پل- په لویدیځو هیوادونو کې د یوې تازه تر سره شوې سروې مطابق، د هغو میندو او پلرونو چې ماشوم یا ماشومان لري، په اونۍ کې په متوسط ډول څلویښت دقیقې وخت په دې لګیږي چې ماشومانو پټ کړي شیان پیدا کړي.
ماشومان د کور ځینې شیان د لوبو په وخت د لویانو له نظره چپ، په یوه پټ ځای کې ږدي او بیا یې میندې او پلرونه پسې ګرځي.
د ایم، ایس، این نیوز له راپور سره سم، د غربي هیوادونو په کورونو کې ماشومان تر بل هر شي زیات د تلویزیون ریموټ کنټرول پټوي.په دوهمه درجه کې د موټر کونجیانې ، ورپسې بیا موبایل تلفونونه او له هغه وروسته د پیسو بټوې ډیرې پټیږي. ماشومان چې شیان پټوي نو تر بل هر ځای زیات دا امکان ډیر دی چې تر کوچونو لاندې یې کیږدي. د ماشوم د لوبو د سامان کڅوړه دوهم درجه پټیدنځای دی. په دریمه درجه کې د پټیدو مهم ځای د ماشومانو ګاډۍ یا ریکشا ده.
دغه سروې ښیي چې کابو درې دیرش فیصده ماشومان د تلویزیون د ریموټ کنټرول له پټولو سره دلچسپي لري او په دې حساب ریموټ کنټرول تر ټولو زیات پټیدونکی شی دی. د پټ شوي شي د اچولو یا کیښودلو په ځایونو کې اول مقام د کوچونو لاندې ځای د ی چې د غربي ټولنو ماشومان کابو څلویښت فیصده پټ شوي شیان هماغلته ږدي.
دې سروې دا نه ده معلومه کړې چې د کم عمر ماشومان ولې له دې سره دلچسپي لري چې د کور سامان یو بل پټ ځای کیږدي، خو دا پته یې لګولې ده چې د غربي هیوادونو په کورونو کې ماشومان د کومو شیانو له بې ځایه کولو او په بل پټ ځای کې له ږدولو سره دلچسپي لري او دغه نور پټ ځایونه چې ماشومان معمولا پکې یو شی ږدي، کوم کوم دي.