ژباړن: حمیدالله حمیدي –
ستاسو ماشومان، ځیني لارو چارو او وسیلو ته اړتیا لري ترڅو کورنی ډاډ تر لاسه کړي او له بېروني محیط سره په اسانۍ اړیکې ټینګې کړي. د دې وسیلو څخه یوه یې هم ماشوم ته داسې روحیه ورکول دي، چې ګواکي کورنۍ یې پوره ملاتړې ده. د ماشومانو لپاره یې کورنۍ د یوې نړۍ په څېر ارزښت لري. ماشومان خپل ژوند او په ژوند کې خوښي د خپلې کورنۍ په ملاتړ کې ویني، که د کورنۍ اړیکې او مینه له ماشوم سره ګرمه وي، نو ماشوم هم په خپل ځان باور پیدا کوي او په ډېرې اسانۍ سره کولای شئ له بېروني محیط سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او یو پیاوړی کس ترې جوړ شي. دا ډېره اړینه ده، تر څو ماشومان له یوې کورنۍ، ډلې او یا هم یوې سالمې ټولنې سره اړیکې ولري، تر څو حس کړي، چې دوی هم په دې نړۍ کې یو با ارزښته څوک دي. هر ماشوم هیله لري، چې پر یو چا پوري تړلی وي، تر څو دا حس کړي، چې دی هم د دې ټولنې یو غړی دی او خلک ورته اړتیا لري. ماشومان اړتیا لري تر څو پوه شي، یو څوک دی او کورنۍ یې ارزښت ورکوي، همدا د دې لامل ګرځي، تر څو ماشوم اخلاقي ارزښتونه هم وپېژني. څمره، چې په دې برخه کې کورنۍ خپل ځان مسوول وګڼي په هماغه اندازه ماشوم هم په خپل ځان باندې باور پیدا کوي او عزت نفس یې زیاتېږي. کله، چې ماشوم دا خبره حس کړي، چې کورنۍ یې په څنګ کې ده او پوره مرسته او ساتنه یې کوي په هماغه اندازه ماشوم د خوښۍ احساس کوي او له خپله ژونده او په دې کورنۍ کې د پیدا کېدو او اوسېدو څخه خوند اخلي.
له ماشومانو سره باید څه ډول چلند وکړئ؟
۱- په کور کې له خپلو ماشومانوسره لوبې وکړئ، داسې لوبې، چې له ماشوم څخه مو د یوازې توب حس لرې کړې او سالمې لوبې ورته د یوه فعالیت بڼه غوره کړي.
۲- هڅه وکړئ د ډوډۍ خوړلو پر وخت په یوه دسترخوان باندې راټول شئ، د دې لپاره، چې د کورنۍ غړي د ډوډۍ خوړلو پرمهال له یو بل سره اړیکې پیداکړي. د ډوډۍ خوړلو په وخت کې د تلوېزیون له لیدلو او بل مصروفیته ځان لرې وساتئ.
۳- هر کال د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ډله ییز عکس واخلئ او یوه یوه قطه یې هر یوه ته ډالۍ کړئ.
۴- له خپلو ماشومان سره مرسته وکړئ تر څو په کورنۍ کې ورته د ډله ییزې لوبې موقع برابره کړئ او ټول په ډالیو ونازوئ.
۵- د خویندو او وروڼو تر منځ درسي او د لوبو سالمه سیالي په دوی کې له کورنۍ سره د تعلق حس زیاتوي او په ځان ډاډه کېږي. ماشومان مه پرېږدئ، چې په خپل منځ کې سره ښکېل شي. هڅه وکړئ تر څو ماشومان مو د یوه سالم رقابت پر اساس په خپل منځ کې خپل معلومات سره شریک کړي.
۶- له خپلو ماشومانو سره په هر ډول فعالیت کې برخه واخلئ که نه دوی هم بې مینې کېږي. له خپلو ماشومانو سره په مساوي ډول مینه وکړئ، تر څو د یوازې توب احساس ونه کړي.
۷- د خپلې کورنۍ سجره مو په تفصیل سره رسامي کړئ او په پوره جزیاتو سره یې له خپلو ماشومانو سره شریکه کړئ.
۸- د خپلې رخصتۍ ورځې مو داسې تنظیم کړئ تر څود ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ له ټولو غړو سره بېرون ته په چکر ولاړ شي او له داسې ورځو پوره خوند واخلئ.
۹- د خپلې کورنۍ د ستونزو حلولو لپاره وخت ځانګړی کړئ. په دې وخت کې تدافعي حالت ځان ته مه خپلوئ، د چا خبرې مه ور پرې کوئ، قضاوت او انتقاد زر مه کوئ او له امن څخه ډک یو ارام محیط جوړ کړئ تر څو هر څوک په خپل وار سره نظر شریک کړي او په ګډه سره ورته یوه حل لاره پیداکړئ.
۱۰- د خپلو ماشومانو پر ځای او ښه کارونه تایید کړئ او تشویق یې کړئ، تر څو په پوره ډاډ سره ځان د دې کورنۍ د یوه غړي په څېر حساب کړي. د ماشومانو هڅول او تشویقول د کورنۍ د ټولو غړو په مخ کې په بې ساري ډول ماشوم خوشالوي. ماشومان د دې لپاره، چې له خپلو همزولو ورسته پاتې نه شي پوره هڅه کوي ځان ور سره سیال کړي.
۱۱- اولادونو ته مو ور زده کړئ او ورته وښایئ، چې څه ډول د یوې ټولنې وګړي د یو بل مرستې ته اړتیا لري، تر څو له یوه بل څخه زده کړي او له یو بل سره مرسته وکړي.
۱۲- اولادونه مو وهڅوي، چې په ټولنیزو او اجتماعي کارونو کې برخه واخلي.
۱۳- ماشومانو ته مو اجازه ورکړئ، چې خپل پخواني کالي، د لوبو اضافي سامانونه په خپل لاس نورو ته ډالۍ کړي تر څو له نورو سره په مرستې کولو عادت شي او زړه سواندي لوی شي. تاسو خپله هم د خپلو ماشومانو په مخ کې اجتماعي کارونه لکه د مریضانو پوښتنه، له لارې څخه د کثافاتو ټولول او نور تر سره کړئ، تر څو دوی هم له تاسو زده کړي، ځکه ماشومان تل د خپلو میندو او پلرونو پېښې کوي او دغه راز مو ماشومان زده کوي، چې څه ډول له نورو سره مرسته وکړي.
۱۴- اولادونو ته مو و ښایئ، چې دوی یوازې د خپلې کورنۍ غړي نه دي، بلکې دوی د یوه کلي، ښار، هېواد او بلاخره د دې لویې سیارې غړي او اوسېدونکي دي او په دې هر یوه کې جلاجلا مسولیتونه لري.
سلامونه ، د تان څخه يوه نړۍ مننه چې دا سي
په زړه پورې موضع يې ژباړلى ده. ځکه ماشومان زمونږ راتلونکى ده او پالنه يې ډېره اړينه ده
سلامونه ،له تان څخه یوه نړی مننه چی دماشومانو په روزنه کی پوره ل