ترې کېدای . نو چې داسې ده والدينو ته ښايي اصلاحات ومني، قوانين ومني، بيا يې په خپلو ماشوم هم منلی شي.
که تاسې اوس ماشومان نه لرئ يا مو واده نه وي کړی، په راتلونکې کې خو د ماشوم د لرلو او واده کولو هليه خامخا لرئ، نو ښه ده سر له اوسه په ځان کې مثبت تغيرات راولئ، بې ځايه غوسې، بې پروايي، خپل سري… غفلت هېر کړئ.
که واده لرئ او کورنۍ مو جوړه کړې وي، د دې پرځای چې بې ځايه شور مشور وکړئ په ځانګړې توګه له ماشوم سره د چلندونه په برخه کې، نوښه ده په ځان کې بدلون راوستو ته تيار شئ . دا لاندې عادتونه که لرئ نو بلکل يې هېر کړئ.
۱ ـ تاسې د ماشوم له غوښتنو سره سمې خبرې کوئ او که هغوی مسخره کوئ !؟
۲ ـ آيا له خپل ماشوم تمه لرئ چې همېشه من و اوسي !؟
۳ ـ آيا خپلو ماشومانو ته واييۍ چې يوازې هغه وخت در باندې ګران دي چې سم کارونه يې ترسره کړي وي !؟
۴ ـ آيا په خپلو ماشومانو پسې د دوی په نشتون کې له خپلو جوړو ( مېرمن ، خاوند) سره خبرې کوئ !؟
۵ ـ تر اوسه مو خپلو ماشومانو ته د ( غال مغالي)، ( بې تربيه )، ( ټنبل)، ( ډارن) … يا نور ورته نومونه اخستي دي !؟
۶ ـ له خپلو ماشومانو سره په بيړه خبرې کوئ او په چټکۍ ځواب ور کوئ !؟
۷ ـ آيا خپل ماشوم د نورو له ماشومانو سره پرتله کوئ او يا نور ماشومان ورته الګو کوئ !؟
۸ ـ په ماشومام په زوره چيغې وهئ، چې له خپل کشر ورور سره په عصبانيت خبرې ونکړي !؟
۹ ـ آيا د ماشوم پر وړاندې سيګريټ يا نور ورته نشه يې توکي کاروئ!؟
۱۰ ـ آيا د ماشوم په وړاندې له دروغو، چل، دوکې … کار اخلئ!؟
۱۱ ـ آيا د ماشوم پر وړاندې بې ادبه خبرې اترې، انتقادونه، قضاوتونه… او نور بد اخلاقه عمال تر سره کوئ !؟ ….
دا هغه سوالونه دي چې ستاسې د ماشوم روزنې مهارت ارزوي، که دا پورته چلندونه کوئ نو درته پکار ده چې په ځان کې بدولون را ولئ او ټول هغه سوالونه چې پاس زکر شول ځواب کړئ. د امکان په صورت له هغه ټولو ناوړه عادتونو چې د ماشوم په بېلارکولو کې رول لري لومړی خپله ځان وساتئ. او کنه چې څنګه غر هسې يې کربوړي.
۱۳۹۴-۱۱-۱۱